جګر مراد آبادي به څو څو میاشتې په مسته دنیا کې ورک و او کور ته به نه راتلو. یوه ورځ یې چې بې کراري بیخي ډېره شوه، نو د یوې ډمې د چکلې/ کوټې خوا ته ورغی. هغه نڅاګره روشن فاطمه وه چې د ښکلا، شوخي، خام حسن او هوښياري پرې ختمه وه.
فاطمې ترې وپوښتل: تاسې محترم څوک یئ؟
جګر په مړو سترګو د هغې مخې ته ولاړ و. هغې ته به یې لا یو نظر کتلي نه و، چې دوه بیتونه یې وویل:
سراپا آرزو ہوں، درد ہوں، داغِ تمنا ہوں
مجھے دنیا سے کیا مطلب کہ میں آپ اپنی دنیا ہوں
کبھی کیفِ مجسم ہوں، کبھی شوقِ سراپا ہوں
خدا جانے کس کا درد ہوں، کس کی تمنا ہوں
ژباړه:
سراسر هیله یمه، درد یم، داغ د تمنا یم
زه دنیا څه کوم، زه په خپله یوه دنیا یم
کله کیف مجسم یم، کله شوق مکمل
خدای خبر د چا درد یم، د چا تمنا یم
د فاطمې له خولې ناڅاپه د “سبحان اللہ ” الفاظ ووتل او ځان سره یې ورو وویل: ښکاري چې کوم عاشق دی.
جګر بیا وویل:
مُجھی میں عشق کا عالم، مجھی میں عشق کی دنیا
نثار اپنے پہ ہو جاؤں اگر سو بار پیدا ہوں“
ژباړه:
ما کې د عشق عالم، ما کې د عشق دنیا
په ځان به قربان شم، کله سل ځله پیدا شم
طوایفې چې د جګر بل بیت واورېده؛ له هغه یې په خواره خوله وپوښتل: ښاغلیه! څنګه مو زما غریب خانې ته شرف ور وباښه؟!
جګر وویل:
”کچھ ہمی جانتے ہیں لطف ترے کوچے کا ورنہ
پھرنے کو تو مخلوقِ خدا پھرتی ہے
ژباړه:
دا یو زه یم چې ستا د کوڅې خوند پېژنم
د سیل لپاره خو د خدای بلها مخلوق ګرځي
د همدې شعر اورېدل و، چې فاطمه په خپل ځای کې رانېغه شوه. څېره پېژندونکې او په خبرو پوه وه. بار بار یې ځان سره د جګر همدا بیت ووایه او هغه ته یې داد ورکړ. بیا یې وویل: زه څنګه تر ننه له تاسې محرومه وم؟ ایا ته د دې ښار نه یې؟ که د همدې ځای یې؛ نو له څه وخت راهیسې دلته اوسېږې؟ او ولې تر اوسه دلته نه وې راغلی؟
جګر په خپل ځای کې کېناست، د فاطمې تغیر شوي مخ ته یې وکتل او بیا یې په ناسته ناسته وویل:
نہ پوچھ دہر میں کب سے میں اس طرح خانہ خراب ہوں
جو نہ مٹ سکا وہ طلسم ہوں، جو نہ اُٹھ سکا وہ حجاب ہوں”
ژباړه:
مه پوښته چې په دې زمانه کې له کله خانه خراب یم
چې مات نشو هغه جادو یم، چې اوچت نشو هغه حجاب یم
طوایفې په عاجزه لهجه وویل: ګوره! ښاغلیه! داسې به زه لېونۍ شم، د خدای روی ومنئ! او خپل نوم را وښیئ!
جګر خمار خوړلې سترګې زمکې ته ونیولې او ځواب یې ورکړ:
دیکھا تھا کل جگر کو سرِ راہِ میکدہ
اس درجہ پی گیا تھا کہ نشے میں چُور تھا
ژباړه:
پرون مې لیدلی و جګر د میکدې په لاره
دومره یې څښلي و چې نشه کې غرق و
فاطمه بیا هم پوهه نشوه، ښايي د جګر مرادابادي نوم به یې اورېدلی نه و، یا به یې دا ذهن ته ورغلي وي، چې د جګر په څير ستر شاعر کله د هغې تر کوټې ورځي، ممکن دا به کوم بل جګر وي.
دا چې ورځ وه او د نڅا محفل ګرم نه و؛ په دې وخت کې یو بل مېلمه راغی، چې جګر یې پېژنده. هغه جګر ته وکتل او ویې ویل: ښاغلیه! ما ته چا وویل چې تاسې دلته تشریف راوړی؟!
وروسته مېلمه فاطمې ته وکتل او زیاته یې کړه: تاسې دی پېژنئ! مشهور شاعر جګر مرادابادي دی!
جګر په موسکا میلمه ته وکتل: راځه چې لاړ شو! ما دې خوارې ته ډیر زحمت ورکړ.
لا به جګر روان شوی نه و، چې فاطمې له لاس ونیو او ویې ویل: داسې په اسانه مو نه پرېږدم چې لاړ شئ! دا د طوایفې کوټه ده! دلته داسې خلک راځي چې جیب کې یې مال وي.
جګر د خپل کمیس په جیب کې لاس ننویست او څومره لوټونه چې پکې وو، ټول یې د فاطمې مخ ته ونیول.
فاطمې سر د ردولو په معنا وښوراوه او ویې ویل: نه محترمه! دلته قیمت د خریدار حیثیت ته په کتلو ټاکل کیږي. دا ډول لوټونه هر جاهل خان راکولی شي، مګر ته… ته به غزل را اوروې!
جګر وپوښتل: په شعر پوهېږې؟
هغې وویل: لومړی پرې ځان پوهوم او بېا یې ترنم کوم…
لا د فاطمې پوره جمله ختمه نه وه چې جګر په خپل غمجن انداز لاندې غزل ووایه:
کیا چیز تھی، کیا چیز تھی ظالم کی نظر بھی
اف کر کے وہیں بیٹھ گیا درد جگر بھی
کیا دیکھیں گے ہم جلوہ محبوب کہ ہم سے
دیکھی نہ گئی دیکھنے والے کی نظر بھی
واعظ نہ ڈرا مجھ کو قیامت کی سحر سے
دیکھی ہے ان آنکھوں نے قیامت کی سحر بھی
اس دل کے تصدق جو محبت سے بھرا ہو
اس درد کے صدقے جو ادھر بھی ہو ادھر بھی
ہے فیصلۂ عشق جو منظور تو اٹھیئے
اغیار بھی موجود ہیں حاضر ہے جگر بھی
ژباړه:
څه یو شی و، د ظالم نظر هم سم شی و
په اوف ویلو سره کېناست د جګر درد هم
څه به وګورو د جانان جلوه، موږ خو
ونشو زغملی د لیدونکو نظر هم
واعظه ما د قیامت له سِحره مه ډاروه
لیدلی دې سترګو د قیامت سِحر هم
د هغه زړه شاهد چې له مینې ډک وي
له هغه صدقه چې دلته هم وي، هلته هم وي
د عشق فیصله ده، که منظوره وي نو پاڅه!
اغیار هم موجود دي، جګر هم حاضر دی
Comments are closed.