د ځوانیمرګې ساره شګفته ژوند او شاعري

سمسور ودان

173
شاره شګفته د ۱۹۵۴م کال د اکتوبر په ۳۱مه د پنجاب په مشهور ښار ګجرانواله کې د یو غریب او نالوستي کور دننه پیدا شوه. مور و پلار یې د دې په کم عمرۍ کې سره بېل شول.
له طلاق وروسته یې مور د ماشومانو پاللو لپاره ګجرانوالې څخه کراچۍ ته لاړه. د بد غربت له امله ساره ایله تر ۸م ټولګي زده کړې وکړې او په ۱۴ کلنۍ کې یو جاهل انسان ته واده شوه چې هغه به شپه او ورځ وهله.
د شلو، دوویشتو کلونو وه چې د ۳ اولادونو مور شوه، د خسرګنۍ د مخالفت باوجود یې د نهم ټولګي امتحان ورکړ او غالباً ښوونځي څخه فارغه شوه.
یوه ورځ خبره شوه چې پلار یې مړ شوی، د وروستیو رسوماتو په خاطر یې تلل غوښتل خو ظالم خاوند یې نه پرېښودله، تر دې چې خبره وهلو ډبولو ته ورسېده، ساره یې دومره په پایپونو ووهله چې بې هوښه شوه او خاوند ترې بېغمه شو، خو هغه چې څنګه په هوښ راغله نو له دېواله یې ټوپ کړل او له بې شمېره زخمونو سره د پلار جنازې ته ورسېده. چې بېرته راغله خاوند یې یو ځل بیا په بې دردرۍ پایپ را واخیست.
یوه شپه په کور کې شور جوړ شو، ساره چې ورغله که ګوري خورزه یې د خاوند په بستر پرته ده او هغه ورسره زور زیاتی کوي، په ډېرې سختۍ یې د خورزې عزت بچ کړ او له هغه یې طلاق واخیست. اوږده موده له اولادونو لرې وه، خو بیا یې په محکمه کې عریضه وکړه او د هغوی په ترلاسه کولو بریالۍ شوه.
څه وخت وروسته یې خاوند راغی، په قران کریم یې لاس کېښود او غوښتنه یې وکړه چې د څه وخت لپاره اولادونه راسره پرېږده، هغې اجازه ورکړه، خو چې په ټاکلې موده یې اولادونه بېرته ساره ته ور نه وستل، نو هغه میانوالې ته پسې ورغله. پخواني خاوند یې له وروڼو سره په ګډه ورته را ووت او ډزې یې پرې وکړې، ساره په ډېر بد حالت د یو فوځي افسر له لوري وژغورل شوه. ژوند یې بچ شو خو د عمر تر پایه یې له اولادونو د جدايي اذیت وزغمه.
په ۱۹۷۰م کال کې ساره دولتي وظیفه واخیسته، په دې وخت کې یې دفتر ته یو ځوان شاعر (احمد جاوید) هم راغی، لنډ وخت کې د دواړو ترمنځ شناخت پیدا شو، ځکه اوس ساره د کراچۍ زیاترو ادبي مجلسونو ته ورتلله، چې هلته د راډیو مشران او د نثري نظم مخکښان هم ورتلل.
له ساره سره تر یوځای کېدو وړاندې د ځوان شاعر د بغاوت ورځې وې، کورنۍ یې د تاوتریخوالي له امله پریښې وه او اوس د ملګرو په کورونو کې اوسېده. کله یې چې ادبي غونډو کې ګډون پیل کړ، نو له مشهور ادیب (سلیم احمد) سره یې ولیدل، هغه یې رهنمايي پیل کړه، چې له امله یې ده د کراچۍ په سلطانیه هوټل کې دایمي اوسېدل پیل کړل.
له دې وړاندې یې کراچۍ کې له یو دیني عالم سره ولیدل او د تصوف خوا ته یې زړه مایل شو، د هغه په لارښوونه یې د حلال رزق ګټل پیل کړل، ان تر دې چې ریړۍ باندې به یې د ګیس ډبې خرڅولې. بیا له هغه ځایه د ساره په دفتر کې وظیفه ورته پیدا شوه. ساره هم په دې وخت کې د خپلې باغي او نوې شاعري له امله پېژندل کېده.
ځوان د خپل لارښود په ټینګار د کور ابادولو سوچ وکړ او په دې لړ کې یې ساره ته وړاندیز وکړ، هغې ورسره ومنله او فوراً دواړو شاعري وکړه.
