“”ژوندۍ شاعري “”

لیکوال: انور مزل

158

یو چا پر فیسبوک د یو څو لویو شاعرانو ځیني بیتونه خپاره کړي ول او ورسره یي لیکلي ول چي که دغو ښاغلو په پښتو کي نور یو بیت شاعري هم نه وای کړي همدغه بیتونه یي بس ول. چي خلګ یي شاعر وګڼي
کوم کس چي دغه بیتونه انتخاب کړي ول، ریښتیا هم اعلي او ښه بیتونه ول، خو خبره یي له مبالغي ډکه وه. دا ځکه په یو بیت نه څوک شاعر کیدلی شي او نه هم یو بیت په شاعري کي حسابیږي. خو البته وبه وایم چي ځیني شاعران په خپله شاعري کي داسي بیتونه لري، چي بیخي ډیر مشهور دي. او بیخي ډیر یادیږي، کله کله داسي هم شوي چي دیو مشهور غزل یا نظم له امله یو شاعر دومره مشهور شي، چي ټول خلګ یي دهغه غزل له امله پیژنې.
د اوسنۍ زماني د  ادبیاتو یو بل بدوالی او بي ماناتوب دا هم دی چي ننۍ پنځوني که شعر دی که نثر عمر نلري او بیخي کم داسي کیږي چي یو ادبي پنځونه دي دخلګو په زړونو کي تر ډیره پاتي شي، زه کله کله حیران شم چي نني شاعران به خپل کوم غزل یادوي چي لږ عمر یي وهلی وي هغه هم تر یوي میاشتي پوري، مګر پخواني ادبیات او پنځوني بیا ډیري اعلي وي او بیخي تر ډیره دخلګو په زړونو کي پاتي کیدلي. تیره شپه مي د کاروان صاحب “چنار خبري کوي “کتاب لوست د کتاب په منځ کي دکاروان صاحب مشهور غزل “وخت به راځي چي غاښ د زهرو به ښارمار نلري “هم په مخه راغی. دغه غزل څه باندي دیرش کاله وړاندي لیکل شوی، خو اوس هم هغه خوند او رنګ لري او باوري یم تر بیخي ډیرو کلونو به دکاروان صاحب ددغه غزل په شمول ځیني نور بیتونه هم ژوندي وي .
له کاروانه وروسته د درویش دراني، ریاض تسنیم، صابر او ځینو نورو شاعرانو ځیني بیتونه داسي دي چي دلیکلو یي ان پنځوس کاله وزي خو نن هم دغه بیتونه ژوندي دي خلګ یي له اوریدلو او لوستلو خوند اخلي.
ځیني به وایي چي ښه ددي علت څه دی؟؟ زما په ګومان ددغسي شعرونو دژوندي پاتي کیدلو یوازنی علت هنر ته درناوی دی. کومو شاعرانو چي شعرونه نن ژوندي دي، هغوی دا درک کړي وه چي هر رقم احساس او هر رقم خبره په شعر کیدلو نه ارزي شعر هنر دی او موږ باید یوازي هغه شیبي شعرونه کړو چي تر نورو هنري او متفاوتي وي. نني شاعران له دغه اړخه سخت خوار دي، دوی شاعري ته داسي لفظونه راوړل چي دوی ته نوی تخلیق ښکاري، مګر په اصل کي یو بي مانا څه دي، نه کوم هنري ارزښت لري او نه کومه بله ځانګړنه
یو بله خبره چي دځینو شاعرانو دشعرونو دژوندي پاتي کیدلو علت دی هغه دادی چي هغوی په خپلو غزلونو کي چاڼ کاوه، خپل غزلونه به یي څواري سهي کتل، ملګرو ته به یي لیږل چي له هر لوري به ډاډه شو، نو بیا به یي خپریدو ته زړه ښه کړ. ننۍ شاعري ځکه عمر نلري چي شاعر غزل ولیکي یو ساعت یا یوه شپه وروسته یي خپور کړي، نه یي چاته دسمولو لپاره لیږي او نه هم دکتلو لپاره بس دمیني او محبت په څو تکراري خبرو شخوند ووهي او بیا یي خپاره کړي.
تر ټولو مهمه خبره چي ننی هنر یي دبي مانا والي په طرف بیولی هغه دشاعر بي مانا غرور دی. ننی شاعر چي څو بیتونه ولیکي نو را ولاړ شي ځان ورته نابغه ښکاري، خپل هر غزل ورته سره زر ښکاري خپل هر بیت ورته بیت الغزل ښکاري، مګر پخواني شاعران داسي نه وه، هغوی سره له دي چي پوره په احیتیاط یي شاعري کوله مګر بیا به یي هم ځان شاعر نه ګڼلو تر ټولو ښه مثال یي شمس القمر اندیش دی هغه په شل کلنۍ کي شاعري پیل کړي وه، مګر په اویا کلنۍ کي هم دي ته رضا نه وه چي خپل شعرونه چاپ کړي، او داسي وه هم شول دهغه شعري ټولګه دهغه له مرګه وروسته خپره شوه، دغسي بیخي ډیر پخواني شاعران ول، چي کلونه کلونه پټ پاتي ول، خو اوس یي له مړیني وروسته شعرونه ژوندي دي خو ننۍ شاعري ځکه بي خونده او بي رنګه ده چي له هنر یي ژور نالیزم جوړ کړی، په ژور نالیزم کي سړی مجبور وي چي یوه پیښه دستي خپره کړي او تر خلګو یي ورسوي، بد بختانه دغه حالت نني شاعران هم راګیر کړي، که کومه پیښه وشي اول خو یي دستي شاعرانه کړي، بیا یي بغیر له فکر نه خپره کړي همدا علت دی چي نه مو هنرونه ژوندي دي. او نه هم ډیر پاتي کیږي او باوري یم تر هغو به دغه حالت تمام نشي چي تر څو شاعران د هنر اصلي مانا ونه پیژنې، دوی باید تر ډیر غور او فکر وروسته میدان ته راووزې، هغوی چي نن یي شعرونه عمر لري او شعرونه یې د خلګو په خولو کي اوړي راوړي، هغوی دغه ټکي درک کړي دي. ځکه ژوندي دي، او شعرونه یي ښه دي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.