دا کلی د جانان دی هر قدم به په ادب اخلې
گلابه د زړه وینې د شبنم به په ادب اخلې
دا ښار د ښکلو ښار دی ښکلي زړونه په کې میشت دي
غلیمه هر گوزار د خپل ستم به په ادب اخلې
دا شرنگ یې د پایزیب زما وجود رڼا رڼا کړ
مطربه د نغمو هر…
د گل د خاموشۍ د تبسُم څنگه تاثیر دی
جانانه دا د چا دخط وخال د رنگ تصویر دی
دا څنگه خوشبویي دې اچولې ده په غاړه
امیل دی دگلابو که نرگس نرگس ځنځیر دی
د مستي بیدارۍ د ارمان زیری به دې راشي
دا رنگ زما د خیال دی که زما د…