پاکستاني لوبغاړی اصف علي نغدي جريمه شو

526

يو معتبرې سرچينې وويل، چې د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) پاکستانی لوبغاړی اصف علي نغدي جريمه کړ.

تېره شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ لوبې په ۱۹م اور کې پاکستاني لوبغاړي پر افغان چټک توپ اچوونکي فريد احمد ملک شپږیزه ووهله، خو د نوموړي په بل توپ يې خپله وېکټ له لاسه وکړه.

د اصف علي تر سوځېدو وروسته، افغان لوبغاړي فريد ملک د معمول په څېر خپله خوښي وښوده، اصف علي وروګرځېد او بېټ يې پرې پورته کړ، خو نورو افغان لوبغاړو يې مخنيوی وکړ.

دې موضوع په ټولنیزو رسنیزو کې د پاکستاني او افغان خبريالانو او فعالينو ترمنځ سخت بحثونه راوپارول او افغانانو د دغه پاکستاني لوبغاړي سپک عمل په کلکو ټکو وغنده.

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنيو کې ګڼ شمېر افغانانو د BanAsifAli هشټېګ په کارولو سره د کرېکټ له نړيوالې شورا او اسيايي کرېکټ شورا څخه غوښتنه کړې چې پر دغه پاکستاني لوبغاړي بنديز ولګوي.

د يادونې وړ ده، چې اصف علي له دې وړاندې هم د افغانستان سره په يوې لوبه کې د خپل بېټ په وسيله د افغان لوبغاړو سپکاوی کړی و، چې دې کړنې يې د کرېکټ څارونکو سختې غوسې راپارولې وې.

افغانستان د اسيا جام روانو سياليو کې د تېرې شپې لوبې په بايللو سره له دغه جامه بهر شو او د درېيم مقام لپاره به نن شپه له هند سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

ABN pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.