“ښځینه شاعري “

انور مزل

173

له یوه ملګري سره مي د معاصرو ادبیاتو په اړه ګډه مطالعه پیل کړي وه. ګډه یي ځکه بولم چي د دغي دوري کتابونه مو په سختۍ پیدا کړل او همدا علت وه چي یو کتاب به ما ولوست نو دی به انتظار وه بیا به چي بل کتاب ده لوست نو زه به انتظار وم، څو ورځي مخکي د دغي ګډي مطالعي وروستی پړاو وه، غوښتل مي له ملګري سره ددغي ګډي مطالعي په نتیجه وغږیږم نو ځکه مي خبر ورکړ، چي راغی ډیري خبري مو په ادبیاتو وکړي ملګری مي له بينځو ستورو (الفت، بینوا، حبیبي، ریښتین، او خادم) نه ډیر خوشحاله وه، ویل یي چي دوی ادبیاتو ته ډیر کار کړی دخبرو په منځ کي مي ورته وویل
ـــ د دغه وخت ادب ډیر ښه وه خو بد بختانه کوم ښځینه شاعره /لیکواله یي نه لرله.
ملګري مي وار له واره راته وویل
نو ته وایي چي نن يي لرو؟؟
د ملګري دغسي یو نا څاپه خبري هم حیران کړم، او هم یي په فکر کي واچولم، ما ددغسي یوي موضوع په اړه کوم سوچ نه وه وهلی خو د ملګري خبره هم راته بي مانا نه وه، هغه تر ما په ادبیاتو بیخي ښه پوهیږي. او حتمن یي دغه پریکړه چي نن هم داسي شاعره / لیکواله نه لرو چي حساب دي ورباندي وشي.
تر دغي لیدني وروسته مي نو اراده وکړه چي دا موضوع به را سپړم، چي ایا ریښتیا هم موږ نن سبا داسي شاعره نلرو چي زموږ ښځینه ادب ژوندی وساتي؟؟
او ددي علت څه دی؟؟  څو کسانو ته مي پیغامونه ولیږل،چا بابیزه وګڼل او چا مي بیا دملګري خبره بغیر له کوم دلیله رد کړه. تر دغي مرحلي وروسته مي نو خپله اراده وکړه چي نن سبا کي دښځو خپریدونکي شاعرې ولولم. همداسي مي وکړل پر فیسبوک دښځینو خپریدونکي شاعري مي ولوستله، که څه هم دملګري دغه خبره چی نن سبا کي اصلاً ښځینه شاعري نه لرو مي رد کړه مګر دا مي هم له ځانه سره وویل چي نن سبا کي بیخي کمي او دګوتو په شمیر ښځینه شاعراني لرو. هسي خو بیخي ډیري میرمني شاعري خپروي، مګر دا چي کومي په سهي مانا ښځینه شاعراني دي هغه دګوتو په شمیر دي.
ما چي کله دښځو خپره شوي شاعري لوستله هر ساعت راته داسي احساس کیدلو چي ګواکي دکوم نارینه شاعر شاعري لولم، او دا احساس مي ځکه لرلو چي په زیاتو شعرونو کي هغه احساسات چي نن سبا ورباندي نارینه شاعران شخوند وهي او په پرله پسي توګه یي خپروي دغه کار ښځینه شاعرانو هم کړی وه. دوی هیڅکله هم له خپل احساس، له خپلي عاطفي، او خپل زړه کومه خبره نه وه کړي بلکي دنن سبا هغه عمومي خبره یي را اخیستي وه، که به نارینه چا په کوم هوټل کي پریښی وه نو ښځینه شاعرانو به هم کټ مټ همدا حالت شاعرانه کړی وه. زما په ګومان د ښځینه شاعرۍ لپاره زموږ په ټولنه کي بیخي ډیري موضوګاني دي، مګر له بده مرغه میرمنو یا په قصدي یا په نا پامۍ کي تري پښه اړولي دا هم دمنلو ده چي دلته ټولنه دځینو خبرو حوصله نه لري. مګر خپل احساس، خپله هیله باید دومره هم بابیزه ونه ګڼو چي دڅو بي مانا خبرو له امله پري پښه کیږدو، او تري تیر شو.
سیده حسینه ګل او پروین ملال دوه داسي ژوندۍ شاعراني وي، چي ما یي دشاعري دلوستلو په مهال دا احساس وکړ چي ښځینه شاعري لولم، د دوی دواړو میرمنو شاعري له نورو ځکه متفاوته او بیله وه چي هغه احساس یي بیان کړی وه چي دکوم نارینه دوس او توان کار نه وه.
یوه میرمن چي کونډه شي، نو د هغي چیغي د هغه د سر شکیدنه هر نارینه شاعر دغه حالتونه شاعرانه کولی شي، مګر چي وروسته له دي کونډي سره څه کیږي؟ خواښي یي څه ورته وایي؟ دکور نور غړي ورسره څرنګه چلند کوي او داسي نوري خبري لیکل بیا د یوي ښځینه شاعري کار دی پروین ملال د کونډي ددغه بد حالت شهکاره تابلو په خپلو شعرونو کي ویستلي دهغي په “کونډه “نومي نظم کي یوه کونډه دمیړه له مړکیدلو شپږ میاشتي وروسته هم له کوره بهر نشي تللی، خواښي او خسر یي هر ساعت دا ورته وایي چي پام کوه سترګي توري نکړي، ځکه دا ددي مانا لري چي ته میړه غواړي.نور دغي کونډي ته نه څوک په ښه نظر ګوري او نه هم ارزښت ورکوي.
دغسي نور شهکار او ښه شعرونه دپروین ملال په شاعري کي شته او دا تري مالومیږي چي دا ښځینه احساسات دي.
دښځینه احساساتو بله جادوګره شاعره سیده حسینه ګل ده. دغې  ښاغلې  په دومره هنر ښځینه احساسات دشعر په تار پیلې چي دسړي زړه ورسره وړي نور شعرونه به یي یوي خواته کړو همدا یو شعر یي تاسي وګورئ او ووایاست چي څومره په هنر یي خپل درد انځور کړی
لکه دبوري مور دپیو دواړه ډکي سیني
داسي یو درد مي دسیني او دزړګي نه تاو دی
داسي بیخي ډیري بیلګي دحسینه ګل په شاعرۍ کي شته چي دښځینه احساس، عاطفي، او میني بوی تري ځي.
د اوسنیو ښځینه شعرونو سپړل، او کار ورباندي کول غټه حوصله غواړي. زه خپله په ځان کي دومره توان او وس نه وینم چي دغه ستره مو ضوع دي وڅیړلی شم، خو نورو پوه او ځیرکو کره کتونکو ته پکار ده تر دغي موضوع پښه وانه ړوي دا ځکه دغه موضوع نن سبا دښځینه شاعرۍ د ځلیدا لپاره تر ټولو ضروري ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.