ننګرهار کې لاریون ولې تاوتریخجن او د طالبانو په ډزو مرګ ژوبله واوښته؟

101

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په سیمه کې طالب ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا، د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

یوه لاریون کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د سیمې د تخلیې وویل شول خو دا چې دوی بل چېرته د سرپنا لپاره هیڅ ډول ځای نه لري نو مجبوراً یې په لاریون لاس پورې کړو چې وروسته طالبانو پر دوی ډزې وکړې او څو تنه یې ترې ووژل.

” په دې سیمه کې موږ اوسیږو، خو طالبان راغلل او وې ویل چې دا ځایونه باید خالي کړئ ځکه دلته ګمرک جوړیږي، موږ د دې لپاره چې زموږ غږ واورېدل شي او حکومت پاملرنه راته وکړي لاریون وکړو، خو طالبان راغلل او پر موږ یې ډزې وکړې او کسان یې شهیدان کړل، زموږ غږ باید واورېدل شي، موږ خو بل ځای د سرپنا نه لرو، چرته لاړ شو، دلته ډېر غریب او بې چاره خلک ژوند کوي.”

یوه بل لاریون کوونکي په لیکلي بڼه ازادي راډیو ته هم دا خبرې کړې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دا ځمکه د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ګمرک د نوې ودانۍ لپاره ځانګړې شوې وه، خو د دې په خبره د سیمې خلک دعوه لري چې ځمکه د دوی ده او دوی یې قباله هم لري.

لاریون او پېښه د تورخم - جلال اباد پر لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده
لاریون او پېښه د تورخم – جلال اباد پر لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده

دغه سرچینې وویل چې په سیمه کې مېشتو کوچیانو د د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې پرون ۵ شنبه لاریون وکړ او د تورخم – جلال اباد لاره یې هم د درې ساعتونو لپاره وتړله چې وروسته تاوتریخوالی رامنځته شو.

سرچینې دا هم وویل چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت نورمال دی او د سیمه ییزو اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي په دې اړه زموږ اړیکه ځواب نه کړه، خو په تورخم کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر عرفات مهاجر فرانس پرس اژانس ته ویلي چې طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته وویل چې کورونه تخلیه کړي چې د ګمرک د ودانۍ جوړېدو ته لاره پرانیستل شي، خو «د سیمې خلکو شخړه پیل کړه» چې په کې « یو طالب مقام او څو نور کسان، چې دا ځمکې یې (په ناقانونه) توګه نیولې، ووژل» شول.

نوموړي د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی ښودلی.

مهاجر دا نه دي ویلي چې دغه مرګ ژوبله څه ډول رامنځته شوې او طالب مقام څوک دی، خو په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د لاریون پر مهال ډزې کیږي او لاریون کوونکي تښتي.

څو ورځې وړاندې بدخشان کې د کوکنارو د فصل اړولو پر وخت هم د طالبانو په ډزو د څو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و چې پر ضد یې اعتراضونه وشول
څو ورځې وړاندې بدخشان کې د کوکنارو د فصل اړولو پر وخت هم د طالبانو په ډزو د څو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و چې پر ضد یې اعتراضونه وشول

دا مظاهره په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بدخشان کې هم د طالبانو پرضد مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې وه چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې وروسته له هغې سیمه ییزو کسانو لاریون وکړ چې طالبان یې د کوکنارو د اړلو لپاره د دوی سیمو ته ورغلل.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته په مظاهرو او لاریونونو یو لړ بندیزونه لګېدلي او د طالبانو حکومت ویلي چې باید د هر لایون یا اعتراض مخکې دوی په جریان کې پرېښودل شي.

  • 16x9 Image

    اکرام الله اکرام/ ازادی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.