ډکې لارۍ دي را روانې له خيبره…

نعمان دوست

389
ډکې لارۍ دي را روانې له خيبره…
د پېښور ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د دوبۍ په نوم رسټورانټ و. اکثریت به افغانان ورتلل. دلته به وي سي آر، لګیدلی و او رسټوراڼت والا به پکې افغانۍ سندرې چالان کړې وې. یوه ورځ زه هم له دوه نورو خپلوانو سره ورغلم. غریبي وه، چای مو راوغوښته او په ټلویزیون مو سترګې وګنډلې. د نغمې د ځوانۍ جوش او د حسن د شغلو داسې موج و چې هره شغله یې د ټلویزیون له ښیښې راوتله او نېغه د لیدونکيو زړونو ته ننوتله. هغې دا سندره په خاص انداز او حرکاتو ویله:
(( ډکې لارۍ دي را روانې له خیبره
کله به راشې مساپره… ))
ویډیو کې ورسره د کډوالو لارۍ ښودل کیدې چې د خیبر درې په کږې وږې لاره روانې وې. دې سندرې دومره احساساتي کړم چې ما ویل ښوونځی دې همداسې نیمايي کې پریږده، بیرته هرېپورته مه ځه او همدلته یوې لارۍ ته پورته شه! دا نو داسې وخت و چې د ډاکټر نجیب حکومت ملي مصالحه اعلان کړې وه؛ خو موږ ته ویل کیدل چې دایې یو دام دی او باور پرې نه دی په کار.
کله چې کور ته لاړم؛ وطن ته د تللو جذبه مې شریکه کړه، کوروالا ټول غوسه شول او زه غلی شوم. خو بالاخره هغه ورځ هم راغله چې زموږ د جلا وطنۍ موده پکې پوره شوه:
د ۱۳۷۱ کال د چنګاښ ۲۰ مه وه. په همدې توده ورځ کې د جلوزو په استقبال کېمپ کې هغې لارۍ ته منتظر وو چې له هریپوره را روانه شوې وه.
موږ شاوخوا یوولس کاله په هریپور کیمپ کې تېر کړي ول او په وروستیو کې استقبال کیمپ ته راغلي وو. دلته مو څوک نه پیژندل. دلته مو لومړی اختر و. خو د اختر په ورځو کې یواځې کور کې ناست وم. فقط د مخامخ ګاونډي دوه ماشومان راغلل او بیرته ژر ووتل.
تنهایۍ سخت زړه راپړسولی و. له کوره ووتلم. یو لوی وچ خوړ و او بیا یوه اوږده او پراخه هدیره وه. په ځینو قبرونو به ماتې ښیښې او بنګړي داسې ځلیدل لکه د یوې نامرادې پیغلې د دفن شويو ارمانونو کیسې چې کوي. هر قبر ته دریدم او شناختې مې ورته لوستلې. اکثریت د ځوانانو قبرونه ول د شهید کلمې وروسته یې نومونه او عمرونه لیکل شوي ول چې ډيری یې د پغمان ولسوالۍ ول. آن تر ماښامه همدې هدیره کې ګرځیدم راګرځیدم.
په هغه ورځ مو د کور ټول شیان راټول کړي ول او د چا خبره د پښو په سر ناست وو. بالاخره له هریپوره یوه پخوانۍ ماډل لارۍ،چې چکله یې بلله، راورسیده. دې کې دوه نورې کډې هم بار وې. یوه زما د خوریانو او بله زموږ د نورو خپلوانو وه. چکله کې مو کډه بار کړه او زه د هریپور له یوه ګاونډي او کلیوال سره په جنګله کې کیناستلم. چکله روانه شوه، شاته خړ کیمپ ته مې کتلې او د خپل وطن شنه باغونه مې په ذهن کې انځورول او دې انځورونو ته هوسېدلم.
