Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۵مه برخه – DawatMedia24

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۸۵مه برخه

آصف بهاند

513

په اخرت دې له رب غواړم

چې نه پښتو وي نه د خلکو پېغورونه

 

چي پرې مین یم هغه نسته

چي خوښ مې ندي اِشارې راته کوېنه

 

لاړې د وخت سیلۍ تباه کړې

نه ته راتلی شې، نه دې زه لیدلی شمه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:

 

اوس که اباد يم که برباد يم

‏تا ته به ياد يم چي په څه دي پرېښودمه

 

کمیس مې لنډ ونیسه مورې

وطن پردی دی، ترخې خولې رالگوینه

 

د صداقت سلام پرې نه‌کړم

زما پرزړه باندې یې لوبې کړې دینه

 

په ما دې کړې څه بلا ده

د ورځي ژاړم، د شپې نه راځي خوبونـه

 

بیا به ارمان راپسې وکړې

چې مې دې سقات روپو ته ونیسې لاسونه

 

په اخرت دې له رب غواړم

چې نه پښتو وي نه د خلکو پېغورونه

 

یوکال خو نه دی چې به تېرشي
زه له غمونو سره عمر تېرومه

 

خدایه په داسې ملک دې ورک کړم

پر ما تیارهٔ وي، پر یار زېـړ ماذیگر وینه

 

په صبر، صبر دې بوډا کړم

په بیـړه، بیـړه به خدای درکړي عذابونه

 

بنارسۍ دې په سر نه شوه

هر چا ته خاندې، څوک دې نه واده کوينه

 

چي پرې مین یم هغه نسته

چي خوښ مې ندي اِشارې راته کوېنه

 

لالیه میاشتې مې هـېـرېـږي

په دیوال لیکې تیروم، هیرجنه شومه

 

په کتابونو کې څه نه‌شته

په ماتو ﺯړونو کې پراته دې ډېـر راﺯونه

 

مینه د دیگ، زړگي می غوښې
اوښکې اوبه دي، بیلتون اورپسي کوینه

 

نښې دې ډېرې راسره دي
نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه

 

خزانه مړ شې، زه دې مړ کړم

یار مې جدا شو، زه هم ژېـړ ورژېدمه

 

د مني پاڼې غوندې ژېـړ شوم

یار ځوانیمرګ شو، زه هم کښته ولوېدمه

 

راته دې وې پاستي پاخه کړه

وچو وړو نه مې جوړ کړي وو څو زړونه

 

لاړې د وخت سیلۍ تباه کړې

نه ته راتلی شې، نه دې زه لیدلی شمه

 

ستا به له ما نه گیله کېـږي

زما د کور پر خلکو نه رسي لاسونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.