3 ساعتونه مخکې
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په تازه رپوټ کې راغلي دي چې جګړه نور په افغانستان کې د بې ځایه کېدو لامل نه ده.
د رپوټ پر اساس افغانستان اوس د بې ځایه کېدو له یو سخت ناورین سره مخامخ دی، چې له مخې یې ۳،۲۵ میلیونه خلک په کور دننه بې ځایه شوي او ۵،۵۳ میلیونه د کډوالو په توګه په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
د کورنۍ بې ځایه کېدو نوي لاملونه
د یو ان اچ سي ار تازه رپوټ وايي چې د بشري حقونو ناوړه وضعیت، د بې وزلۍ زیاتېدل او له پښو لوېدلی روغتیاي سیسټم هغه نوي لاملونه دي چې له مخې یې افغانان بې ځایه کیږي.
ملګري ملتونه وايي، د بشري حقونو جدي نقض له دې ډلې له محکمې پرته وژنې، خپلسرې نېونې او د چارواکو په لاس شکنجې او ځورونې دوام لري. د ویناخپلواکي، غونډې، ناستې په منظم ډول محدودیږي، د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کیږي.
په رپوټ کې راغلي: «تر څو کلونو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته لاسرسی درلود، د وضعیت ښه کېدا یو ان اچ سي ار ته دا فرصت برابر کړ چې اړتیاوې په سمه توګه وسنجوي او هغوی ته لاسرسی ومومي.»
اقلیمي بدلون
سره له دې چې اقلیمي بدلون په کور دننه د بې ځایه کېدو یو له پخوانیو لاملونو ګڼل کیږي، خو په دې وروستیو کې دغه لامل اندېښنې لاپسې ډېرې کړي.
د یو ان اچ سي ار د ۲۰۲۲م کال رپوټ وايي یواځې په روان کال کې سختو زلزلو ۴۸ زره کورنۍ په مستقیم ډول تر اغیز لاندې راوستي او د ژمي په راتګ سره ۱۵۷ زره کسان بیړنیو مرستو ته اړ دي.
رپوټ زیاته کړې چې په ۲۰۲۲م کال کې پر نړېوالو بشردوستانه مرستو تکیه دوام موندلی خو ترڅنګ یې په سیمه ایزه کچه د همغږی سرچینو کمښت لا سخت شوی.
د ملګرو ملتونو رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۲۲م کال کې اجباري او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستنېدنه ډېره وه له بل لوري کورني بې ځایه شوي له کومې سلا مشورې او همغږۍ پرته په زور خپلو مېنو ته ستانه کړل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.