ښاغلی عبدالحی حبیبی د پښتو ژبی په اوسنیو لیکوالو کی د اولیت حق لری، نه یوازی په پښتو کی بلکه په فارسی کی هم پوخ لیکوال دی او په دواړو ژبو کی مهم آثار او پاخه اشعار لری. په تیره بیا دده ادبی، تاریخی او علمی څېړنی ډېری ګټوری او د قدر وړ دی او همدې علمی تتبعاتو دا پوه لیکوال په پښتو او فارسی کی د استادۍ مقام ته رسولی دی؛ په تیره بیا د پښتو ژبی د اوسنی ادبی نهضت په خدمت کی ئې زیاته بر خه اخیستې ده.
ښاغلی حبیبی د ۱۳۲۸ھ قمری کال د ربیع الثانی په ۱۷ د پنجشنبې په ورځ د کندهار د ښار د بامېزو په کوڅه کښی زېږیدلی او په خټه کاکر دی. ده خپل لومړنی تعلیم د کندهار په ابتدائی ښوونځیو کی تر پنځم ټولګی پوری سر ته رسولی دی، تر پنځم ټولګی وروسته په ۱۳۰۶ شمسی کال همهلته د ابتدائی ښوونځی ښوونکی مقرر شو او په ۱۳۰۷ھ ش کال د کندهار د « طلوع افغان » د اخبار مرستیال وټاکل شو، څو چه په ۱۳۱۰ د کال د طلوع افغان د اخبار بشپړه چلونه ده ته وسپارله شوه او لس کاله ئې پرله پسی د هغه اخبار د چلوونکی په حیث کار وکړ او هغه اخبار ئې په ښه عالمانه ټوګه وچلاوه، په تېره ئی بیا د پښتو ژبی او پښتو ادب دپاره روښانه خدمتونه وکړه. د پښتو څو قلمی آثار لکه د خوشحال خټک کلیات، د عبدالقادر او د احمدشاه بابا دیوانونه ئې تدوین، تصحیح، مقابله او له اوږدو مقدمو سره چاپ کړه او هم ئې د پښتو یو وړوکی قاموس د « سپیڅلې پښتو » په نامه چه لس زره لغتونه لری د فارسی ترجمې سره ترتیب او خپور کړ.
برسېره پر هغه ئې د « تاریخچه پښتو » تر عنوان لاندی د پښتو ادب مفصله تاریخچه او تذکره په فارسی ولیکله چه د طلوع افغان په اخبار کی په مسلسل ډول خپره شوه. تر هغه وخته په طلوع افغان کی فارسی برخه هم وه خو د دولت په پاملرنه او دده په زیار په ۱۳۱۱ھ ش کال هغه ټول اخبار پښتو شو او د هغه اخبار له لاری ئی د پښتو ژبی د ډیرو پخو لیکوالو او شاعرانو همکاری جلب او هم ئی نوی لیکوال او شاعران تشویق کړه.
په ۱۳۱۹ھ ش کال کابل ته راوغوښت شو او د پښتو ټولنی مشر وټاکل شو چه د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیال په حیث ئی هم کار کاوه دلته ئې هم په لږه موده کی د پښتو ټولنی د نورو پوهو غړیو په مرسته او همکارۍ پښتو ژبی ته ښه خدمت وکړ، چه مهم ئی د « پښتانه شعرأ » د تذکرې لیکل، ترتیب او چاپ و – همدا شان دده په وختو کی پښتو ټولنی د « پښتو گرامر » او د « لس زره لغتونه » قاموس طبع کړ. د پښتو ټولنۍ تر مشرتوب وروسته په ۱۳۲۰ھ کال د پوهنی د وزارت مشاور وټاکل شو او په ۱۳۲۵ھ کال د کندهار د ولایت د پوهنی رئیس او بیا په ۱۳۲۶ھ کال په « چمن » کۍ افغانی وکیل التجار مقرر شو، بیا په ۱۳۲۷ھ کال چه د ملی شورا وکیلان ټاکل کیدل ښاغلی حبیبی په ملی شورا کی د کندهار د ښار د خلکو لخوا وکیل انتخاب شو خو د وکالت دوره ئی لاپوره نه وه چه په ۱۳۳۰ھ ش کال د خپلی کډی او اولاد سره پاکستان ته ولاړ – څو میاشتی پخوا ئې اولادونه کابل ته راغلل او دلته په تحصیل بوخت دی او ده پخپله په کراچی کی د افغانستان په سفارت کی کار کاوه: چه د پاکستانی حکومت د تعقیب له امله د افغانی سفارت له احاطې د باندی وتلای نشو. خو هغه وخت چه د افغانستان او پاکستان سیاسی روابط پرېکړه شوو نو ښاغلی حبیبی هم د افغانی سفارت د نورو غړیو سره د ۱۳۴۰ھ کال د میزان په ۱۶ نیټه په الوتکه کی کابل ته راغئ او اوس دلته اوسی.
