ممتاز په شنه سهار د عادت مطابق ۳ واړه کوټې جارو کړې. له کونجونو یې د سیګرټو ټوټې، د ماچسو سوځېدلي خلي او همداسې نور شیان را ټول کړل. چې ۳ واړه خونې ښې سمې صفا شوې، نو د سکون ساه یې واخیسته. د هغه مېرمنه په انګړ کې ویده وه او ماشوم په زانګو کې پروت و. ممتاز ځکه هر سهار وختي ۳ واړه کوټې خپله جارو کولې چې زوی یې (خالد) اوس روانېدلی شو او د عامو ماشومانو په څير به چې هر څه مخې ته ورغلل، خولې ته یې پورته کول.
ده هره ورځې ۳ واړه خونې په ډیر احتیاط پاکولې؛ خو هغه وخت به حیران شو چې و به یې لیدل، خالد له فرش څخه په کوچنیو کوچنیو نوکانو یو نه یو شی راپورته کوي. فرش څو ځایه ناهمواره و، چې د ګندګي وړې وړې ذرې به پکې بندېدلې.
ممتاز خپله برخه صفايي کوله خو بیا به هم یو څه پاتې کېدل، چې د هغه لومړني زوی (خالد) چې لا یې عمر یو کال نه و؛ را اخیستل او خوړل یې. ممتاز ته د صفايي جنون پیدا شوی و. که خالد به له فرش نه کوم شی راپورته او خولې ته کړ، نو ده ته خپل ځان مجرم ښکارېده. په زړه کې به یې ځان پسې بد رد ویل، چې ولې یې بې احتیاطي کړې ده؟
له خالد سره هغه مینه نه؛ بلکې عشق درلود. خو عجیبه ده، څومره چې د خالد لومړۍ کلیزه را لنډېده، د ده دا وهم په یقین بدلېده چې زوی به یې له یو کلن کېدو وړاندې مړ شي. د همدې ډارونکي وهم یادونه یې خپلې مېرمنې ته هم کړې وه. د ممتاز اړوند دا مشهوره وه چې دی وهمونه بیخي نه مني. مېرمنې یې چې له خولې څخه په اول وار داسې خبره واورېده؛ نو ویې ویل: ’’ته او داسې وهم، د خدای په فضل و کرم به زموږ زوی سل کاله ژوندی وي. ما یې لومړۍ کلیزې ته داسې تیاری کړی چې ته به هم حیران شې. ‘‘
د دې خبرې اورېدو سره د ممتاز زړه جټکه وخوړه، هغه کله نه غوښتل چې زوی یې ژوندی پاتې نشي؛ خو د وهم علاج یې څه شی و؟ خالد ډير تندرست ماشوم و. په یخنۍ کې چې نوکر یو ځل هغه باهر سیل ته یوړ؛ نو بېرته راګرځېدو سره یې د ممتاز مېرمنې ته وویل: ’’بېګم صاحبې! د خالد جان په اننګیو سرخي مه لګوه، له نظره به شي. ‘‘
د دې خبرې له اورېدو سره د ممتاز مېرمنې ښه ډیر وخندل: ’’ کم عقله! زه څه ضرورت لرم چې اننګو ته یې سرخي ورکړم؟ ماشاء الله د ده غومبري قدرتي سره دي.‘‘
په سړو کې به د خالد اننګي ډير زیات سره وو؛ خو اوس په ګرمي کې یو څه ژېړ ډوله شوي وي. د ده اوبه ډیرې خوښېدې، چې څنګه به له ارګېمي وېستلو سره را اوچت شو، د شیدو بوتل به یې څښه. ممتاز به دفتر ته له تلو وړاندې هغه د اوبو په بالټي کې ودراوه، ده به تر ډيره د اوبو څاڅکي شیندل او لوبې یې کولې. ممتاز او مېرمنې یې خالد ته کتل او خوشالېدل به. خو د ممتاز په خوښي کې د غم یوه برېښنا ډوله جټکه هم وه. ده فکر کاوه: ’’ خدای دې زما د مېرمنې ژبه بختوره کړي. خو دا څه دي چې ما د هغه له مړینې ډاروي. دا وهم ولې زما په زړه او دماغو کې کېناستلی چې دی به مړ شي. ولې به مري؟ ښه رک روغ دی. د خپل عمر له ماشومانو ډیر صحتمند دی. زه یقناً لېونی شوی یم. له ده سره حد نه زیاته مینه په اصل کې د دې وهم لامل دی. خو زه ولې ورسره دومره ډیره مینه لرم؟ ایا ټول پلرونه خپلو ماشومانو سره دومره مینه کوي او د اولاد د مړینې وهم ورسره وي؟ اخیر په ما څه شوي؟ ‘‘
ممتاز چې د عادت له مخې ۳ واړه کوټې صفا سوتره کړې نو په فرش یې پوزی خپور کړ او اوږد وغځېده. دا د هغه عادت و. سهار به پاڅېد، جارو به یې وواهه او بیا به په ګرمي کې پوزي باندې ویده شو. له تکیې پرته به یې ښه احساس کاوه. له غځېدو سره یې فکر وکړ: ’’سبا زما د زوی لومړی کلیزه ده. که دا په خیر خیریت تېره شي، زما د زړه ټول بوج به سپک او وهم بالکل ختم شي. خدایه دا ټول ستا په لاس کې دي! ‘‘
د هغه سترګې بندې وې، ناڅاپه یې په لوڅې سینې وزن محسوس کړ، چې سترګې یې خلاصې کړې، نو خالد یې ولیده. مېرمن یې هم نیږدې ولاړه وه، هغې وویل: ټوله شپه نا ارامه و، د ویده کېدو پر مهال لړزېده!
