!اوربند، که د ژوند محدود فرصت

عبدالمنان توحیدیار

601

اولاً خو هر هغه کار چي د خدايې رضا د حاصلولو لپاره پیل شوي وي، باید چي د خدايې اوامرو په رڼا کي مخته یوړل شي، په هغه کي د بنده نظریاتو، او خواهشاتو ته هیڅ ځاي نشته، نو که د طالبانو روانه جګړه د خداي په لار کي جهاد وي، په جهاد کي څنګه دري ورځې وقفه ورکولای شي؟ دا خو په هیڅ آیات او احادیثو کي ندي راغلي چي د خیر او ثواب په کار کې دي، تاسو حتا د یوه ساعت لپاره هم سستي وکړي؟ او آن دا چي همدي طالبانو به ویل چي په روژه کي جهاد سخت ثواب لري، او په همدي کاذبه داعیه يې، په لوګر او دشت برچي کي په سل هاو، بیګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل، نو د اختر شپې خو تر روژي هم مبارکي دي، په دی ورځو کي څنګه په روان جهاد کي وقفه اعلانیږې؟ دي جګړي له تیرو۲۰ شلو کلو راهسي کوم مذهبي او شرعئ اساس نلره، په داسي شعار پیل شوه، چي شل کاله وروستې يې پري رسمآ بښنه وغوښته، په داسي اشکالو مخته یوړل شوه، چي د نړي د ټول مذاهیبو وګړي يې د انسان له نوم څخه متنفر یا زړه توري کړل، اوس پکي لږیا دي، د خپلو سیاستونو، غوښتونو، او تکتیکونو مطابق بدلونونه او شرایط پکي راولې.

کچیري طالبانو واقعین د مظلومو افغانانو، د فریادونو پخاطر اوربند کولای، نو بیا به يې د بین الافغاني مذاکراتو تر نتیجي پوري، اوربند آعلان کړي وي، چي ټولو افغانانو د سولیز ژوند پوره خوند اخیستي وي، بیا به مو کتلي وي چي د سولي مخالفین همدي مظلوم ولس څنګه درته لاري ته راوستل، دا دری ورځي او شپږ ورځي اوربند، اوربند نه بلکي د ژوند لپاره يو محدود فرصت دي، ځکه د همدي دری ورځو وروسته یو ځل بیا همدا افغانان د طالبانو په مرمیو او باروتو وژل کیږې، طالب دا اوربند د افغانانو د فریادونو لپاره ندي کړي، بلکي د خپلي دمي، او د لوګر او برچي د شهیدانو له وینو د لاس مینځلو پخاطر يې یوه کوچني وقفه اخیستي، نو ددي دا معنا شوه چي نه د طالبانو جګړه جهاد ده، نه يې اوربندونه د شرعیت او انسانیت له رویه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.