پارتوګراف او د زېږون پر مهال یې ارزښت

لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ

201

زېږون یوه حساسه مرحله ده او باید له پیل تر پایه پورې ټولو پړاوونو کې سم مدیریت او څارنه پرې وشي تر څو د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینې کچه راټيټه شي.

موږ تاسو د یو کار تر سره کولو لپاره له مخکې ذهني نقشې ته اړتیا لرو، ځکه د ټاکلې نقشې له مخې لاس په کار کیږو او د وخت، لګښت او امکاناتو سم مدیریت لپاره دا کار کوو. پر دې سربېره د ټاکلې نقشې له مخې پرمختګ به موږ راپور ورکولو کې هم یو ښه ځواب ویوونکی کړي او که چیرې له کومې پوښتنې سره مخ کیږو نو د ټولو تر سره کړو کړنو راپور به راسره وي. چې دې چارې ته نږدې یوه ښه بېلګه د زېږونونو سم مدیریت لپاره پارتوګراف کارول دي.

څېړنو ښودلې چې له پارتوګراف څخه کار اخېستنه د زېږون پر مهال د میندو مړینې کچه راټیټوي او سیزارین ته د اړتیا پیښیدو مخنېوي کې لویه مرسته کوي او دا یوازې یوه انګیرنه نه ده چې د احتمال له مخې څرګنده شوي وي، بلکې په نړیواله کچه په دې تړاو د ترسره شویو څیړنو پایلې دا ښودلې ده چې په یادو دواړو مواردو کې یې موثره پایله درلودلې ده.

فریدمن په ۱۹۵۴ زېږدیز کال کې د د رحم غاړې پراختیا نورمال حالت بېلګه وړاندې کړه. د زېږون پرمختګ له هغه وخته چې ناڅرګند فاز(په دې اړه مې مخکېنیو لیکنو کې معلومات وړاندې کړي) پای ته ورسیږي او د سرویکس خلاصون ۴ سانتیو ته رسیدلی وي د پارتوګراف پر مخ ثبتیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې څېړنې ښيي چې پارتوګراف د سیزارین مخنېوي کې اغیزناک رول لوبوي. دغه راز څیړنو دا هم ښولې چې له پارتوګراف کار اخېستنه د زېږدلو ماشومانو اپګار طبیعي والي کې اغیزناک تمام شوی دی.

پارتوګراف د ۱۹۷۱ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د زېږون فعالې روغتیايي ادارې لپاره د یو مهم توکي په ډول وپیژندل شو او په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې د روغتیا نړیوالې ادارې له لورې مخ پر ودې هېوادونو کې د زېږون اوږدېدو مخنېوي لپاره وړاندې شو.

پارتوګراف یوې قابلې او روغتیايي کارکوونکې ته ددې اجازه ورکوي چې د زېږون ټول جزیات په تصویري بڼه رسم کړي. چې ددې معلوماتو ثبتول د یوې قابلې او اړوند روغتیايي کارکوونکې مهمو مهارتونو څخه بلل کیږي.

پارتوګراف د یو بیړني اخطار ورکوونکي سیستم دی چې د زېږون په اړه د بیړنیو تصمیمونو نېولو او امیدوارۍ پای ته رسولو کې مرسته کوي. د یادو حالاتو ښودونکی دا انځور د مور او جنین د معایناتو د نظم کیفیت لوړوي او د زېږون پر مهال د هر یو ستونزه په بیړه تشخیصوي.

د پارتوګراف اړوند ټول موارد هغو زېږونونو کې چې کورنو کې ترسره کیږي هم ګټور دي.

هره امیدواره مور د خپل ماشوم د زېږون پر مهال د پاتوګراف ځانګړې اړوند پاڼه لري، چې روغتیايي کارکوونکی اړ دی څو د زېږون لومړي فعال فاز څخه پیل بیا د زېږون د لومړۍ مرحلې تر پای پورې هغه ډکوي او بشپړوي یې.

یو زېږنتون کې پارتوګراف کارول لاندې ګټې هم لري:

۱ : د زېږون اړوند عوارضو موندنې چټک تشخیص لپاره.

۲ : د روغتیايي ډلې غړو تر منځ د خدماتو همغږۍ کې مرسته کوي او د معلوماتو لېږد ګټور کوي.

۳ : د قابلګۍ اړوند خدماتو او ناروغ څارنو موثریت لوړوي او د سم وخت په ډاګه کیدو کې مرسته کوي.

۴ : د ناروغ دوامداره څارنې لپاره د یوې برنامې جوړولو کې مرستندوی تمامیږي او دا پروسه آسانوي.

۵ : د زېږون حالت اوږدېدو مخنېوی کوي او د مور او ماشوم دواړو مړینو کچه راټیټوي.

۶ :  د مور ستومانتیا حالت اوږدیدو څخه مخنېوی کوي او روغتیايي کارکوونکی هم کمه ستړیا ګالي.

۷ : د اوکسي ټوسین کم او اړتیا سره سم استعمالیدو کې مرسته کوي او د زېږون ټولو رامنځته شویو پیښو معلوماتو سم ثبت کې مرسته کوي.