خالد د ممتاز پر سینې ولړزېده، ممتاز یې لاس ونیو او ویې ویل: خدایه! زما د زوی ساتونکی شه!
د ممتاز مېرمنې په غمجنه لهجه وویل: توبه، ته وهمونو را ایسار کړی یې، لږ تبه یې ده، ان شاء الله ختمه به شي.
د ممتاز مېرمنه له وروستۍ خبرې سره کوټې نه ووتله او ممتاز په هواره هوار له ډيرې مینې سره د خالد ټپول پيل کړل. هغه د ده پر سینې پړمخې پروت و. کله ناکله به وښورېده. له ټپولو سره هغه را ویښ شو، ورو ورو یې غټې تورې سترګې پرانیستې او پلار ته یې له کتلو سره وموسل. ممتاز هغه ښکل کړ او ویې ویل: څه خبره ده خالد جانه! ته ولې لړزېدلې؟
خالد موسکی شو او راپورته کړی سر یې د پلار په سینې وغورځاوه. ممتاز بیا د هغه ټپول شروع کړل. په زړه کې یې دعاګانې پيل کړې څو د زوی عمر یې اوږد شي. اخیر مېرمنې یې د خالد سالګرې ته ډير تیاری کړی و او خپلو ټولو سهیلیو ته یې ویلی و، چې دې مناسبت ته به ضرور راځي. پر خیاط یې د کلیزې لپاره ځانګړې جامې ګنډلې وې.
په دعوت کې به کوم کوم شیان وي، په دې ټولو شیانو یې سوچ کړی و. د ممتاز دا نخرې نه وې خوښې، غوښتل یې هیڅوک خبر نشي او سالګره تېره شي. ان ده ته هم معلومات ونشي او زوی یې یو کلن شي. فقط هغه وخت خبر شي چې خالد د یو کال او څو ورځو شوی وي. خالد د خپل پلار سینې څخه بیا سر راپورته کړ، ممتاز له مینې په ډکې لهجې ورته وویل: خالد زویه! ابا جان ته دې سلام نه کوې؟
خالد موسکی شو، لاس یې اوچت کړ او پر سر یې کېښود. ممتاز دعا ورته وکړه: ژوندی اوسې!
خو له دې الفاظو ویلو سره سم یې پر زړه وهم حمله وکړه او د غم و فکر په سمندر کې ډوب شو.
خالد سلام سره سم له کوټې ووت. د دفتر تګ ته لا وخت پاتې و. ممتاز پوزي باندې پروت و او له خپل زړه و دماغو یې د وهم لرې کولو هڅه کوله. په همدې کې له انګړه د هغه د مېرمنې غږ راغی: ممتاز صاحب! ممتاز صاحب! دلته راشه!
په اواز کې شدید ډار و، ممتاز ولړزېده، پورته شو او په منډه باهر ووت، ویې لیدل چې مېرمنې یې خالد له غسل خانې هاخوا په غېږ کې نیولی دی. هغه د دې په غېږ کې لټ په لټ اوښته. ممتاز په خپلو لاسونو کې راپورته کړ او له خپلې مېرمنې یې چې لړزېدله، وپوښتل: څه وشول؟
مېرمنې یې په ویرې وویل: معلومه نه ده! اوبو کې لوبېده، چې ما یې پوزه صفا کړه نو یو دم کوږ شو.
