پلورل شوې تابلو

سمسور ودان

570

خبره یې؟
څنګه به خبره شې، له څومره اوږدې مودې راهیسې دې زما اواز نه دی اورېدلی.
پرون مې ستا انځور پوره کړ!
ډېره سخته وه؛ ځکه ته نه وې او یاد دې دومره مرسته نه کوله چې ما تر تخلیقه ورسوي.
دا دی دوې میاشتې او دوه ورځې پوره کیږي، ستا غږ مې نه دی اورېدلی؛ هغه غږ چې د موسیقۍ د آلو په څير یې د شرنګ او ترنګ منظم پیریود درلود.
اه؛ څنګه دې هېره کړم؟
ته ډېره ښه وې. یوازینۍ هغه څوک چې سر تر پایه یې درک کړی وم. زما هغه خوښي شاید له تا پرته بل چا نه وي درک کړې چې ما ته دې په یوې خبرې را وسپارله.
یاد دې شي؟ چې لومړني پېِغام کې مې ځواب درکړ: «زه له تاسې ډېر بدل انسان یم او یا ښايي هغه څوک چې خلک یې انسان نه بولي؛ حرامي یې ګڼي».
خو تا وویل: دا راته بسنه کوي چې ادام زاد یې. مهمه به دا وي چې مونږ د یو بل احساسات ولولو؛ ښایي بېا ټوله بدنظمي او توپيرونه ختم شي.
دا لومړی ځل و چې ما له خوشحالي وژړل؛ ځکه د پراخې نړۍ یوه وګړي هم کله «انسان» نه وم ګڼلی.
اوس چې ته نه یې بېرته مات شوی یم. ته هغه معمار وې چې زه دې لکه یو نړېدلې ودانۍ بېرته ورغولم؛ خو ستا هنر هم تر چته و نه رسېده، یوازې په زوړ بنسټ دې چاردیوالي بناء کړه چې د وخت تېزو بارانونو ونړوله؛ ځکه بې سرپناه دېوالونه حتماً یوه ورځ نړیږي.
ما طمعه درلودله چې و به مې رغوې؛ خو تا تر پخواني حالته هم ور تېر کړم او داسې دې وغورځولم چې د پورته کېدلو توان مې بایلود.
اه؛ ګرانې!
هېر مې شو؛ پرون مې ستا پناه شوې څهره انځور کړې وه؛ هوبهو ستا د ملایمو خبرو په څير ښکلې څهره؛ که کوم بت پرست لیدلې وای؛ درته په سجده شوی به و.
ستا برابرې شنې ابي ډوله سترګې چې د ژوند او مینې پیمانې یې بولم.
ستا اوږدې تورې ګڼې زلفې لکه د یلدا شپه.
ستا نرمې لړزېدلې شونډې او برابر مخ لکه د خېال او خوب خوږې صحنې چې ترلاسه نه شي او خوند یې یوازې د خېال او خوب تر پایه منحصر وي.
غاړه دې… نه پوهېږم څه ډول یې وبولم؟ کومه تشبېه ورته نه شم موندلی؛ خو ستا له شان سره بده نه ښکارېده.
زنه دې هوبهو د هغې ښځې په څير رسموم چې زه ترې زیات نفرت کوم او د کلي خلک یې په پس پسکو کې زما مور بولي؛ آیا مور دومره بده؛ خودخواه او ظالمه وي چې خپله د زړه ټوټه له ځانه بېله کړي؟ ځان پرې نامحرم او پردی کړي؟!
حېرانه نه شې؛ هغه ښځه مې هم په خوبونو کې خوښه وي او ته هم.
په خېالونو کې د هغې په غېږ کې هم د ارام له پاره سر ږدم او ستا په غېږ کې هم.
ته مې هم د نیمګړي وجود برخه یې او هغه هم.
نو ځکه مې زنه له هغې درته راقرض کړه او ستا تر خندانې خولې مې لاندې ترسیم کړه، چې د څهرې تول یې پوره کړ.
ته مې انځور کړې او د ښار په واټ کې مې د انځور تابلو ستا مغرور پلار ته وسپارله. هغه پلار دې چې تا ویل: زه پرې له ټولې نړۍ زیاته ګرانه یم او په امر دې اړیکه راسره پرېکړه.
نن مې په بازار کې د قبر کیندلو سامان او کفن واخیسته. ځکه ژوند ته مې کور جوړ نه کړ؛ ښه به وي چې مرګ ته خو یې خپله جوړ کړم.
ناڅاپي مې د ښار په هماغه واټ کې نندارتون ته پام شو، چې تر ټولو هسکه نقطه کې یې ستا انځور لګولی و او خرڅونکي یې بېه «دوه لکه» ویله.
ما هم خپل هر څه وپلورل او ته مې بېرته راخپله کړې. نه مې غوښتل چې بېا خرڅه شې او له ما لیرې شې!
ته له ما سره اوسه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.