ماښام قضاء د ننګرهار هزار ناو سیمې ته راورسیدو او همدلته مو شپه وکړه. سهار وختي د تارو ګانو غږونه داسې خواږه لګیدل لکه زموږ د هرکلي په خوشالۍ کې چې سندرې وايي.
په همدې سهار، وختي مو په کنډو کپر سړک بیا حرکت وکړ. د چکلې ټایرونه ورو ورو تاویدل. د کابل کیمپ ساحې ته چې راورسیدو او مخکې روان و، نو منظره بدله شوه. د سړک دواړه غاړې له سوزیدلو ټانکونو او پوځي موټرو ډکې وې. دې صحنو د جلال اباد د خونړۍ جګړې یادونه تازه کول. دا جګړه د شورویانو له وتلو سره جوخت پیل شوې وه. د هغه وخت د پاکستان د استخباراتو رئیس جنرال حمید ګل د جلال اباد نیول په تېرې چړې د کیک له پرېکولو سره تشبیه کړي ول؛ خو دا کیک ورته دومره کلک شو چې چاړه یې پکې ماته شوه. جګړې شاوخوا څلور میاشتې دوام وکړ. کوچنۍ جلال آباد په درنو وسلو دومره وویشتل شو چې نور پکې روغ ځای پاتې نشو؛ خو جګړه د وخت د حکومت پوځیانو وګټله او د حمیدګل خوبونه یې په اوبو لاهو کړل.
له درونټې تونله راتېر شوو او چې سرخکانو دوه لارې ته نږدې شوو، نو یوه له میوې بار لارۍ له کابله راروانه وه. زموږ لارۍ هم ورو ورو تلله او مخامخ هم. یو دم له کیڼ اړخه دوه ببر سرو وسلوالو رامنډې کړې، دومره په بېړه راخوشې ول ما ویل که زموږ هرکلي ته یې تادي ده؛ خو هغوی د میوې بار لارۍ مخې ته ودرېدل، خپله برخه میوه یې غنیمت کړه او بیرته خپلې پوستې ته روان شول. دې پېښې ،چې ما یې له جنګلې تماشا کوله، یو ټکان راکړ.
زموږ چکله د سرخکانو دوه لاري کې مخ په شینکي لغمان تاوه شوه. یو وسلوال د درېدو ناره وکړه؛ خو موټر کې دومره شور و چې موټروان وا نه ورېده، یو دم یې رامنډه کړه، بیا ودریده، ټوپک یې ونیوه او څو مرمۍ دومره زموږ له سرونو سره نږدې تېرې شوې؛ ما ویل که د خپل کلي د بیا لیدلو ارمان راسره یو ځای په وینو ولمبیده. ژر مو د جنګلې بیخ کې ځانونه پټ کړل. ډزې غلې شوې. بیرته راهسک شوو، موږ کتل چې وسلوال د موټروان ګریوانه ته لاس کړ او بیا یې په غوسه وه ویل: اوس به دې دا شاژور په سینه در خالي کړم، کوڼ یې؟
په عذر او زاریو ترې خلاص شو او موږ بیا حرکت وکړ.
دې پېښې بیخي خوابدی کړم. د کلي د لیدلو تلوسه مې کیناسته، ذهن کې مې ډول ډول خبرې ګرځیدلې او چکله روانه وه…
نو
های
راستنېدونکیو هېوادوالو!
تاسو بختور یئ. د هغه وخت په پرتله اوس حالات بیخي ډير ښه او انساني شوي دي. څوک درته هرکلي ته ولاړ دي. څوک خدمت ته او څوک د مرستو لپاره درته سینې ډبوي.
سمه ده، لومړیو کې به څه ناڅه ستونزې وي. دا ستونزې د ټولو خلکو دي او په هر ځای کې شته؛ خو ورو ورو به هر څه سم شي. د خپل وطن غېږه دومره خوږه ده چې خوشبويي په بل هیڅ بوستان کې نه پیدا کیږي. زړه مه وهئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.