ای او ایم:افغانستان ټولو بحران ځپلی هېواد او ۲۳،۷میلیونه خلک یې مرستو ته اړ دي

108

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته بې کارۍ او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده؛ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) وايي افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلي هېواد دی.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د افغانستان بحران ته د ځواب ویلو د پلان په راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، په روان کال کې د اټکل له مخې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ( ای او ایم) په وینا، د افغانستان د نفوس ۵۲ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره جوړوي چې په ټکو یې دا په نړۍ کې د ځوانانو له پلوه د یوه هېواد تر ټولو زیات نفوس دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ( ای او ایم) اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانستان نفوس ۴۴،۵ ملیون تنو ته ورسیږي چې پنځه کاله مخکې ۳۶،۸ میلیونه و.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغانان وايي د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کوي.

د ننګرهار یوې اوسېدونکې شکېبا ازادي راډيو ته وویل:

” دا دوه دوه نیم کاله کیږي چې موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، ان د وچې ډوډۍ د اخیستلو توان نه لرو، څوک مو د کار نشته، په تېر جمهوري حکومت کې مې پلار دنده درلوده خو اوس بې کاره دی، ما پوهنتون ویلی خو په ښځو طالبانو کار بند کړی دی او زه هم بې کاره په کور ناسته یم.”

د لغمان یو اوسېدونکي سمیع الله هم ورته شکایت وکړ او وې ویل:

” کار روزګار ډېر خراب شوی دی، هره ورځ چوک ته ځو خو کار نه وي، مرستندویه بنسټونه شته خو موږ ته یې هیڅ خیر نه دی رارسېدلی، هغه خلکو سره مرسته کیږي چې څوک واسطه او رابطه ولري، خوار او غریب سره هیڅ ډول مرسته نه کیږي.”

راپور کې اقلیمي بدلون او اغېزې یې د بشري ناورین د شدت یو بل لامل یاد شوی
راپور کې اقلیمي بدلون او اغېزې یې د بشري ناورین د شدت یو بل لامل یاد شوی

په راپور کې راغلي دي چې اقلیمي بدلون وچکالي زیاته کړې او د سېلابونو لامل شوي دي چې له امله یې معیشت له ګواښ سره مخ شوی دی.

ای او ایم دغه شان ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان درې په څلورمه برخه کلیوالي سیمې له سختې وچکالۍ او له شلو زرو ډېر افغانان د سېلابونو له امله اغېزمن شول او نږدې دوه میلیونه خلک په هغه سیمو کې ژوند کوي چې د سېلابونو له امله به ډېر اغېزمن شي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د ننه پر پخوانیو بې ځایه شویو سربېره، سږکال به له ۹۰۰ زره زیات نور کسان هم په دې هېواد کې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی په داسې حال کې چې د دوی تمرکز په پاکستان دی خو له ایرانه د کډوالو راستنېدنه به پر منابعو اغېز لا زیات کړي.

هڅه مو وکړه چې د ای او ایم د وروستي راپور په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې بیا د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېرې مارچ میاشتې په راپور کې ویلي وو چې سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې تر نیمايي زیات یې نجونې او ښځې دي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.