۸ : تر ټولو مهم دا چې قابلې او مسئول روغتیايي کارکوونکي لپاره د دفاع یو ښه سند دی.

پارتوګراف څه دی؟ Partograph what is :

په ګرافیکي ډول ټول ثبت شوي معلومات، چې د زېږون ( لېبر ) پر مهال یا بهیر کې پیښیږي پارتوګراف بلل کیږي، یا د پارتوګراف په نوم یادیږي. دا معلوماتو د یو زېږون بهیر کې د ټولو عیني پېښو کره انځور وي. چې دا ټول له موږ سره ګڼو برخو کې مرسته کولای شي.

په ساده ژبه؛ یو پارتوګراف هغه چاپ شوی فورم دی چې له هغه څخه د زېږون حالت پرمختګ څرګندیږي او د مور او ماشوم روغتیا په تړاو د هر ډول ستونزو شتون په اړه روغتیايي کارکوونکو ته معلومات وړاندې کوي.

د پارتوګراف اجزاوې یا برخې :

هر پارتوګراف له دریو لویو برخو جوړ شوی دی چې په لاندې ډول دي :

۱ : د جنین د روغتیا حالت ، ۲ : د جنین د زړه ضربان حالت ، ۳ : جنیني پردې او امینیوتیک مایع.

یو ساده پارتوګراف لاندې برخې لري.

۱ . Patient data:

دا برخه کې د ناروغ اړوند معلومات ځای شوي وي لکه د ناروغ نوم، د زېږونونو شمېر، د امیدواریو شمېر، د داخلیدو وخت او نېټه، د غشا د څیري کیدو یا رپچر وخت، د روغتون ګڼه یا نمبر.

۲ . Fetal heart rate:

د جنین د زړه ضربان شمېر په یوه دقیقه کې د هرو نیم ساعتونو بهیر کې، چې ګراف کې د (0) شکل ترسیم کیږي. ټولې نقطې وروسته د یو خط په واسطه سره نښلول کیږي، په دې صورت کې (FHR pattern) په ډيرې آسانۍ سره په یو لید کې تر سترګو یا لیدل کیږي.

د جنین زړه ضربان اوریدو لپاره تر ټولو ښه وخت د رحمي انقباضاتو پای ته رسیدو وخت دی، چې باید په پرلپسې ډول وکتل شي. که چیرې د جنین زړه ضربان غیر طبیعي وي، نو باید هرو ۱۵ دقیقو کې د یوې دقیقې لپاره پرلپسې ډول وکتل او ثبت شي. خو که چیرې د زړه ضربان په دریو کتنو کې غیر طبیعي وو، نو باید زېږون کې د اړتیا وړ مداخله وشي.

د جنین زړه ضربان له ۱۱۰ څخه تر ۱۶۰ پورې یوې دقیقې کې دی چې په پارتوګراف کې یې خطونه څرګند کښل شوي تر څو طبیعي محدوده مشخصه شي.

۳ . Amniotic fluid یا Liquor:

دې برخه کې د مهبلي معاینې روغوالی او د غشا څیري حالت او دغه راز د امینیوتیکو مایع ډول او رنګ ثبت کیږي.

۴ . *I (intact ) :

که چیرې غشا روغه یا سالمه وي.

۵ . * R (rupture) :

که چیرې غشا شکېدلې یا څیري شوي وي.

۶ . * C ( clear ) :

که چیری غشا تمزقي یا څيرې شوې حالت کې وي او امینیوتیک مایع رڼه او شفافه وي.

۷ . * M ( meconium ) :

که چیرې امینیوتیکو مایع کې مکونیوم موجود وي.

۸ . * B ( blood ) :

که چیرې امینیوتیک مایع کې وینه ګډه وي.

۹ . A (Absent) :

که چیرې پرده څیرې شوې وي او مایع نه وي موجوده.

مهمه یادونه : که چیرې امینیوتیکه مایع په مکونیمو ککړه وي او یا په جنیني پردو کې مایع ونه لیدل شي، نو د جنین زړه ضربان باید په کمو واټنونو کې یعنې ژر ژر کنټرول شي.

۱۰ . Moulding:

د جنین سر له څو بېلابېلو هډکو جوړ شوی دی، چې له یو بل سره (membranes  ossifications) په واسطه نښلیدلي دي. چې ددې غشايي عضامو یا هډوکو شتون له ولادي کانال څخه د راوتو پر مهال د سر شکل کې د بدلون راتلو او د سر قطر شکل ته د بدلون وړتیا ورکوي. چې د سر شکل دې بدلون موندلو وړتیا یا توانمندۍ ته چې د مور ورنونو( حوصلې ) برخې سره تطابق کوي مولډینګ وايي. د مهبلي هرې معاینې پر مهال د مولډینګ درجه هم باید یاده شي.

مولډینګ له لګن خاصرې سره د جنین د سر د تطابق مهمه نښه دی. که چیرې

مولډینګ په لاندې ډول درجه بندي کولای شو :

0= satura :

د دوو ورنونو(عظمو) تر منځ په آسانۍ سره د جس وړ دی.