ښاغلی حبیبی سربیره پر فارسی په عربی، اردو او انگرېزی ژبو هم ښه پوهیږی. د ښې مطالعی خاوند دی په تیره بیا دده مطالعه د اسلامی او افغانی تاریخ او د پښتو ژبی د ادب او ژبپوهی له پلوه ډېړه غنی ده.
ده خپل تخلص ځکه حبیبی غوره کړی چه د قندهار یوې لویی علمی کورنۍ ته منسوب دی او د هغی کورنۍ د سر سړی علامه حبیب الله اخوند زاده مشهور په حبو اخوندزاده ده د افغانستان له متأخرینو مشاهیرو څخه و.
ما چه څو ورځی پخوا له ده څخه دده د زوی په واسطه دده د ژوند پیښو تفصیل غوښتی و، ده د سږ ( ۱۳۴۰ھ ) کال د سرطان په ۳۰ نیټه ماته داسی لیکلی و :
« ګرانه بینوا! بلا دی واخلم- د جهان په ښو او ښاد یو ښاد اوسه! تا دوه درې واره زما زوی ته ویلی وه چه زه خپل سوانح درواستوم چی هغه په کوم مجوز کتاب کی چاپ کړه سی. ما چی له ځانه سره ری واهه نو می پخپلو سوانحو کی داسی څه نه ولیدل چی د لیکلو یا د یادولو وړ وی.
بیا هم که ته اصرار لرې چی هرومرو به زه څه درته لیکم نو واخله دا دی :
« زما نوم عبدالحی دی، د عبدالحق اخوندزاده کاکړ قندهاری زوی یم، کورنۍ مو مشهور پوهاند او محقق مولوی حبیب الله قندهاری ته منسوبه ده نو ځکه ځان حبیبی ګڼم. خو دا نسبت هم ډیر سپک دی. هغه خو په علم مشهور ؤ، منصب ئې علم او تحقیق و، مگر زه خو تش ناپوه او چادی او جاهل یم، نو « چه نسبت خاک را با عالم پاک » ښه به دا وی چی اسلاف پخپل انتساب بدنام نکړم … »
نور نو ښاغلی حبیبی په خپل لیک کی خپل د زېږیدنی نیټه او خپل ماموریتونه لیکلی دی چه ما مخکښی ولیکل او د لیک په پای کی داسی زیاتوی :
« … زه په پښتو او پاړسو کی څه لیکلای او ویلای سوای، د ابتدائی سواد خاوند یم په عربی او اردو هم پوهیږم، انگریزی خو لږ لږ راځی، زه چی څو کاله د افغان اکاډیمی ( پښتو ټولنی ) او بیا د ادبیاتو د فاکولتی رئیس وم نو د معارفو دوهمه درجه نښان هم راکړ شو. او په ۱۳۲۰ھ ش په ډهلی کی د افغان کلتوری ډلی عضو وم او بیا په ۱۳۲۲ش د ازبکستان شوروی د تاشکند پوهنتون د پنځه ویشتم تلین په مراسمو کی د افغانستان لخوا لېږلی شوی وم.… »
ښاغلی حبیبی د خپلو آثارو او لیکنو په باب کی داسی لیکلی دی :
« .. ما چی په پښتو یا پاړسو څه خاوری ماوری لیکلی دی کوم خاص علمی قیمت نلری او د یادولو وړ به نه وی خو که څوک ځان خبرول غواړی لاندی به ئې زه نومونه واخلم :
۱- لس کاله د هفته وار طلوع افغان خپرول او لیکل په پښتو او پاړسو ( قندهار )
۲- درې کاله د میاشتنۍ کابل مجلې خپرول له پښتو ټولنی څخه ( کابل )
۳- پښتو او پښتنواله : د قندهار طبع ۱۳۱۷ش
۴- سپېځلې پښتو : لس زره فارسی په پښتو لغتونه او د پښتو فیلالوژی مقدمه – قندهار ۱۳۱۸ش
۵- دوه جلده پښتو خودآموز : قندهار ۱۳۱۴ش
۶- پسرلنۍ سندره : پښتو منظومه ۱۳۱۷ش قندهار
۷- کلیات خوشحال خان خټک : تصحیح او مقابله او تحشیه او مقدمه په پښتو – قندهار ۱۳۱۶ش
۸- د عبدالقادر خان خټک کلیات : تصحیح او مقابله او تحشیه او مقدمه په پښتو ۱۳۱۷ش
۹- وضع اصلاحات پښتو : قندهار ۱۳۱۷ش
۱۰- تاریخچه سبک های شعر پښتو : ( فارسی ) کابل ۱۳۱۹ش
۱۱- تاریخچه ادبیات پښتو : ( فارسی ) قندهار ۱۳۱۱ش
۱۲- مشاهیر ابدالیان تر احمدشاه مخه : ( پښتو ) کابل ۱۳۲۲ش
۱۳- ادبیات جهان : ( فارسی ) ندی چاپ سوی.
۱۴- د حمید کشمیری اکبرنامه : تصحیح او مقابله او تکمیل – ۱۳۰۹ش، نه دی طبع سوی.