د ممتاز په غېږ کې خالد داسې لټ په لټ اوښته، لکه څوک یې چې د جامو په څير نښېځي. مخامخ کټ پروت و، ممتاز هغه هلته وغځاوه. ښځه خاوند دواړه سخت پریشان وو. هغه لټونه خوړل او دوی دواړو حواس بایللي وو. حیران وو چې څه وکړي؟
ویې ټپاوه، ښکل یې کړ، د اوبو څاڅکې یې ور وشیندل، خو د ده کږېدل ختم نشول. لږ وروسته دوره ورو ورو خپله ختمه شوه او پر خالد بې هوښي خپره شوه. ممتاز فکر وکړ، لکه چې مړ شو. ځکه خو یې مېرمنې ته وویل: ختم شو!
هغې چیغې کړې: لا حول ولا… څه ډول خبرې کوې، بې هوښي وه، ختمه شوه، اوس به روغ شي.
خالد خپلې مړاوې غټې تورې سترګې خلاص کړې او خپل پلار ته یې وکتل. د ممتاز ټوله دنیا ژوندۍ شوه، له درده په ډکه مینه یې خالد ته وویل: ولې خالد زویه؟ دا په تا څه وشول؟
د خالد پر شونډو ځپل شوې موسکا خپره شوه. ممتاز په غېږ کې ونیو او کوټې ته یې ننوېست. ویده کاوه یې چې دوهمه دوره پرې راغله. خالد بیا لړزېدل پيل کړ، لکه د مېرګي دوره چې وي. دا دوره هم هغسې وه. ممتاز داسې محسوسوله لکه د خالد پر ځای چې دی د اذیت په دې شکنجې کې ازمویل کیږي.
چې دوهمه دوره ختمه شوه نو خالید نور هم مړاوی شو. د هغه لویې تورې سترګې نورې هم وغورځېدې. ممتاز خبرې ورسره پیل کړې:
خالد زویه! دا په تا څه وشي؟
خالد جانه! پورته شه! وګرځه، روان شه!
خالده! کوچ خورې؟
د خالد کوچ ډير ښه ایسېدل. خو هغه د دې خبرې اورېدو سره هم خپل سر د هو لپاره و نه ښوراوه. خو کله چې ممتاز وویل: زویه! موشخرما (نولی) خورې؟
نو هغه په ډير کمزوري انداز کې د نه په معنا سر کوږ کړ. ممتاز موسکی شو او خالد یې غاړې سره نیږدې کړ، بیا یې مېرمنې ته ورکړ او ویې ویل: ته یې خیال ساته! زه ډاکټر راولم.
ډاکټر یې چې را وست، نو د ممتاز د مېرمنې هوش الوتی و. د هغه په نشتون کې خالد باندې د میرګي ۳ نورې دورې هم راغلې وې، چې له امله یې مړژاوندی و. ډاکټر معایینه کړ او ویې ویل: مه ډارېږئ!
داسې دورې په ماشومانو راځي، لامل یې ښاغونه دي. که په معدې کې چینجی/ ژوی هم وي نو دوره راتللی شي. زه دوا لیکم، ارام به شي، تبه یې تېزه نه ده، تاسې فکر مه کوئ!
ممتاز له دفتره رخصت واخیست او ټوله ورځ د خالد سر ته ناست و. د ډاکټر له تللو وروسته دوه ځله نورې دورې هم پرې راغلې او بیا بې ستړی پروت و. چې ماښام شو نو ممتاز سوچ وکړ: شاید اوس د الله تعالی مهرباني وشوه، چې په دومره وخت کې بله دوره رانغله. خدای دې وکړي چې شپه همداسې تېره شي.
د ممتاز مېرمنه هم خوشحاله وه. ویلې: که خدای کول سبا به زما خالد منډې وهي.
دا چې د شپې باید خالد ته په ټاکلي وخت دوا ورکړل شوې وای؛ نو ځکه ممتاز په کټ ویده نشو، د خالد د زانګو ترڅنګ یې څوکۍ کېښوده، کېناست او ټوله شپه یې ویښه تېره کړه؛ ځکه خالد بې سکونه و. لړزېده او بار بار ویښېده. تبه یې هم تېزه وه، سهار ۷ بجو ته نیږدې وخت کې چې ممتاز ترمامیټر ور ولګاوه نو ۱۰۴ درجې تبه وه. ډاکټر یې را وغوښت. هغه وویل: د ډارېدو خبره نشته. برونکائټس ده، زه نسخه لیکم، په درې څلور ورځو کې به ارام شي.
