غزل

عبدالاحد پیغام

485
زخمي نفس مې پرهرونو کې رڼا ساتله
ما په لاسونو کې وجود ته خپله ساه ساتله
خونړۍ شپه وه د ماتم کیسه تمامه نه شوه
وروستی څراغ و خو غلیم ورته هوا ساتله
د مازیگر د وخت بې خوبه او ستومانه لمره
لمبه لمبه شوې خو روښانه دې دنیا ساتله
څه انتشار و د رنگونو د گلزار په لمن
ما له هر رنگ سره د خیال نوې معنا ساتله
تا د خپل شوق د دلدارۍ هنگامه عامه کړله
ما د الفت کیسه له ځان سره تنها ساتله
د شپې هجوم یې د رخسار پر لمبو وغوړېده
د زلفو شال یې د سپین مخ مسته ښکلا ساتله
پیغامه هر نظر په سرو اوښکو کې ډوب شو دلته
ما چې په سترگو کې پرهر پرهر ژړا ساتله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.