د کتابونو بازار ته تازه چاپ شوی اثر

عبدالوهاب مومند

195

په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه؛ په کابل کې اکسوس کتابپلورځي په ښه صحافت او کیفیت د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
د یاد کتاب لیکواله اغلې لیډي سېل ده چې پښتو ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. دغه کتاب یوه سریزه، اخریزه او ۳۲۰ مخونه لري.
دا یادښتونه د هغو ورځو له حادثو خبرې کوي، کوم چې زموږ په تاریخ کې د (افغان – انګلیس) لومړۍ جګړې (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲م) په نوم ثبت شوي دي؛ ځکه نو د دې یادښتونو لیکواله میرمن سېل د دې یادښتونو مجموعې ته (په افغانستان کې د ناورین) عنوان ورکړ. کوم چې هغه مرحله واقعاً د برتانیا مغرورې امپراتورۍ ته یو نه هېرېدونکی ناورین هم وو، ځکه د دې ټول پوځ د کابل او جلال اباد په لاره کې د افغانانو په لاس تباه کړل شو. د ټول پوځ څخه یوازې یو کس ژوندی پاتې شو، هغه هم په داسې زخمي حالت کې جلال اباد ته ورسېد چې د رسېدو سره سمدلاسه له آسه ولوېد او مازې یې دومره وویل چې ټول تباه شول! دا سړی ډاکټر برایډن نومېده… نور مطالب په کتاب کې لوستلی شئ!!
د یادوونې وړ ده چې د اکسوس خپرندویه ټولنې په حواله «افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه» نومې اثر د افغانستان مشهورو کتابپلورځیو کې موندلی شئ او نږدې ورځو کې به پېښور – کوټې ته هم ورسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.