پردۍ ځمکه، وطن

ليکنه: نصير احمد انديال

295

یو له سختو چارو څخه چې د ځمکې په سر انسانان ترېنه کړېدلي دي، د یو بل درک کول دي. دا مهمه نده چې څوک څومره سره پېژني، خو بیا هم ممکن یو بل غلط قضاوت کړي، یو بل ورټي او یا هم د تل لپاره یو د بل سره د کرکې اور په زړه کې بل وساتي. مور هم حتا ځینې وخت خپل اولاد نشي درک کولی. دوه وروڼه/خویندې، ملګري، دوستان، ټولګیوال هم همدا شان درواخلئ. حتا ځینې وخت ښايي «نه درک کول» د کلونو کلونو د مینې اړیکې ته هم د پای ټکی کېږدي.

 اوس نو، کله چې موږ د یوې بلې لویې وچې (آسیا) له یو ځپل شوي، ړنګ هېواد څخه په داسې ډول راغلي یوو چې روحي حالاتو مو ضربه لیدلې؛ له لویې کتلې رابېل او دلته يوازې شوي یوو او لا هم د وطن د هرې ورځې د پېښو له اورېدو سره آرام نه لرو؛ داسې یوې ټولنې ته راګډ شوي یوو چې خلک یې راحت لوی شوي، لوږه نه پېژني او د لوړ تمدن د لرلو دعوه لري؛ نو د دومره لوی توپیر په شتون کې آیا درک کول او یو له بل سره تفاهم ته رسېدل څه ساده خبره برېښي؟

نه، د دوو کسانو، کورنیو، ټولنو او فکرونو تر منځ چې څومره هم مشترکات زیات او فکري توپیرونه کم شي، یو بل ښه درک کولای، پېژندلی او خوښولی شي. ددې لپاره ځینې واړه خو اړین وړاندیزونه دي چې پرمختللو هېوادونو، په ځانګړي ډول جرمني ته د ورسته پاته هېوادونو څخه راغلي کسان یې د ښه ادغام، توپیرونو پېژندلو، د درک د توان لوړولو او توپیر د احساس کمولو لپاره په پام کې نيولای شي.

له هر څه مخکې باید هېره نشي چې په جرمني کې د اوسېدو مفهوم د جرمني ټولو قوانینو ته د غاړې اېښودو په معنا ده. نوي او پخواني راغلي کسان باید ټول قوانین ومني، په دې برخه کې یوه باریکي، د ټیټې کچې قوانین دي کوم چې نوو راغلو کسانو ته قانون نه برېښي، مثلا له ترانسپورتي خدماتو څخه له ټکټ پرته استفاده. د تکرار په صورت کې شخص ته حقوقي ستونزې جوړېدلی شي.

په جرمني کې هرڅوک مذهبي خپلواکي لري. نه دولت حق لري کوم دین په چا وتپي او نه هم کسان! کوښښ وکړئ چې د دین په برخه کې له چا سره بحث او مجلس ونه کړئ، نزاکت دا دی چې په دې برخه کې هېڅ پوښتنه ونشي.

په ټولګي، کار ځای او یا نور هر ځای کې له خلکو څخه د معاش او يا دې ته ورته شخصي پوښتنې مه کوئ. همدارنګه د کورنۍ غړو یا هم په دې اړه چې له چا سره ګډ اوسېږي، بحث څخه ډډه وکړئ.

په سياسي مسلو کې له چا سره بحث مه کوئ. ځکه د جرمني خلک له سیاست سره علاقه نه لري. دین شخصي شی ګڼي او ډېری یې په اړیکو کې د ستونزو رامنځته کېدلو په خاطر له بحث څخه ډډه کوي.

انسان د یو ټولنیز مخلوق په توګه اړیکو او دوستانو ته اړتیا لري. په جرمني کې هم د اروپا د نورو هېوادونو په شان ملګري موندل آسانه خبره نه ده. له شته ملګرو سره ښه روابط وساتئ او که د نن ملګري سبا علاقه نه ښوده، تشویش مکوئ؛ دا دلته معمول ده. ډیری اروپایان له څه وخت وروسته علاقه نه ښيي چې ملګرتیا وپالي. دا د دوی ستونزه ده، نه ستاسې ستونزه! په کلتوري پروګرامونو کې ګډون ددې ستونزې حل ک‍ې مرسته کوي.