دا چې د ځوان شاعر کورنۍ کې ځانګړی بندیزونه او کلتورونه وو، نو د ښځې وظیفه کول یې ور رد کړل. ساره د خاوند په غوښتنه وظیفه پرېښوده او له هغه سره یې په یوې خوارې جونګړې کې ژوند پيل کړ.
خاوند یې په ادبۍ نړۍ کې غرق و، د ادبي بحثونو لېوالتیا یې د جنون تر حده وه. چې څه پیسې یې ترلاسه کولې په مجلسونو کې ترې ختمېدلې، تر دې چې د حمل پر مهال یې د ساره او د هغې په خېټې کې د اولاد اړتیاوې پوره نشوې کړای. نتیجه دا شوه چې ساره د زېږون دردونه یوازې تېر کړل او اولاد یې د څو دقیقو مېلمه او بیا مړ شو. همدا کیسه به کټ مټ د ساره له خولې ولیکو:
“یوه ماښام راته شاعر صیب وویل: ضروري خبره درسره کوم. بېا مو په ریسټورانټ کې سره ولیدل. هغه راته وویل: واده راسره کوې؟ په دوهم ملاقات کې مو رشته پخه شوه؛ خو د قاضي له پاره پیسې نه وې. ما وویل: نیم فیس ته له چا قرض کړه، نیم به زه را پور کړم. دا چې د کورنۍ کوم غړی مې نه راځي؛ ګواه هم ته درسره راوله.
له یوې سهیلۍ مې د واده ځانګړې جامې قرض کړې، ټاکل شوي ځای ته ورغلم او نکاح مو وشوه. قاضي له فیس پرته د میټايي (خوږو) یو ډبی هم را وغوښت؛ نو له موږ سره ټولې ۶ روپۍ پاتې شوې. خپلې جونګړې ته په رسېدلو، رسېدلو سره ایله ۲ روپۍ را پاتې شوې.
ما د لالټين په رڼا کې شال په سر اچولی و او د واده جامو کې ناسته وم.
شاعر وویل: ۲ روپۍ نه لرې، بهر زما ملګری له کرایي پرته ناست دی.
۲ روپۍ مې هم ورکړې.
بېا یې وویل: زموږ په خاندان کې مېرمنې نوکري (وظیفه) نه کوي. له نوکري مې هم لاس ومینځه.
کور ته هره ورځ تعلیم یافته شاعر او د هغه نقادان راتلل او د لوړو خلکو (اشرافو) په انداز (سټایل) یې خبرې کولې. زه پوهه وم (د علم وحشت مې په خټه کې و)؛ خو کله، کله مې لوږه برداشت کولی نشوه.
په کور کې هره ورځ فلسفه پخېده او منطق خوړل کېده.
یوه ورځ یې له جونګړې هم ووېستلو، دا هم پردۍ وه. یو کوچنی نیمکله کور مو په کرایه ونیو. زه به په پوزي پرته وم او دېوالونه مې شمارل او د خپلې ناپوهۍ ښکار وم.
زما ۷مه میاشت وه، درد شدید و او ملا مې بیخي زیاته خوږېده. هغه په خپل علم مغرور له سترګو پورته کولو پرته لاړ او چې زما درد بیخي زیات شو؛ نو په چیغو مې د کور څښتن راغی، زه یې روغتون ته یوړم.
زما په لاس کې یوازې درد او ۵ نغښتي نه وو.
له یو څه ځنډ وروسته ماشومه (انجلۍ) پیدا شوه. هوا ډېره یخه وه، ما سره له ماشومې د تاوولو له پاره یوه تولیه هم نه وه. ډاکټر راته په مخامخ مېز ماشومه څملوله.
ماشومې د ۵ دقیقو له پاره سترګې خلاصې کړې او کفن یې وګاټه.
زما چې څنګه سترګې ډکې (اوښلنې) شوې؛ نرسې په وارډ کې څملولم. ما ورته وویل: زه کور ته ځم، ځکه په کور کې څوک هم خبر نه دي، چې زه چېرته یم؟
هغې په بې پروايي ځواب راکړ: ستا په جسم کې د زهرو خپرېدو ویره ده؛ همداسې ارامه او پرته اوسه! خو اوس ارام چېرته و؟ له ما سره د مړه ماشوم ۵ روپۍ وې!
نرسې ته مې وویل: نوره مې په روغتون کې ګزاره نه کیږي، د فیس روپۍ نه لرم. ځم چې را یې وړم. انشاء الله نه تښتم! تا سره مې مړ ماشوم امانت دی.