ډاکټر د نسخې لیکلو سره روان شو. ممتاز دوا جوړه کړه. خالد ته یې یو خوراک ور وڅښه، خو مطمئن نشو، نیږدې ۱۰ بجې یې یو ستر ډاکټر راوست. هغه خالد ښه سم وکوت او تسلي یې ورکړه چې د ویرېدو کومه خبره نشته، هر څه به سم شي.
هیڅ شی سم نشو، د لوی ډاکټر درملو هم اثر و نکړ، تبه لا تېزه شوه، د ممتاز نوکر وویل: ښاغلیه! ناروغي نشته، خالدجان نظر وهلی. ما یو تعویذ راوړی، د خدای په حکم به ډير ژر اثر وکړي.
د اوو کوهیانو اوبه یوځای شوې، تعویذ (څاښت) پکې لوند شو او بیا خالد ته ور وڅښل شو. هیڅ اثر یې ونکړ. ګاونډی راغی، هغه د یوې یوناني دوا وړاندیز وکړ. ممتاز دوا راوړه خو خالد ته یې ورنکړه. ماښام یې یو بل خپلوان راغی، یو ډاکټر هم ورسره و. هغه خالد ته وکتل او ویې ویل: ملاریا ده! دومره ګرمه تبه یوازې ملاریا کې وي. ته په دې کې د یخ اوبه واچوه، زه د کونین پیچکاري ورکوم.
د یخ اوبه واچول شوې، تبه یو دم کمه شوه، د حرارت درجه ۹۸ ته راښکته شوه. په ممتاز او مېرمنې کې یې ایله ساه وچلېده. لیکن په څو شېبو کې تبه بیخي يډره تېزه شوه، ممتاز چې ترمامېټر ولګاوه نو تبه ۱۰۶ ته رسېدلې وه. ګاونډی راغی، خالد ته یې په مایوس نظر وکتل او د ممتاز مېرمنې ته یې وویل: د ماشوم د غاړې هډوکی مات شوی.
د ممتاز او مېرمنې زړونه یې وغورځېدل. ممتاز له لاندې کارخانې نه روغتون ته زنګ وکړ. د روغتون عملې وویل: ناروغ راوړه! ممتاز ژر ټانګه راوغوښته، خالد یې په غېږ کې واخیست، مېرمنه یې خوا کې کېنوله او هسپتال ته روان شول. ټوله ورځ یې اوبه وڅښلې، مګر تنده وه چې ماتېده نه. روغتون ته د تلو پر مهال د هغه حلق بې حده زیات وچ شو. فکر یې وکړ چې ښکته کېدو سره به له کوم دکان څخه یوه پیاله اوبه وڅښي، خو خدای خبر له کومې خوا د هغه په دماغو کې دې وهم را ودانګل چې که تا اوبه وڅښلې نو خالد به مړ شي.
د ممتاز له حلقه وچ لرګی جوړ شو خو هغه اوبه و نه څښلې، ټانګه چې هسپتال ته نیږدې شوه، نو سیګرټ یې ولګول، لا یې یو کش څکولی و چې یو دم یې سیګرټ ګوزار کړ. په دماغو کې یې دا وهم وګرځېده: ’’ ممتازه! سیګرټ مه څکوه ستا زوی به مړ شي.‘‘
ممتاز ټانګه ودروله او فکر یې وکړ: دا کومه بې عقلي شوه! دا ټول وهم فضول دی. د سیګرټ څکولو سره به په ماشوم څه افت راشي.
له ټانګې نه ښکته کېدو سره هغه د سړک غاړې څخه سیګرټ را پورته کړ. بېرته کېناستو سره یې چې کش وهل وغوښتل، نو کوم نامعلوم طاقت منع کړ.
ــ ’’نه ممتازه! داسې مه کوه، خالد به مړ شي. ‘‘
ممتاز په زوره سیګرټ وغورځاوه. د ټانګې والا برګ ور وکتل. ممتاز محسوس کړه لکه هغه ته چې د ده دماغي کیفیت ور معلوم شوي وي او مسخره کوي یې. د خپلې رسوايي ختمولو په خاطر یې ټانګه وال ته وویل: سیګرټ خراب شوی و.
