افغانستان کې د ډېرو ورښتونو وړاندوېنه؛ ۲۲ ولایتونه د سېلابونو خطر سره مخ دي

95

د هواپېژندنې اټکلونه ښيي چې نن او سبا به د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې بارانونه واوري.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د افغانستان د وروستیو دوو میاشتو په تېره بیا د اپریل د میاشتې ورښتونه له ډیرو کلونو وروسته تر ټولو شدید بللي دي.

د دغو ورښتونو له کبله په ګڼو سیمو کې سیلونه بهیدلي چې له کبله یې د سرومال ډېر تاوانونه هم اوښتي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن (جمعه) او سبا (شنبه) د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو، سیلونو، برښنا او تېزو بادونو وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې پرون په یوه خبرتیا کې ویلي چې په ځینو سیمو کې د سیلونو د جاري کېدو احتمال شته.

خبرپاڼه زیاتوي، په سالنګونو، بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، لغمان، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، پکیتا او بامیان ولایتونو کې له ۱۵ تر ۴۵ میلي مترو پورې د ورښت اټکل کېږي.

د مخکینیو سېلابونو زیانمن شوي وایی مرستې ورسره نه دي شوي او باید وشي
د مخکینیو سېلابونو زیانمن شوي وایی مرستې ورسره نه دي شوي او باید وشي

یو شمېر افغانان وروستیو ورښتونو ته خوشاله دي او وايي چې تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې له لوړېدو او د وچکالۍ د خطر له کمېدو سره یې مرسته کړې ده.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي اوسیدونکي محمد اشرف ازادي راډیو ته وویل:

” بې له شکه چې د انسان په مړینه هر څوک خوابدی کیږي لیکن (د بارانونو) ګټه یې دا بولم چې یوازې د کندهار ارغنداب ولسوالي څه نا څه د برمو اوبه لرلې د نورو ډېرو ولسوالیو لکه غورک، نېښ، شاه ولیکوټ ولسوالیو تر مځکې لاندې اوبه بیخي وچې شوې وې، خلک بېریدل چې د څښاک اوبه به پیدا نه کړو. د هلمند د باغران، نوزاد، موسي کلا ولسوالیو حال هم دغسي و. دې بارانونو ډېره ګټه ورسوله. د اوبو سطحه یې لوړه کړې، ډنډونه یې ډک کړي دي.”

سلګونه جریبه ځمکه هم وروستیو سېلابونو ویجاړه کړې ده
سلګونه جریبه ځمکه هم وروستیو سېلابونو ویجاړه کړې ده

خو یو شمېر نور وايي چې د ورښتونو له کبله نه یوازې انساني تلفات پېښ شوي، بلکې د دوی ځینې کرنیز حاصلات یې تباه کړي دي. د زابل اوسیدونکی نبي الله زابلي وايي:

” زموږ په زابل کې یې ولس سخت وځاپه، مثلاً بادام، چې د زابل د خلکو د عاید تر ټولو مهمه میوه ده، اتیا تر ۹۰ سلنه له منځه وړي، دغه راز یط شکرپاره، چې د زابل د ارغنداب ولسوالي د اوسیدونکو تر ټولو مهمه مېوه او د عاید منبع ده، اویا – ایتا فیصده له منڅځه وړې ده.”

د وروستیو دوو میاشتو د شدیدو ورښتونو او سېلونو له کبله تر سلو ډېر افغانان مړه او ژوبل شوي، سلګونه کورونه ویجاړ او همداراز سلګونه څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اساس، یوازې په غور ولایت کې د سیلونو له کبله یوزرو ۷۳ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ثور په ۱۵ مه سیلونو د غور په مرغاب ولسوالي کې ۵۶۲ کورونه بشپړ ویجاړ کړل.

د امریکا د کاختۍ مخکې خبرداري Famine Early Warning ادارې د راپور پر اساس په افغانستان کې د اپریل د میاشتې بارانونه په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساري وو.

د دې ادارې په وینا دغو ورښتونو، که له یوې خوا د کرنیزو مځکو د حاصلاتو د زیاتېدو لپاره د افغان کروندګرو هیلې غوړولې، له بلې خوا یې ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.