په پایو ښکته شوم، ۱۰۵ ډګري (درجې) تبه مې وه. په بس کې سپره شوم، کور ته ورسېدم، زما له سینو شیدې بهېدې. شیدې مې په ګیلاس کې ورتویې کړې. په همدې وخت شاعر او نور یاران یې راغلل. شاعر ته مې وویل: «انجلۍ پیدا شوې وه، مړه شوه.»
هغه لنډ واورېدل او خپلو مریدانو ته یې خبر ورساوه. په خونه کې دوه دقیقې خاموشي وه او په دریمه دقیقه بېا خبرې شروع شوې:
د فرویډ په اړه څه فکر کوې؟
ران بو څه وايي؟
سعدي څه ویلي؟
او وارث شاہ نه لوی سړی جوړ شوی!
دا خبرې مې هره ورځ اورېدلې؛ خو نن راته داسې ښکارېده، چې یو څه زیات (واضح) لفظونه اورم. داسې: لکه دا ټول لوی خلک چې د یو څه وخت له پاره زما په وینه کې ایسار شوي وي او داسې لکه ران بو او فرویډ چې زما له رحم نه په زوره ماشوم کشوي.
په هغه ورځ د لومړي ځل له پاره زما کره علم راغی او زما په وینه کې یې خندل.
زما د بچۍ پیداېښت وګوره!!!
یو ساعت خبرې جاري وې او خاموشي په حېرانو (خلاصو) سترګو ما ته کتل. هغوی د علم له پولې پورې وتل او له خونې بهر شول.
زه له زینو د یوې چیغې په څير ښکته شوم. اوس له ما سره ۳ روپۍ وې. د یوې ملګرې لوري ته ورغلم، ۳۰۰ روپۍ قرض مې ترې وغوښت. هغې راکړې. بېا یې ما ته وکتل او ویې پوښتل: ستا طبیعت خراب دی؟
ما وویل: نه؛ بس لږ تبه مې ده. ډېره نشم ایسارېدلی، د یو قرضدار پیسې راباندې دي، هغه ورکوم؛ منتظر به وي.
روغتون ته ورسېدم. ټولې ۲۹۵ روپۍ بل جوړ شو. اوس له ما سره یوه مړه ماشومه او ۵ روپۍ وې. ډاکټر ته مې وویل: تاسې چنده را غونډه کړئ او ماشومې ته کفن ورکړئ، قبر یې چې هر ځای جوړوئ، جوړ یې کړئ. زه ځم!
د ماشومې اصل قبر خو زما په زړه کې جوړ شوی و.
زه بېا په دوهمې چیغې له پوړیو ښکته شوم او پښې ابله پر سړک روان بس ته ور وختم. ډاکټر فکر کاوه چې ښايي د شدیدې صدمې له امله مې ذهني توازن له لاسه ورکړی. د بس کلېنر (کیلنډر) هم ټکټ را نه ونغوښت. خلکو هم عجیب را کتل. ما د کیلنډر په لاس کې ۵ روپۍ کېښودې او لاړم کور ته!
کور؟
هو کور!!
ورسېدم.
په ګیلاس کې شیدې ایښې وې.
تر کفن هم زیاتې سپینې!
ما په خپلو شیدو قسم وکړ، چې زه به شعر لیکم، شاعري به کوم، ما ته به شاعره ویل کیږي. له شیدو سړېدلو وړاندې مې یو نظم هم ولیکه. خو دریمه خبره درواغ ده. زه شاعره نه یم، ما ته دې څوک شاعره نه وايي، ښايي زه کله خپل ماشوم ته کفن ورکړم/ پیدا کړم.
نن له څلورو خواو د شاعرې! شاعرې! غږونه راځي؛ خو ما تر اوسه د کفن روپۍ نه دي جمع کړې”.
ساره د خپل اولاد له مړینې وروسته یو نثري نظم ولیکه چې د ښځو د مظلومیت یو ستر غږ شو او په اردو ژبه کې د همدې فورم لپاره یوه نوې موضوع شوه، هغه نظم دا و:
شیلی_بیٹی_کے_نام!
