Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121 لاهو؛ یو کاریزماتیک شاعر – DawatMedia24
عام الفیل ( د فیل کال) و. ابرهه له خپلو پیلانو سره په دې نیت له غوسې سور او شین راغلی و چې کعبه شریفه ورانه کړي. لښکریانو یې د لارې په اوږدو کې د خلکو مالونه لوټول. چې کله رانږدې شو؛ نو عبدالمطلب د خپل قام په استازولۍ ورغی؛ قهرجن ابرهه یې په لیدلو دومره تر اغیز لاندې راغی چې ور پاڅید او ځان سره یې نږدې کیناوه.
په قریشو کې ډیر سرداران، سوداګر او پهلوانان و؛ خو تاثیر والا پکې هم همدا عبدالمطلب و.
نعمان دوست
د دې لنډ تمهید موخه دا وه چې په اوسنۍ اصطلاح کاریزما، کسبي شی نه دی. دا فطري او خدايي دی. نه په پیسو ترلاسه کیږي، نه په زور او نه په نسب؛ فقط د ګوتو په شمېر خلک یې لري.
کاریزما، یوازې د قوارې او ظاهري بڼې نه وي؛ د ځینو خلکو خبرې هم دا خاصیت لري او چې څنګه مجلس کې خوله پرانیزي؛ نو غوږونه ورته داسې څک شي لکه پوخ ربابي چې نوې نغمه سُر کړي.
تاسو به ډیر وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ چې د یو چا خبرې، درته خوند درکوي. دا خبرې کله په ژوندۍ او شفاهي بڼه وي او کله په لیکلې بڼه. کله د شعر په ژبه وي او کله د نثر؛ خو پر تاسو د تاثیر جال را خوروي.
یوه له دغه شان شاعرانو زموږ پخوانی یار ښاغلی Noormohamad Lahoo دی. د لاهو شعر چې شروع کړې؛ نو پکې لاهو شې او هغه وخت ترې ساحل ته وځې چې شعر خلاص شي. شعر یې خلاص شي خو اثرات یې تر ډيره پاتې وي. لکه په توده هوا کې چې سړو اوبو کې له لمبا خلاص شې؛ خو بدن دې ورسره تر ډيره د تازه ګۍ احساس کوي.
د لاهو شعر کله داسې وي چې سړی نپوهیږي د ده اصلي مقصد څه دی؛ خو بیا هم خوږ لګیږي. عیناً لکه د مارغانو ژبه چې هره زمزمه یې ذهن ته طراوت او نشاط بخښي.
د ده شعر تلوسه لري. دا تلوسه د کیسې په شکل نه ده چې اوس به څه کیږي، دا تلوسه د الفاظو خوږلني ده. چې هر لفظ لولې، زړه دې وي چې نور کلمات او جملې هم خوله کې وزبیښې او په لا ډيرو خوږو حلق شیرین کړې.
زه، د لاهو له شعرونو سره آن د ( بلال په وینو کې ) له چاپ مخکې اشنا وم. د دې ټولګې چاپ یې بیخي معتاد کړم. بار بار مې ولوسته، بار بار مې ترې خوند واخیست او بار بار یې وژړولم. دې شعرونو کې دومره زور و چې زما کمزورې حافظې هم تر ډيره وساتل او اوس هم یو نیم پکې خوندي دی.
د لاهو تازه شاعري لا پسې خوندوره کیږي، لکه څومره چې رباب زړیږي او ربابي زړیږي هومره یې نغمې پخیږي او هومره یې اغیز زیاتیږي. نه پوهیږم، د لاهو د شاعرۍ د اغیز تر شا به څه پټ وي؟ خو خبره دا ده چې دا سړی له شاعرۍ پرته نقاش هم دی، د رنګونو په امتزاج واقف دی، د رنګونو په اسرارو خبر دی. دې مهارت یې شاعرۍ ته هم لاره کړې، د رنګونو په څیر یې په الفاظو کې هم ورته نقاشي اسانه کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.