بیا به گورو

صدیق کاوون

600
که شپه تېره شوه، سهر شو ، بیا به گورو
که مې لاس درباندې بر شو، بیا به گورو
خیر دی ته خو دې اوس خپلې نخرې وکړه
که زما وار برابر شو، بیا به گورو
اوس د خپل بې ننگه ورور په تېغ زخمي یم
که مې جوړ د زړه پرهر شو، بیا به گورو
زه د مینې له سپېڅلې وینې جوړ یم
خو که تود د ننگ سنگر شو، بیا به گورو
یوځل بیا به درته وښیم چې څوک یم
که مې مات د غم لښکر شو، بیا به گورو
آیینه به درته درکړمه په لاس کې
که مې واک د مال و سر شو، بیا به گورو
اوس د خپل آرمان پر خړو ایرو ناست یم
که ځلانده مې اختر شو، بیا به گورو
پر دې خاوره د کارغه سیوری حرام دی
که راجوړ مې خپل وزر شو، بیا به گورو …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.