تجھے جب بھی کوئی دکھ دے
اس دکھ کا نام بیٹی رکھنا
جب میرے سفید بال
تیرے گالوں پہ آن ہنسیں رو لینا
میرے خواب کے دکھ پہ سو لینا
جن کھیتوں کو ابھی اگنا ہے
ان کھیتوں میں
میں دیکھتی ہوں تیری انگیا بھی
بس پہلی بار ڈری بیٹی
میں کتنی بار ڈری بیٹی
ابھی پیڑوں میں چھپے تیرے کمان ہیں بیٹی
میرا جنم تو ہے بیٹی
اور تیرا جنم تیری بیٹی
تجھے نہلانے کی خواہش میں
میری پوریں خون تھوکتی ہیں
د_شیلي_لور_په_نوم!
که کله هم څوک کوم غم درکړي
پر هغه غم باندې نوم “لور” کېږده
کله چې زما سپین ویښتان
ستا په غومبریو وخاندي، وژاړه
زما د خوب په درد ویده شه
هغه کروندې چې اوس راشنې کیږي
په هغو کروند کې
زه ستا جامې (۱) هم وینم
بس په اول ځل وډاره شوم لورې
زه څو ځله وډاره شوم لورې!
اوس په ونو کې ستا کمان پټ دی لورې
زما زیږون ته وې لورې
او ستا زیږون ستا لور
ستا د مینځلو په خواهش کې
زما ټوله وینه توییږي
۱ــ د (جامې) پر ځای اردو کې انگیا کلیمه راغلې چې انګلیسي کې ورته Underwear او دری (فارسی) کې زیرجامه وايي؛ خو دلته د روانتېا په خاطر جامې لیکل شوې!
***
په نظمونو کې د باغي توب، د ښځو ازادي او د وژونکو مسرو له امله د ساره شعرونه ډېر مشهور شول، ان تر دې چې د جدیدې شاعرۍ په دنیا کې یې ځانګړی نوم پیدا کړ. ساره کې خدای ورکړی صلاحیت، ذهانت، د ژر زده کولو وړتیا، د شعر لپاره موزون طبیعت او ډېر نور هغه صفات و چې هغه یې له نورو جلا کوله. ښايي همدا وجه وه چې هغه مهال یې د ښځو د حقونو له لویې فعالې او سندهۍ شاعرې عطیه داود او بلې مشهورې ادیبې فهمیده ریاض سره ملګرتیا پیدا شوه. ښايي ساره په یو نظم کې همدوی دواړه یادوي چې وايي: (نابینا کی جھولی میں دو روشن آنکھیں ہوتی ہیں/ د ړانده په لمن کې دوه روښانه سترګې وي)
د اولاد له مړینې وروسته د ساره ژوند بدل شو، خو همدغو دواړو فعالو مېرمنو هغه بېرته ادبي محفلونو ته وغوښتله. په دې وخت کې د ساره د خاوند په ملګرو کې یو داسې کس (افضال احمد سید) هم د دوی کور ته تګ راتګ درلود چې ادبي نړۍ کې یې تازه نوم وتلی و. هغه ژر مېړوښې ساره ته د واده وړاندیز وکړ چې رد شو. ساره دا خبره خپلې یوې ملګرې ته هم وکړه او چې هغې د خوښې په اړه وپوښتله نو ځواب یې ورکړ: نظم نګار مې ښه ایسي خو د خاوند په جامه کې نه!
دا خبره پټه نشوه او بالاخره یې شاعر خاوند خبر شو. له ساره یې په قران قسم واخیست او ټوله کیسه یې پرې وکړه. د تش په نوم غیرت له امله یې طلاق ورکړ. له عدت وروسته نظم نګار بیا د واده غوښتنه ترې وکړه چې ساره هم قبوله کړه. خو دا واده یې هم ښه نه و. د خواښې او ایندرورانو خوښه نشوه، د ساره ازادي یې نشوه هضمولی. د خاوند یې هم رویه بدله شوه چې یو لامل یې په ادبي حلقو کې د ساره ورځ تر بلې زیاتېدونکی شهرت و. د شاعر حسد په زیاتېدو شو او خبره بالاخره وهلو ډبولو او تشدد ته ورسېده. شاعر به ساره ته ور غږ کړل: سترې شاعرې! راشه او زما بوټان ښه سم وځلوه. بیا به یې دیکه ورکړه او په مخه به لاړ.
په همدې دوران کې ساره یو ځل بیا حامله شوه، خو چې خپل کور ته یې وکتل، پرېکړه یې وکړه چې دې جهنم ته به یو بل دوزخي نه راوړي، نو اولاد یې ضایع کړ، چې دې چارې یې شاعر خاوند تر وروستۍ کچې وحشي کړ.