له همدې جملې سره یې جېب څخه یو نوی سیګرټ را وویست. لګول یې غوښتل، خو وډار شو. په زړه او دماغو کې یې توپان پیدا شو. دلته یو ویل چې دا وهمونه عبث دي؛ خو کوم داسې اواز او طاقت و چې د هغه پر منطق، استدلال او ادراک باندې غالبېده. ټانګه چې د روغتون دروازې ته ورسېده، سیګرټ یې په ګوتو کې ومروړه او لرې یې ګوزار کړ. د هغه خپل ځان ته ډير زړه بد شو، چې څنګه د وهمونو غلام شو. د روغتون والاو سمدستي خالد داخل کړ. ډاکټر وویل: برونګو نمونیا ده، حالت خطرناک دی.
خالد بې هوښه و. مور یې سر ته ناسته وه او په ویرانو سترګو یې ورته کتل. د خونې څنګ ته غسل خانه وه. ممتاز ډیر تږی و. نلکه یې تاوه کړه، اوبو څښلو ته یې لپه جوړوله چې یو ځل بیا هماغه وهم په دماغو کې ور وګرځېده: ’’ممتازه! دا څه کوې؟ اوبه مه څښه، ستا خالد به مړ شي!‘‘
ممتاز په زړه کې وهم ته ښکنځا وکړه او انتقاماً یې دومره اوبه وڅښلې چې خېټه یې بهر را ووتله. له اوبو څښلو وروسته چې غسل خانې را ووت نو خالد یې هماغسې مړاو او بې هوښه د هسپتال په اوسپنیز کټ کې ولید. هغه غوښتل چې وتښتي. هوش او حواس یې ورک شي. خالد ښه شي او دی یې په بدل کې نمونیا باندې اخته شي. ممتاز محسوس کړه چې خالد اوس له پخوا نه ډير ژېړ دی. فکر یې وکړ: دا هر څه زما د اوبو څښلو له امله شوي. که ما اوبه نه وای څښلې نو د ضرور به د خالد حالت ښه شوی وای. ممتاز ډير غمجن شو. ځان یې ډير ملامت کړ خو بیا سوچ ور ولوېده: چا چې دا خبره کړې وه، هغه ممتاز نه و، بل څوک و. بل څوک و؟ ولې د ده په دماغو کې داسې وه پیدا کېده. تږی و، اوبه یې وڅښلې، نو دا پر خالد څه اثر کولی شي؟ خالد به حتماً ښه کیږي، سبا د هغه سالګره ده. ان شاء الله ښه په ناز و نخرو به یې نمانځو. ژر د ممتاز زړه کېناست، کوم اواز هغه ته ویل: ’’خالد به یو کلن نشي. ‘‘
د ممتاز زړه غوښتل چې د دې اواز ژبه ونیسي او له ستوني یې را وباسي. مګر دا غږ خو خپله د هغه په دماغو کې کې خدای خبر څنګه پیدا شوی و او ولې موجود و؟ ممتاز دومره په تنګ شو چې زړه کې یې خپلو وهمونو ته په ژړا ژړا وویل: د خدای لپاره په ما رحم وکړئ. ولې ما غریب پسې نښتي یئ!؟
ماښام شوی و. څو ډاکټرانو خالد کتلی و. دوا جاري وه، څو ستنې هم لګول شوې وې، خو خالد لا بې هوښه و. ناڅاپه د ممتاز په دماغو کې دې غږ انګازه وکړه: ته له دې ځایه لاړ شه! فوراً لاړ شه! که نه خالد به مړ شي.
خالد له خونې ووت او روغتون نه باهر لاړ. د هغه په دماغو کې اوازونه کړنګېدل. هغه خپل ځان همدې اوازونو ته حواله کړی و. خپل هر رفتار او حرکت یې د هغوی حکم ته سپارلی و. دوی هغه یو هوټل ته یوړ. د شراب څښلو یې ورته وویل. چې شراب راوړل شول، د غورځولو امر یې ورته وکړ. ممتاز چې لاس نه ګیلاس وغورځاوه نو د نورو را غوښتلو ورته وویل شول چې دوهم ګیلاس راوړل شو، نو د هغه غورځولو حکم وشو. د شرابو او ماتو ګلاسونو قېمت ادا کولو نه وروسته ممتاز باهر راووت. داسې یې محسوسوله لکه څلورو خواو ته چې خاموشي وي او یوازې د هغه دماغ دي چې شور پکې خپور دی. په تلو تلو روغتون ته ورسېده، د خالد خونې ته یې چې مخ کړ نو ورته وویل شول: مه ځه! ستا خالد به مړ شي.
