نهه لاملونه، چې تاسو خپلو هیلو ته رسوي

753

۱ ـــ زده کړو ته پام کول

څېړنې ښیي، د تر لاسه شوي معاش لوړه کچه په پوهو، مهارت لرونکو او د لوړو زده کړو لرونکو کسانو پورې تړاو لري. یو پوه او د لوړو زده کړو لرونکی کس، د خپلې کاري برخې په اړه بشپړ معلومات او سم لید لوری لري او له بهیر او بدلونونو څخه یې خبر دی؛ له دې امله زده کړې هغه موضوع ده، چې د ژوند په اوږدو کې باید په بشپړه توګه پام ورته وشي.

۲ ـــ د مهارت ترلاسه کول

د بریا یو له لاملونو څخه د مهارت لرل دي، هرڅومره، چې ډېر مهارتونه ولرئ، نو په خپله دنده کې به د ودې او پرمختګ لپاره ډېر زیات فرصتونه ولرئ. تاسو کولای شئ، د مطالعې یا د بېلابېلو تجربو د ترلاسه کولو له لارې، خپل مهارتونه زیات کړئ.

۳ ـــ د اړیکو پراختیا

د اړیکو د کړۍ پراختیا ډېره زیاته مهمه ده، دا کار وخت او ډېرې هڅې ته اړتیا لري او تاسو تل باید د خپلو اړیکو د کچې د ډېرښت په حال کې واوسئ، په دې صورت کې به له ډېرو کسانو سره آشنا شئ، چې هر یو به په خپل وار سره، د اړتیا په صورت کې ستاسو مرستې ته را ودانګي او له ودې او پرمختګ سره به مو مرسته وکړي.

۴ ـــ شتمن اوسېدل

د پیسو او شتمنۍ مدیریت ډېر مهم کار دی. که په کافي اندازه پیسې ولرئ، نو کولای شئ، چې په مخکې مو له شته فرصتونو څخه ښه او اغېزمنه ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه: که له خپلې دندې څخه راضي نه یاست، خو ګټې ته یې اړتیا ولرئ، نو په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې خپل ځای او موقعیت ته بدلون ورکړئ، خو که چېرې امکانات او بېلابېلې ټاکنې په مخکې ولرئ، نو په دې صورت کې به وکولای شئ، په آزاده توګه کړنې ترسره کړئ.

۵ ـــ له ښو کاري عادتونو څخه برخمن اوسېدل

دا عادتونه د کارونو د مناسبې لومړیتوب بندۍ او فعال اوسېدلو په مانا دي او د ګټه اخیستنې کچه لوړوي. د پانګې پرمهال ستاسو وړتیا د بېرته را ګرځېدو د کچې د ډېرښت لپاره، تاسو ته دا شونتیا درکوي، ترڅو په کم وخت کې، ډېرې لاسته راوړنې ولرئ. منظم اوسېدل او په کارونو کې د دقت او ځیرکتیا لرل، د بریالیتوب سبب ګرځي.

۶ ـــ مثبت فکر کول

تاسو دا ځواک لرئ، هغه تګلوري ته په نه پام سره، چې پکې یاست، مثبت فکره واوسئ، باید هڅه وکړئ، چې په هر ډول شرایطو کې د پېښې مثبت اړخ ووینئ او مخ پر وړاندې لاړ شئ. یو مثبت ذهني لیدلوری به هم په کاري او هم شخصي ژوند کې ستاسو لپاره ډېر ګټور وي.

۷ ـــ د مناسب ظاهر لرل

د بریالیو انسانانو په څېر جامې واغوندئ، دا یو ستر حقیقت دی، چې د افرادو ظاهر د هغوی په ژوند باندې ډېره زیاته اغېزه لري او په افرادو باندې د هغوی د ظاهر پر بنسټ قضاوت کېږي. یوه له غوره لارو څخه، چې کولای شئ خپل ځان په ښه توګه نورو ته ښکاره کړئ، له خپل ځان څخه د یوه مثبت انځور را منځته کول دي؛ له دې امله ارزښت یې لري، چې د خپل وخت یوه برخه د خپل ظاهر منظمولو ته ځانګړې کړئ.

۸ ـــ د خلاقیت ډېرښت

خلاقیت په ژوند کې د بریا یو له مهمو لاملونو څخه دی او تر ټولو غوره لاره ده، چې په مرسته یې په شوني چټک وخت کې، خپلو موخو ته ورسېږئ. په یاد ولرئ، چې کله وخت یوازې د یوې نظریې لرل کولای شي، د شتمنۍ د رامنځته کېدو سبب شي. اوس یې تصور کړئ، چې په خپل سر کې فوق العاده نظریې لرئ او که نه.

۹ ـــ د یوه کلک او مینه ناک شخصیت له لرلو څخه برخمن اوسېدل

هغه درنښت، چې د نورو د اعتماد له امله را منځته کېږي، ستاسو د ژوند، کاري او شخصي اړیکو لپاره یو ځواکمن بنسټ دی. د شخصي انضباط مراعاتول او د رښتینولۍ لرل د دې سبب ګرځي، چې ستاسو پرمخ د ډېرو فرصتونو دروازه پرانیستل شي. کله چې نور تاسو یو رښتینی او امین شخص وګڼي، نو په تاسو باندې به ډېر اعتماد وکړي او وبه مو مني .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.