کاکا مراد به ویل

ډاکټر قدرت الله عالیخیل

767
ډاکټر تیتسو ناکامورا ( کاکا مراد) ، یو جاپانی ډاکټر او افتخاري افغان وګړی و چې د سولې جاپان په نوم د طبي خدماتو د پروژی مشر وه. د ١٩٧٨ نه تر ٢٠١٩ کال پوری ېی افغانستان ته بی ساري خدمتونه کړي. په لسګونو زره هکتاره ځمکه یی خړوبه کړه او هغه یی د افغان ملت د ګټی دپاره برابره کړه .
هغوی د ګمبیري دښته په شنو ځنګلونو او د غنمو د حاصلاتو په کروندو بدله کړی وه. همدارنګه د نورو ډیرو خدمتونو په خوا کی دوه روغتونونه او دوه جوماتونه هم جوړ کړل.
کاکا مراد به ویل “د اوبو لګولو یو کانال به د 100 ډاکټرانو څخه ډیر ښه کار وکړي. پدی چی “یو ډاکټر به یو په بل پسې د ناروغانو درملنه کوي، مګر د کانالونو جوړول ټول کلي ته نوی ژوند وربښي.
هغوی دا هم ویلي وو چی “وسلې او ټانکونه ستونزې نه حل کوي، د کرنې بیا رغونه د افغانستان د بیا رغونې بنسټ دی.
کاکا مراد باندی څو څو ځله وژونکی حملی وشوی خو په خواشینی سره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴ مه د وطن د رغونۍ د پېژندل شوي لوی دښمن له خوا په ننګرهار کی په یو پلان شی ترورستی عمل کی په مرمیو ووژل شو. د کاکا مراد د مرګ پړه بیا د پاکستان حکومت د TTP په یو قوماندان واچوله او وروسته یی د هغه قوماندان دوژل کیدو اعلان هم تیر کړ.
کاکا مراد به تل د پاره د افغانانو په زړه کی یاد ساتل کیږي.
——————————————————————————————

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.