افغانستان کې سیلابونه؛ یوازې بغلان او تخار کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي

بی بی سی پښتو

188

د افغانستان په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.‌ تر اوسه د لږ تر لږه ۸۲ کسانو د وژل کېدو او له ۱۰۰ د ډېرو کسانو د ټپیانېدو رپوټونه ورکړل شوي چې ډېری قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د مرکزي بغلان امنیه قومندان مولوي بریالي بي‌بي‌سي پښتو ډیجیټل ته وویل، تېره ورځ د مرکزي بغلان شیخ جلال، ګاز کلی، لقیام او ګوډانو سلام خېلې سېلابونو سختې وځپلې چې د اټکل له مخې هلته د ښځو او ماشومانو په ګډونه ۶۰ ولسي وګړي مړه شوي دي.

نوموړی وايي، ددغو کسانو مړي روغتون کې دې او ډېر شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

بله خوا، د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسؤلان وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په دې ولایت کې له ۲۰ ډېر کسان مړه شوي، سلګونه استوګنیز کورونه او سلګونه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي.

سرچینه وايي، دغو سېلابونو تر ډېره د تخار چال، اشکمش، نمک آب و فرخار کې ډېر زیانونه اړولي او ښايي د مرګژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه شي.

د سمنګانو مرکز ایبک او خرم ولسوالۍ کې هم د د سېلابونو له کبله د یوه تن د وژل کېدو او د ۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې له ګڼ باران وروسته د خړو سېلابي اوبو زورورې څپې د کلیو او کروندو په منځ کې بهېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د حوادثو پر وړاندې د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ځايي چارواکو ته امر شوی، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ورشي او ټول امکانات وکاروي.

نوموړي تېره شپه هرات، غور او فراه ولایتونو کې هم د سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې د رپوټونو په اړه لیکلي وو.

له دې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، چې د لومړیو شمېرو له مخې یوازې د بغلان ولایت په یوازې یوه ولسوالۍ کې تر ۶۰ پورې کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي او تر ۱۰۰ پورې نور کسان ټپیان شوي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عیني شاهدانو په خبره د بغلان لږ تر لږه څلور ولسوالۍ او پلخمري ښار د دې سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي اختر محمد بریالي بیګاه ناوخته د بي بي سي له خبریال حفیظ الله معروف سره خبرو کې وویل، ځینې مرستندویه کارکوونکي سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي او د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو د جسدونو او ټپیانو راایستلو پر چارو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي: ”اوس هم وضعیت ښه نه دی، د بغلان- کندوز، بغلان – مزار شریف تر منځ لویې لارې په بشپړ ډول تړل شوې دي، مرستندویه ټیمونه هلته تللي دي او هڅې کوي، چې لارې پرانیستل شي.”

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ بدخشان، بغلان، پنجشېر، لغمان، کورنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

له دې مخکې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق هم بي بي سي ته ویلي وو، چې د مرستندویانو ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې او د سیمو اوسېدونکو ته سرپناه او خواړه چمتو کوي.

له دې مخکې تېره میاشت د افغانستان په لوېدیځ کې له ګڼ باران وروسته سېلابونه راوتلي وو، چې له کبله لسګونه کسان مړه شول او زرګونه نور بشري مرستو اړ شول. د تېرې میاشتې په سېلابونو کې نژدې ۲۰۰۰ کورونو، درې جوماتونو او څلور ښوونځیو ته هم زیان اوښتی و.

د ویډیو تشریح،افغانستان کې سیلابونه

د یادونې ده، چې سېلابونه هغه مهال راوځي چې له ګڼ باران وروسته د اوبو وتلو عادي لارې نه توانېږي سېلابي څپې سمبال کړي.

د ماهرینو په وینا په مني او ژمي کې وچکالي د ځمکې لپاره سخته کړي، چې باراني اوبه وزغمي. په افغانستان کې هر کال د ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله په لېرې پرتو سیمو کې د خټینو او غیر معیاري کورونو او مېشت ځایونو اوسېدونکي ګڼ شمېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.

ماهرین دا هم وايي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله له سختو خطرونو سره مخامخ دی. د سېلابونو راوتلو یو شمېر نور لاملونه هم شته، خو تر ډېره بریده د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه د یوه ستر لامل په توګه یادېږي.

په نړۍ کې د صنعتي دور له پیل راهیسې د ځمکې تودوخه یو اعشاریه یو درجه زیاته شوې ده او تر څو چې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجې زیاتېدل به دوام وکړي.

بی بی سی پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.