په بسونو او ټرېنونو کې د سپرېدو نزاکتونه په پام کې ونیسئ. مثلاً د هر ډول عمومي ترانسپورتي وسیلې د درېدو په صورت کې د دروازې مخه خالي پرېښودل، لومړی ښکته کېدونکو کسانو ته فرصت ورکول او بیا وروسته سپرېدل نزاکت او اصول دي. اصولاً باید معلولانو، امېدواره ښځو، ماشومانو او یا د لوړ سن کسانو ته چوکۍ پرېږدئ.

که څوک مو څنګ یا مخامخ کښېناستل، له هغه يا هغې سره د جنسي، نژادي او یا ظاهري جوړښت په اساس حساسیت يا غبرګون مه څرګندوئ. داسې نه چې خپله څوکۍ بدله او یا له خپل ځایه په غوښه جګ شئ. دا تعصب بلل کېږي او تعصب دلته جرم دی. که له تاسې سره دا ډول عمل وشو، لومړۍ سپارښتنه د هغوی له پامه غورځول دي او که نه يې شئ زغملی، ثبوتونه وساتئ او شکایت وکړئ.

د هېچا له اجازې او غوښتنې پرته د چا په ماشومانو غرض مه لرئ. که هرڅومره مو په ماشومانو مینه راغله، د هغوی له ښکلولو، لمس کولو او یا په مخ د لاس تېرولو څخه ډډه وکړئ. په دې برخه کې حساسیت لوړ دی.

د فزیکي شخړې څخه تر وروستۍ کچې ځان وساتئ. ممکن ځینې غیر نورمال کسان په استثنایي حالاتو کې ستاسې سره د شخړې هڅه وکړي.يا هم په ځینې حالاتو کې ښايي له چا سره په جنجال واوړئ، خو په هېڅ صورت له هغه سره د فزیکي شخړې هڅه ونه کړئ، بلکې ساحه پرېږدئ؛ ځکه چې فزیکي شخړې حقوقي ستونزې جوړوي.

په جرمني کې ټول اوسېدونکي یوشان بنسټيز حقونه لري؛ هغه که له هر هېواد څخه راغلی وي او يا هم د جرمني تابیعت ولري يو شان چلند ورسره کيږي. هېڅکله دا احساس پیدا نه کړئ چې جرمنیان له موږ څخه د حقوقي او انساني قوانینو په اساس لوړ دي. دلته ټول امتیازونه د استعداد، ژبې، تحصیل او تجربې په اساس ترلاسه کېږي. کوښښ باید وشي چې ژبه ښه زده کړل شي او د مسلک په برخه کې ښه انتخاب وشي.

کوښښ باید وشي چې د وطن په حالاتو د بحث پر ځای ټول تمرکز دلته په پرمختګونو او لاسته راوړنو باندې وشي. دلته په ټولنه کې د ادغام، پردیتوب احساس کمېدو او د ژوند د ښېرازۍ او پرمختګ کیلۍ جرمني ژبه ګڼل کېږي.

خوښي د ځای په بدلون کې نه بلکې د احساساتو په بدلون کې ده. احساسات په ټولنه کې د ځان ښه لیدلو په پايله کې ښه کيږي. که غواړئ خوښ واوسئ، سکون ولرئ او په یو بل وطن کې د بې وطنۍ احساس ونه کړئ؛ نو ټول قوانین، اصول، نزاکتونه مراعات او ځانګړو اهدافو ته د رسېدو دوامداره هڅه وکړئ. په دې پراخه نړۍ هره هغه ځمکه چې انسان پکې ازاد، اساسي اړتياوې يې پوره، سر يې خوندي او بشري حقونو ته پکې درناوی وشي، وطن بللای شو. هغه ځای، چېرته چې ژوند ارزښت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.