هغه بېرته راغی. د وښو میدان و. هلته یوه څوکښ پرته وه، په هغې پرېوت، د شپې لس بجې وې، په میدان کې تیاره وه، څلورو خواو ته چوپتیا وه، کله کله به د کوم موټر هارن په خاموشي کې خلل پیدا کړ او تېر به شو.
په مخامخ لوی دېوال کې د روغتون روښانه ساعت و. ممتاز د خالد په اړه فکر کاوه.
’’ایا هغه به بچ شي. دا ماشومان ولې پیدا کیږي چې بېرته مري، هغه ژوند ولې پیدا کیږي چې دومره ژر بېرته د مرګ خولې ته ورځي. خالد ضرور…‘‘
یو دم د هغه په دماغو کې یو وهم وزېږېده. له څوکۍ پورته او پر سجده شو. امر و چې همداسې اوسه، تر څو چې خالد ښه شوی نه وی. ممتاز په سجدې کې و، هغه دعا کول غوښتل، خو حکم و چې مه یې غواړه. د ممتاز په سترګو کې اوښکې راغلې، هغه د خالد لپاره نه بلکې د ځان لپاره دعا غوښتل پیل کړل:
’’خدایه ما له دې اذیته وژغوره، که ته خالد وژنې ویې وژنه! خو زما حالت ولې داسې کوې؟ ‘‘
ناڅاپه ده اوازونه واورېدل. لږ وړاندې څو کسان په کرسیو ناست وو او د ډوډۍ خوړلو پر مهال یې خپلو منځونو کې خبرې کولې:
’’ــ ماشوم ډېر ښکلی و.
ــ د مور حالت یې ما نشو لیدل.
ــ موږ خپلې ټولې هڅې وکړې.
ــ ژغورل یې ناممکن و.
ــ ما یې مور ته همدا وویل چې دعا کوه خورې! ‘‘
یو ډاکټر ممتاز ته ور وکتل، هغه لا په سجدې کې پروت و. په زوره یې ور غږ کړل: اې! ته دلته څه کوې؟
ممتاز اوچت شو او د ډاکټرانو خوا ته ورغی.
یو ترې وپوښتل: څوک یې ته؟
ممتاز په وچو شونډو ژبه تېره کړه او ځواب یې ورکړ: زه یو مریض یم.
ډاکټر په سختۍ وویل: که مریض یې نو دننه لاړ شه، دلته په میدان کې ولې ګندګي خپروې؟
ممتاز وویل: جي! زما زوی دی، هلته… په هغه وارډ کې!
ــ هغه ستا زوی دی، چې..
ــ هو، شاید تاسې د هغه په اړه غږېدئ، هغه زما زوی دی، خالد!
ــ ته د هغه پلار یې؟
ممتاز له غم او درد نه ډک سر وښوراوه: هو! زه د هغه پلار یم.
ډکټر وویل: ته دلته ناست یې؟! ورشه! ستا مېرمنه ډیره پریشانه ده.
له سمه ده ویلو سره ممتاز د وارډ په لور روان شو. د زینو له طی کولو سره چې څنګه پورته وخوت نو له خونې باهر یې نوکر ژړل. د ممتاز له لیدلو سره لا تېز شو او ویې ویل: صاحبه! خالد جان مړ شو.
ممتاز کوټې ته دننه شو، ښځه یې بې هوښه وه. یو ډاکټر او نرسې هڅه کوله په هوښ یې راولي. ممتاز د کټ څنګ ته ودرېده. خالد سترګې پټې کړې وې. د هغه په څیره د مرګ سکون و. ممتاز د هغه په وریښمینو وېښتو لاس کش کړ او په زړه شکونکې لهجه یې ترې وپوښتل: خالد جانه! ککو خورې؟
د خالد سر د نه ویلو لپاره و نه ښورېده. ممتاز بیا په هیله منې لهجې وویل: خالد جانه! زما وهم به له ځانه سره یوسې؟
ممتاز داسې محسوس کړه لکه خالد چې سر د هو لپاره ښورولی وي.
Comments are closed.