1= عظام د یو بل پر وړاندې واقع شوي او هیڅ (sutura) د جس وړ نه دی.

2= عظام د یو بل پر مخ واقع شوي (overlapped)، خو د ګوتې فشار سره په آسانۍ د ارجاع وړ دي.

3= عظام پر یو بل واقع شوي دي د ګوتې په فشار سره نه ارجاع کیږي.

  1. Cervicogram:

دا د پارتوګرام تر ټولو مهمه برخه ده او د رحم د غاړې د پراختیا ډول څرګندوي. د پارتوګراف پر مخ د رحم د غاړې پراختیا له (4 cm) سانتي متر څخه رسم کیږي او د (X) توري په ډول د ګراف پر مخ په نښه کیږي. ټول ( X ) توري وروسته د یو خط له لارې سره نښلول کیږي او نښلول شوی خط باید په نارمل ډول یا د alert ( چمتو اوسیدو) خبر داري خط څخه پورته او یا چپ یا کیڼ اړخ ته وي، چې په فعال فاز کې د رحم د غاړې یا عنق (1cm) پراختیا ښودونکی وي.

 که چیرې تر لاسه شوی خط د alert ښي اړخ ته پرمختګ وکړي، یعنې د (action)  یا عمل ترسره کولو خط لوري ته وي، چې د زېږون پرمختګ پروسې غیر نارمل کیدل بلل کیږي، نو داسې حال کې باید پر وخت اقدام وشي.

مهبلي معاینه هرو ۲ تر ۴ ساعتونو اوږدو کې یو ځلې تکراریږي.

۵  Descent of the head :

د جنین د سر نزولي درجه د بطني معاینې له لارې د (5the palpable (fifths palpable ) ) میتود سره اندازه کیږي او د (O) په صورت ترسیم کیږي.

6 .  Uterine construction:

د تقلصاتو فریکوینسي ( هرو لسو دقیقو کې د تقلصاتو شمېر ) ښودنه کوي او د تقلصاتو دوام ته په پام سره اړوند مربع ضلعې په لاندې ډول ډکیږي :

– له ۲۰ ثانیو کم تقلصات

– له ۴۰ ثانیو کم تقلصات

– له ۴۰ ثانیو زیات تقلصات

رحمي تقلصات هرو ۳۰ دقیقو کې اندازه کیږي.

۷ . Oxytocin::

په دې ځای کې د تطبیق وخت، غلظت، د تطبیق سرعت او اندازه ثابتیږي.

۸ . Drugs and IV fluid:

هر ډول درمل او وریدي مایعات چې د لیبر( زېږون ) پروسې بهیر یا اوږدو کې ناروغ ته تطبیق کیږي، مناسب ځای کې د تطبیق له سرعت سره سم ثبت کیږي.

۹ . Vital S::

د ناروغ د وینې فشار باید هرو ۱ څخه تر ۲ ساعتونو مودې کې معاینه شي او د عمودي | غشو یا تیرونو په ډول ښودل کیږي.دغه راز د ناروغ نبض هم هرو ۳۰ دقیقو کې معاینه کیږي او د (o) په شکل ښودل کیږي.

۱۰ . د بدن د تودوخې درجه :

د ناروغ د تودوخې درجه هرو ۴ ساعتونو کې کتل کیږي. که چیرې (PROM) وي نو هرو دوو ساعتونو کې ثبتیږي او پر دې سربېره پروتین، اسیتون او د میتیازو حجم هر ځلې چې خالي کیږي ریکارډ او ثبتیږي.

د پاملرنې وړ ټکي :

  • تر هغو چې احتیاط خط کیڼ اړخ ته او یا یې پر مخ علامې وي نو د زېږون پرمختګ د ډاډ وړ دی. کله چې منحني د احتیاط او اقدام یا غبرګون ښودلو خطونو تر منځ وي نو د زېږون نامناسب پرمختګ لامل موندل، څېړل او مداخله په کار ده.
  • دې پړاو کې مور ته څلور ساعته وخت ورکړی او وروسته د زېږون پرمختګ وڅارئ. که چیرې منحني د اقدام کولو خط څخه تېر شي باید د امیدوارۍ پای ته رسولو لپاره د مور او جنین شرایطو ته په کتو چټک تصمیم ونېول شي.

خدای دې وکړي چې د پارتوګراف په اړه دې مقالې کې وړاندې شوي معلومات ستاسو ګرانو هم مسلکانو ته ګټور تمام شوي وي، په تېره هغوی چې د روغتونونو زېږنتونونو کې کار کوي.

د یادونې وړ بولم چې دې او نورو لیکنو کې کیدای شي متني تېروتنې وي چې له امله به یې تاسو به ماته بخښنې کوئ، ځکه ما د یوې سرګردانې دندې سره سره په پښتو ژبه د روغتیايي مقالو لیکلو او خپرولو ته نوې ملا تړلې ده.

په درنښت

ستاسو د وړاندیزونو او نظریو په تمه یم.

ستاسو خور

لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ (MD, Gynecologist, health officer)

زما برېښنالیک پته :  amina.paktianai@nacaf.org

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.