څو میاشتې وروسته ساره له خاونده طلاق واخیست، خو هغه په دې لنډه موده کې له غمجنې ساره څخه یوه ذهني ناروغه جوړه کړه، څو ځله د ذهني مریضانو په روغتون کې بستر شوه، چې هلته به د برق جټکې ورکول کېدې. هغه مهال د نفسیاتي دباو (ژور خفګان) درملنه شاوخوا د سایکو تراپي له لارې ممکنه نه وه، نو ساره یې له لیونیو ښځو سره یوځای کړه. حال دا چې هغې بس لږ ذهني دباو درلود. له لیونیو سره اوسېدلو د ساره مرض نور هم شدید کړ، تر دې چې د ځان وژنې هڅې یې پیل کړې او پنځه ځله یې دغه کوښښ وکړ.
اوس چې ساره د ځان وژنې هڅې کولې، نو له لیونتونه ووېستل شوه او عادي ژوند یې پیل کړ، چې دې چارې یې ذهن باندې ښه اثر وکړ او هغه یو څه ښه شوه.
په دې وخت کې د ساره دوهم خاوند ته د خپلې غلطۍ احساس وشو او هغه د بښنې غوښتنې په خاطر ساره ته خطونه لېږل پیل کړل، چې دغه خط و کتابت یو څه وخت جاري و. مګر دا لړۍ هغه مهال ودرېدله چې د ساره مور د هغې رشته له یو شتمن سړي سره وکړه، خو دا واده هم ناکام شو، ځکه د هغه سړي غوښتنې پوره کېدونکې نه وې. ساره بیا ډيپریشن ته لاړه او په روغتون کې داخله شوه. خاوند یې طلاق ورکړ خو مکمله یې پرېنښوده، یوه شپه روغتون ته پسې ورغی، ساره د ساتونکو په مرسته ځان وژغوره، خو څه وخت بعد یې څلورم خاوند د کومې شناخته په غوښتنه یو کور ته په چل چل وغوښتله او هلته یې نس ته په چاقو ووهله چې وینې وینې شوه. په چیغو یې شاوخوا خلک را خبر شول او هغه یې روغتون ته ورسوله. بچ شوه خو رشوتخورو پولیسو یې عریضه نه منله، ویلې: د پېښې شاهدان نشته.
له دې وروسته د ساره ذهني ناروغي شدیده شوه، په دې وخت کې یې مور هم مړه شوه او وروڼو یې هغه له کوره ووېستله.
د ژوند په وروستیو کې یې یو شتمن ملګري (سعید احمد) مالي مرسته وکړه او د اوسېدو لپاره یې یو کور ورکړ.
د کراچۍ په ادبي بهیرونو کې دا یو ښکاره راز دی چې څلورو ځناورو انسانانو د مینې تږې، حساسې او ازاد خیالې ساره شګفته وینه وڅښله. پاتې برخه یې حکومت هغه مهال ور پوره کړه چې د جنرال ضیاء الحق مارشل لا وشوه او د ساره بې باکه او وحشي نظمونه جاسوسي ادارو ته ورسېدل. دا هغه دور و چې د پوځي الوتکو به د سند عوام د بغاوت په نوم وژل او د سیاسي بندیانو جسدونه به میاشتې پس د کراچۍ سمندر په ساحلونو کې پیدا کېدل.
ساره هم ونیول شوه او د لاهور قلعې په زیرزمیني کې چې یوه تر ټولو مشهوره او بدنامه اذیت خانه ده؛ د ۴۰ ورځو لپاره وساتل شوه. په دې موده کې هر ډول درندګي او حیوانیت ورسره وشو، چې تر ننه یې څوک یادولی نشي خو د محشر په ورځ به د دې کیسې پوره پوښتنه کیږي.
د دومره ډېرو دردونو، غمونو، اذیتونو او وحشتونو تر تېرولو وروسته بالاخره د اردو ادب یوې لوټل شوې پېغلې ادیبې په ۲۹ کلنۍ کې د ۱۹۸۴م کال د جون په ۴مه نېټه د کراچۍ په خورداد کې د اورګاډي پټلۍ مخې ته ځان وغورځاوه او ځان وژنه یې وکړه.
لاندې د هغې یو لیک لوستلی شئ، چې: خپلې ملګرې عطیه داود ته یې لیکلی و:
د عطیه داود په نوم د ساره شګفته لیک:
عطیې! ژوند ته مې خپل وجود ټوټه ټوټه ور پرې کړ/ ورکړ.