۱۵- مد و جذر افغانستان : مسدس فارسی ۱۳۰۸ ش، نه دی طبع سوی.
۱۶- پیغام شهید : ( مثنوی فارسی ) ۱۳۱۴ش د کابل طبع
۱۷- غزنه : ( فارسی مثنوی ) د کابل ۱۳۱۵ش
۱۸- درد دل : ( فارسی مثنوی ) نه دی طبع شوی.
۱۹- پیام عصر : ( فارسی مثنوی ) نه دی طبع شوی.
۲۰- د احمد شاه بابا دیوان : تصحیح، مقابله او مقدمه پښتو – کابل ۱۳۱۹ش
-۲۱ پټه خزانه : تصحیح، مقابله او مقدمه او تعلیق پښتو – کابل ۱۳۲۲ش
۲۲- تاریخ ادبیات پښتو : جلد اول تر اسلام دمخه دوره – کابل ۱۳۲۴ش
۲۳- تاریخ ادبیات پښتو : دوهم جلد اسلامی دوره تر ۱۰۰۰ھ نیم په کابل کی چاپ شوی دی – ۱۳۳۸ش
۲۴- پښتانه شعرا : اول جلد پښتو، کابل – ۱۳۲۰ش
-۲۵ مجمع الغرائب و مزار علوی در بلخ : ( فارسی ) طبع شوی نه دی.
-۲۶ تاریخ افغانستان در عصر تیموریان هند : ( فارسی ) طبع شوی نه دی.
-۲۷ مشرقی : شاعر قندهارۍ ( فارسی ) طبع کابل ۱۳۱۲ش
-۲۸ جوانمردان و عیاران : ( فارسی ) طبع کابل ۱۳۲۱ش
۲۹- طبقات ناصری : تصحیح و مقابله و تحشیه و تعلیق ۲ جلد فارسی – جلد اول طبع کویته ۱۹۴۹ع، جلد دوم طبع دانشگاه پنجاب لاهور ۱۹۵۴ع
۳۰- مورخان گمنام افغان : فارسی طبع کابل ۱۳۳۳ش
۳۱- کلید شهنامه : ( فرهنگ بزرگ اسما و اعلام و لغات و کشف الا بیات و مضامین شهنامه فردوسی در سه جلد تحت تدوین )
۳۲- تدقیقات پښتو : ترجمه از دار مستتر فرانسوی بکمک رشتیا و بینوا – طبع کابل ۱۳۲۵ش
۳۳-لاله’ کهسار : ( مجموعه آثار شعرای گمنام فارسی زبان افغان ) طبع نشده.
-۳۴ زرنج و احوال تاریخی آن : طبع کابل ۱۳۲۳ش ( فارسی )
۳۵- تحقیقات راجع په پټه خزانه : ( فارسی ) طبع کابل ۱۳۲۴ش
۳۶- تحقیقات راجع به کتاب ترجمان البلاغه’ محمد بن عمر الرادویانی : ( فارسی ) طبع کابل ۱۳۳۰ش
۳۷- محقق قندهاری : شرح احوال و آثار مولوی حبیب الله قندهاری ( فارسی ) طبع کابل ۱۳۱۴ش
۳۸- نوشته های من : بزبان فارسی و پښتو ( مجموعه مقالات اجتماعی، ادبی، تاریخی و یادداشتهای تاریخی و آثار ادبی منثور و منظوم ( طبع نشده ) سه جلد ضخیم
۳۹- ملتان کا لودې شاهی خاندان : ( اردو ) طبع لاهور ۱۹۴۹م
۴۰- تاریخ افغانستان : از آغاز دوره’ اسلامی : ( فارسی ) طبع لاهور، به اردو ۱۳۴۰ش
۴۱- تاریخ تجزیه’ شاهنشاهی افغان : ۲ جلد ضخیم ( فارسی ) طبع نشده.
۴۲- خلیلی نامه : ( مثنوی فارسی ) طبع پښاور ۱۳۳۴ش
۴۳- پښتو و لویکان غزنه : یک تحقیق جدید در تاریخ غزنه و تاریخ ادبیات پښتو طبع نشده ( فارسی ).
۴۴- تصحیح مقابله و تحشیه و تعلیقات طبقات الصوفیه امالی شیخ الاسلام عبدالله انصاری هروی متوفی ۴۸۱ھ با فرهنگ و فهارس در هزار صفحه از روی سه نسخه’خطی ( طبع نشده ) .
۴۵- کتابهای گمشده تاریخ غزنویان : طبع کراچی ۱۳۳۸ش
۴۶- تصحیح و مقابله و تعلیقات تازه’ نوای معارک : طبع کراچی ۱۳۳۹ش
۴۷- روابط ادبی وادی سند با افغانستان : طبع کراچی ۱۳۳۷ش
۴۸- شاعر هیرمند هارون خان افغان : طبع کراچی ۱۳۳۸ش
۴۹- بلاد قدیم و تاریخی خراسان. جغرافیای تاریخی – تحت ترتیب.
Comments are closed.