چینه او کنډولونه

احسان درمل

405

حکیم د خپلو شاگردانو په حلقه کې وویل چې د ښځو د مخ تر پردې د سړیو د سترگو پرده ډېره مهمه ده. سبا په ښار کې گونگوسه وه چې حکیم د ښځو له حجابه منکر دی او وایي چې ښځې دې پرده نه کوي. ملایانو د جمعې په خطبو کې حکیم تکفیر کړ او د هغه افکار یې د بې حیایۍ او بې دینۍ د خپرولو سرچینه وبلل.

په یوه بله درسي حلقه کې حکیم شاگردانو ته د عبادت او عدالت په توپیرونو غږېده. ویل یې چې په عبادت کې بنده شخصي گټه کوي خو د عدالت خیر خلکو او خصوصاً مظلومانو او حقدارو ته رسېږي، ځکه خو تر عبادت عدالت غوره دی. دا ځل خلکو ډنډورې وغږولې، چې حکیم وایي عبادت بې گټې شی دی او حکیم یو ځل بیا د جمعې د خطبو او د پېتاوو د غیبتونو سرټکی شو.

حکیم چې هر څه ویل، خلکو به بله کیسه ترې جوړه کړه. یوه ورځ یې یوه شاگرد ترې وپوښتل:
«څه سبب دی چې ته یوه خبره کوې او خلک بله ترې جوړوي؟»
حکیم وویل: د دې خبرې ځواب به سبا د چینې په غاړه درکړم.

شاگرد چې د پوهې او حکمت تږی و، سبا وختي د چینې په غاړه ناست و. حکیم راغی او له خپل خورجینه یې دوه کنډولونه را وایستل. یو کنډول یې پاک سوتره ومېنځه او دوهم یې په خټو او خاورو ککړ کړ. دواړه کنډولونه یې د چینې له پاکو اوبو ډک کړل. حکیم پاک سوتره کنډول په سر واړاوه او شاگرد ته یې په خاورو او خټو ککړ کنډول ونېو:

– وڅښه چې تنده دې ماته شي.
– خو دا اوبه پاکې نه دي. کنډول ککړ دی.
– کنډول به ککړ وي، اوبه خو پاکې دي. له یوې چینې مې را اخیستي دي.
– خو ککړ کنډول اوبه هم ککړوي.
– چې داسې ده، نو اوس به پوی شوی وې چې خلک ولې له یوې خبرې بله جوړوي. زه چینه یم او خلک کنډولونه. هغه چې د زړه او ذهن کنډولونه یې پاک وي، زما اوبه ورته پاکې ښکاري خو هغه چې زما اوبه په خپلو ککړو کنډولونو کې څښي، نو د خپلو کنډولونو د ککړتیا نسبت هم زما اوبو ته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.