خوږې ملګرې! نو تا ته څه درکړم؟
ګوره! زما په وسایلو کې نه روح شته نه بدن. زه نن په اذیت کې یم، هغه چې اذیت چې د پېغلو لپاره لازم وي. هغه اذیت چې د مار د داغ غوندې به زما به وجود پاتې شي… په وخت به پاتې شي.
ستا په زړه کې هم د یوې درېدلې او خړې ساه په څير…
راځه! د خپل خپل وجود سندرې ولیکو او اور ته یې ورکړو چې له پوره خاموشۍ سره یې ووایي.
له ما څه جوړ شوي؟
راځه! چې د خپلو انګارو/ شغلو تر مړه کېدو پورې خو ژوند وکړو.
داسې راته ښکاري چې ژوند به کله هم زموږ نانځکې ماتې نشي کړای، البته موږ یې ضرور مات کړي یو.
عطیې! دا ماتې نانځکې نیمې زما اولادونو او نیمې سعید ته ورکړه.
راتلونکې ژوند کې به د کتابونو کومې المارۍ کې درسره وینم او ته به هم هغه المارۍ کې سینګار شوې یې.
ساره شګفته!
***
ساره شګفته په یو داسې کور کې پیدا شوې وه چې میره، ۶ وروڼو، ۴ خویندو، بې حسه پلار او ساده مور ورسره ژوند کاوه، خو د دې په فطرت کې شاعري اغږل شوې وه، ځکه خو یې په کم وخت کې د قوي شاعري ۵ ټولګې ولیکلي، چې مورنۍ ژبې (پنجابي) کې یې د ټولګو نومونه (بلدے اکھر، میں ننگی چنگی او لکن میټي) دي او اردو ژبه کې د نظمونو دوه مجموعې (آنکھیں/ سترګې او نیند کا رنگ/ د خوب رنګ) لري، چې دواړه کراچۍ کې نشر شوې دي.
(نیمګړې خونه، ښځه او مالګه، د سپوږمۍ پور، د تشو سترګو کور، د شیلي لور په نوم، د مرګ تالاشي مه اخلئ، ښايي ځمکه بیا را غږ کړي، مرغۍ کوټه کې پاتې شوه، دوهم غر، د ژوندانه د کتاب وروستۍ پاڼه او اې خدایه زه ترخه یم خو ستا شراب یم) یې د مشهورو شعرونه نومونه دي.
شاعري یې د مبارک احمد، قمر جمیل، کشور ناہید او امریتا پریتم په څېر مشهورو ادیبانو خوښوله.
مشهورې همعصرې پنجابۍ ادیبې (امریتا پریتم) پرې یو کتاب لیکلی، چې (ایک تھی سارا/ یوه ساره وه) نومیږي او په ۱۹۹۰ کال کې نوي دهلي کې په اردو او ۴ کاله وروسته په انګلیسي ژبه هم چاپ شو.
له امریتا پرته عذرا عباس هم پرې (درد کا محل وقوع/ د درد د پېښېدو ځای) په نوم کتاب لیکلی.
د کراچۍ مشهور ادیب (انور سین راي) چې د ساره شګفته د ژوندانه چشم دید ګواه دی، په خپل ناول (ذلّتوں کے اسیر/ د ذلتونو بندي) کې یې د ساره ژوند کیسه کړی دی.
دانش اقبال نومي لیکوال بیا په اردو او هندي ژبو کې د ساره په نوم یوه تیاتري ډرامه هم لیکلې چې (میَں سارا/ زه ساره) نومیږي او په ۲۰۱۵م کال کې د (اردو تھیڑ) فیسټول کې نشر شوه.
د پاکستان له ملي تلویزیون څخه هم یو وخت د (آسمان تک دیوار/ تر اسمانه پورې دېوال) په نوم سیریال خپرېده، چې د ساره په ژوند جوړ شوی و.
***
د ساره د نظم یوه بېلګه:
میرے ہاتھوں میں کوئی دل مر گیا ہے
موت کی تلاشی مت لو
انسان سے پہلے موت زندہ تھی
ٹوٹنے والے زمین پر رہ گئے
میں پیڑ سے گرا سایہ ہوں
آواز سے پہلے گھٹ نہیں سکتی
میری آنکھوں میں کوئی دل مر گیا ہے
ژباړه
زما په لاسونو کې کوم زړه مړ شوی
د مرګ تالاشي مه اخلئ
له انسان وړاندې مرګ ژوندی و
په ماتېدونکې ځمکې پاتې شو
زه له ونې لوېدلی سیوری یم
چې له اوازه وړاندې زوال کېدلی نشم
زما په سترګو کې کوم زړه مړ شوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.