خیال

عبدالاحد پیغام

663
د گل د خاموشۍ د تبسُم څنگه تاثیر دی
جانانه دا د چا دخط وخال د رنگ تصویر دی
دا څنگه خوشبویي دې اچولې ده په غاړه
امیل دی دگلابو که نرگس نرگس ځنځیر دی
د مستي بیدارۍ د ارمان زیری به دې راشي
دا رنگ زما د خیال دی که زما د خوب تعبیر دی
یوه شېبه دې ژوند دی بیا د مرگ په خوب ویده شې
شبنمه دا دې څه رنگه قسمت څنگه تقدیر دی
په شرنگ شرنگ چې ږغیږي زما سینه کې دغه ساز
دا ساز دی ستا د حُسن که زما د زړه تفسیر دی
پیغامه څه مظلومې ارزوگانې نیمه خوا شوې
دا سترگې د دښمن دې که زموږ ټوله تقصیر دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.