پاکستان ته یو وار بیا د جنازو کتارونه روان دي

عبدالمنان توحیدیار

925

په لغمان او ځینو نورو ولایتونو د طالبانو له بریدونو وروسته تازه پاکستان ته د جنازو کتارونه جوړ شوي دي، که څه هم طالبانو ډېر کله د ځان د سپیناوي پر مهال ویلي چې له دوی سره پاکستاني پوځیان او استخبارات جګړه کې نه شته او ټوله جګړه په کور دننه افغانانو باندې کوي.

له طالبانو سره د پاکستان د پوځ د متقاعدو افسرانو تر څنګ د سخت دریځو ډلو کسان هم شته، هغه ډلې چې د ای‌ایس‌ای مستقیم ملاتړ ور سره دی او په افغانستان کې د جهاد په نوم د پاکستان د ګټو په تعقیب پسې دي.

خو له دې ټولو سره چې طالبان سپیناوی ورکوي، بیا هم ځینې جنازې نه پټېږي چې پر ډېورنډ کرښه، پر قاچاقي لارو باندې پاکستان ته ځي او بیا بېلابېلو سیمو کې یې په ځانګړو مراسمو د جنازو مراسم ادا کېږي.

دا د نن خبره نه ده، بلکې دا د طالبانیزم پروژې له پيل څخه دا بهیر پيل شوی او تر ننه دوام لري.

موږ او تاسې شاهد و چې هر وخت د افغانستان له جګړې لسګونه جنازې پاکستان ته وړل شوي دي او هلته په ښکاره استخباراتي ملایانو پرې بیانونه وکړي او وژل شوي کسان یې د افغانستان د جګړې شهيدان بللي دي.

تازه د لغمان له جګړې وروسته په لسګونو جنازې پاکستان ته وړل شوي دي، که زما دا خبره د چا ذهن نه اخلي نو مهرباني دې وکړي د سره صلیب له ادارې دې پوښتنه وکړي، چې له لغمانه یې پاکستان د څومره جنازو او جسدونو په انتقال کې مرسته کړې ده، دا یواځې لغمان ندی، چې د جنازو کتارونه ترې روان دي، بلکې ننګرهار، بغلان، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بدخشان او کندز هغه ولایتونه دي، چې طالبانو او د دوی ګڼو ملګرو ته پکې سخت زیانونه اوښتي دي.

په یاد ولرئ دا وسله وال کوم عادي کسان نه دي، بلکې دا د پاکستان د استخباراتو او پوځ روزل شوي کسان دي چې دلته د جګړه کوي او یا یې رهبري پر غاړه لري.

دا کسان د جګړې په لیکو کې د ملا او قاري په نوم جګړه کوي، خو په اصل کې د پنجاب پوځیان وي چې غواړي طالبان لا ډيرې جګړې ته وهڅوي، د لا ډېرو افغانانو د وژل کېدو قومانده ورکړي او د عامه ځایونو په ورانولو کې همکاري ورسره وکړي.

پنجاب چې د افغانانو ازلي دښمن دی، طالبانو ورته خپل کور کې ځای ورکړی او هره ورځ پرې خپل افغانان وژني او خپل وطن پرې ورانوي.

طالبان په څه وشرمېږي، ایا له پنجاب سره د افغانانو کومه ښه خاطره شته، کومه همکاري او کومه رشته لري، دا هر څه ښکاره دي چې پنجاب د افغانانو دښمن دی، خو طالبان بیا هم ورته ورور وایي او په کور کې ځای ورکوي چې بل ورور پرې ووژني.

د جسدونو تر څنګ ټپیان هم د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او کله چې هم روغ شي، بیا یې د جګړې لیکو ته مارش کړي.

تر څو چې طالب د پاکستان په غېږ کې شپې کوي او پاکستان د طالب له اوږې پر افغانانو ډزې کوي، تر هغې به دا جګړه روانه وي او طالب به دې جګړې ته په سپین سترګۍ د جهاد نوم ورکوي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني عسکرو تلفات هغه مهال چې د هلمند په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړه وه هره ورځ د پاکستاني عسکرو د وژلو راپورونه ورکول کیدل خو کله چې افغانستان کې جګړې پای ته رسیږي نو د پاکستان عسکرو تلفات هم کمیږي.

یوه بله ډېره مهمه خبره دا ده، کله هم چې طالبان د افغانستان پر کوم لوی او کوچني ښار باندې بریدونه وکړي، هلته د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګه خبر ور کوي، چې په پاکستاني پوځیانو بلوڅانو برید کړی دی، نېږدې هره ورځ د دوی دغسې یوه اعلامیه خپریږي او په همدې نامه یې خاورو ته سپاري. حال دا چې دوی د افغانستان په جګړه کې وژل شوي وي.

ښکاره خبره ده چې پاکستاني عسکر له طالبانو سره په لویو جګړو کې برخه اخلي او په دې جګړو کې اوږه پر اوږه ورسره جنګیږي خو دا چې دوی فکر کوي هغسې هم نه کیږي دلته دوی له سختې مقابلې سره مخ کیږي او له جګړې ورووسته په چوبو چوبو جنازې پاکستان ته روانې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.