ضعيف: افغانستان له انزوا وتلی خو د رسمیت پېژندنې لپاره دې سیاسي ستراتيژي جوړه کړي

پژواک -عصمت الله خاورین

138

ضعيف: افغانستان له انزوا وتلی خو د رسمیت پېژندنې لپاره دې سیاسي ستراتيژي جوړه کړي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): په پاکستان کې مخکنی سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، افغانستان په نړۍ کې له سياسي انزوا وتلی خو د اساسي قانون او يوې سياسي ستراتيژي جوړول کولی شي د رسميت پېژندنې برخه کې ګټور تمام شي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د اسلامي امارت لپاره د سياسي ستراتيژي په جوړولو سره کېدای شي د رسميت پېژندنې برخه کې ډېرې ستونزې حل شي.

هغه وویل، سياسي ستراتيژي سياسي ليدلوری ټاکي او له ګاونډيانو او نړۍ سره د تعامل څرنګوالی معلوموي.

دی وايي: «بله موضوع د قانون موضوع ده چې زه يې خپله د یوه افغان په صفت طرفدار يم؛ ځکه يو څوک چې له موږ سره تعامل کوي، هغه ګوري چې د دې ملک لاره او قانون چيشی دی چې زه ځان ورسره عيار کړم، قانون زما د سر، زما د مال، زما د ډيپلوماتيک هويت او زما د وجود او سرمايه‌ګذارۍ ضمانت کوي، نو دغسې يو قانون په افغانستان کې د شريعت په رڼا کې، د قران په رڼا کې د فقه‌الحنفي په رڼا کې بايد وي او جامع قانون وي چې هم زما د ملک سرنوشت په کې معلوم وي، هم د خلکو سرنوشت په کې معلوم وي، هم د تعامل بڼه په کې واضح شوې وي.»

هغه وړاندیز وکړ چې د رسميت پېژندنې پړاو ته د نږدې کېدو په موخه دې حکومت د ستراتیژیکو اړیکو مرکزونه جوړ کړي؛ ځکه په دې سره به د نړۍ‌والو ناسم ذهنیت جوړ او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو ته رامخکې شي.

نوموړي زياته کړه، اوسمهال په هېواد کې د جګړو نه‌شتون، د اسلامي امارت مرکزي حاکميت، د نشه‌يي توکو مخنيوی، له ګاونډيانو سره مناسبې سرحدي اړیکې، سوداګري او د کانونو استخراج هغه مسایل او مثبتې کړنې دي چې نړۍ ته ورباندې قناعت ورکول کېدای شي.

ضعیف وویل، اسلامي امارت داسې مهال د بیا ځل لپاره پر افغانستان واک ته ورسېد چې نړۍوال او هغه څوک چې د رسميت پېژندنې مخه نیسي، دلته په جنګ کې دخيل وو، هغه خوبونه چې دوی په افغانستان کې ليدل، تعبیرونه یې ناسم وو او په خبره یې، دوی ته اسانه نه ده چې د اوسني حکومت پر وړاندې داسې پاليسي غوره کړي چې پر حقايقو ولاړه وي.

هغه وايي: «دوی په خپلو ملتونو کې په خپلو هېوادونو کې طالب د يوه تروريست په نامه معرفي کړی دی، طالب يې د وحشتګر په نامه معرفي کړی دی، طالب يې يوه خطرناکه څېره معرفی کړی؛ ځکه يې داسې معرفي کړی چې د خپل ولس همکاري له ځان سره ولري.»

د نوموړي په خبره، اوس د اسلامي امارت مسوولیت دی چې د دوی منفي تبلیغات ناسم ثابت او خلک له حقیقته خبر کړي چې دغه کار فرهنګي هڅو ته اړتیا لري.

هغه د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت په اړه وویل چې اوسمهال په سیاسي انزوا کې نه دی او په خبره یې چې له ګڼ شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکې او راکړه ورکړه لري.

د ضیعف د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت اوسمهال له ۳۵ هېوادونو سره سفارتي اړيکې لري، په مستقیم او غیرمستقیم ډول ورته ځيني ډيپلوماتان ورپېژندل شوي او دغه د نړۍوالو له لوري یو شین څراغ شته چې غواړي له افغانستان سره تعامل وکړي.

نوموړي زياته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت د سیاسي دستګاه له لوري هڅې ښې دي خو بسنه نه کوي؛ ځکه په خبره یې، لا یې له نړۍ خپل حق نه دی ترلاسه کړی.

هغه له حکومت سره د ملت همکاري او ملاتړ مهم وبلل او غوښتنه یې وکړه چې اسلامي امارت دې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

نوموړي د بشري حقونو په مسئله کې پر نړۍوالو نیوکې وکړې چې له اسلامي امارت سره دوه‌ګونی چلند کوي.

ضعیف زیاته کړه: «که چېرې نړۍوالو په حقيقت کې د بشري حقونو نقض نه غوښت، نو فلسطين کې به يې د اسرائيل او امريکا جګړه درولې وه؛ بشري حقونه، د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، دا ټول هغه ابزار دي چې نړۍوال غواړي په نورو هغو هېوادونو کې چې سالم يې نه غواړي، د فشار د وسيلې په توګه وکاروي.»

هغه وویل، اوسمهال په افغانستان کې بشري حقونه نه نقضېږي او زیاته یې کړه چې دغه سازمانونه دروغ وايي.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د سیاسي حزبونو په اړه د اسلامي امارت وروستي دریځ ته په اشاره وویل، په افغانستان کې سياسي احزابو، تنظيمونو او نورو ډلو پرته له دې چې سياسي کشمکشونه رامنځته کړي، څه نه دي کړي، ځکه په خبره یې چې افغانستان يوه داسې قوي حکومت ته اړتيا لري چې لږ تر لږه تر ۱۵ کلونو ګډوډۍ او انارشي ختمه کړي.

ضعیف په هېواد کې د نجونو زده‌کړو په اړه وویل چې دې برخه کې له دې مخکې یې هم اسلامي امارت ته مشورې ورکړې او زیاته یې کړه چې دا د نړۍ نه، بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

هغه ووايي: «ملت غواړي چې د دوی لوڼې او زامن په يوه اسلامي ماحول کې زده‌کړې وکړي او دې ته بايد حکومت په شرعي ماحول کې زمينه برابره کړي؛ ځکه له دې سره د نظام د استحکام تضمين شته او هيله لري چې اسلامي امارت به د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.»

هغه اسلامي امارت ته وړاندیز وکړ چې له پاکستان سره دې د خوشباورۍ اوسنۍ فضاء ختمه کړي او د دغه هېواد له لوري هر ډول ګواښ ته دې چمتووالی ونیسي.

نوموړي وویل: «له پاکستان سره تعامل ته هم بايد يوه ځانګړې ستراتيژي جوړه شي؛ ځکه په ننني عصر کې تعامل پر ګټو ولاړ وي، دوی ته بايد ټولې کرښې واضح شي چې څه کوي او څه باید ورسره وشي.»

ضعیف د افغانستان د مخکني جمهوري دولت په اړه وویل چې دغه ډول حکومت په افغانستان کې ناسم تعریف شوی و او په خبره یې چې د «اشغال» له لارې یوه راوړل شوې پروژه وه.

هغه د مرکې په پای وويل، اوس مهال له سياسي اشخاصو سره اړيکې او فعالیت نه لري او زیاته یې کړه چې افغانان دې اوسنی حالت د ځان لپاره غنيمت وګڼي او د افغانستان د بقا لپاره دې له اوسني حکومت سره يوځای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.