بیا به گورو
که شپه تېره شوه، سهر شو ، بیا به گورو
که مې لاس درباندې بر شو، بیا به گورو
خیر دی ته خو دې اوس خپلې نخرې وکړه
که زما وار برابر شو، بیا به گورو
اوس د خپل بې ننگه ورور په تېغ زخمي یم
که مې جوړ د زړه پرهر شو، بیا به گورو
زه…