نړۍ د لالهاندیو سټډيوم دی. دلته به داسې څوک نه وي چې دا چاره دې ورسره نه وي شوي او یا دې ترې خلاص شي، خو ستونزمنه دا ده چې يو څوک دې پرلهپسې يا دوامداره لالهانده وي.
د همداسې خلکو په ډله کې چې د خپلو چارو رو او ګودر ترې ورک دی، يو هم زموږ مدنیان دي، ځکه يې نو هغه بله ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په دې بحث کاوه چې له بېحسابه منډو ترړو او چيغو سره سره زموږ نوم په ټولنه کې بد او خلک راته د غلو او يو ډېر چالاک مخلوق په سترګه ولې ګوري!؟
سمه خبره خو دا ده چې د دوی له دغه اعترافه باید مننه وشي، د خوښۍ ځای دا دی چې دلته خو لوی لوی غله او جنایتکاران له خپلو بېحسابه ناوړه کړنو سره دا انګېري چې ګنې د خلکو په منځ کې موږ د ډېر درناوي خاوندان يوو او چې مدنیان خپل عیبونه پېژني، دا بیا د ویاړ خبره ده.
مدنیانو وروڼو ته به مالومه وي چې د دوی دا ډلې پنځه کاله مخکې د امريکايي ډونرانو له خوا راپيدا شوې. په لومړي سر کې يې لږ لږ بوديجه ورکوله، خو وروسته په دې برخه کې لوی لوی دفترونه جوړ او د حکومت پر وړاندې يې د اپوزسیون بڼه غوره او تر اوسه لا دا حالت دوام لري.
پوښتنه دا ده چې رښتیا هم مدنیانو ته خلک ولې په سپکه ګوري؟
د دې يو ځواب دا دی چې د دې خلکو بنسټ له لومړۍ ورځې کوږ او کاواکه کېښودل شو. کوږ په دې و چې دوی له سره په دې نه پوهېدل چې مدنیت څه ته وايي، په نړۍ کې مدنیت کله پيل شوی او يا هم موږ مدني فعال چا ته ویلای شو؟
بله مهمه مساله چې ښايي تر لومړنۍ ډېره ارزښتناکه وي، هغه دا چې د دې ډلې ډېری خلک داسې کسان وو چې په غلا، چالاکۍ او ډېرو نورو تېر ایستنو کې يې تخصص درلود.
هماغه و، کله چې ولس دا خلک وليدل، سل په سلو کې يې ومنله چې اوس نو پخوانیو غلو چې پخوا يې د دفترونو او موسسو له لارې نامشروع کورونه، لنډکروزرې او نورې شتمنۍ پیدا کړې، اوس يې د مدني فعال پوستین واغوست او د غلاوو لپاره يې بل تاکتیک پيل کړ.
دا هم سهي نه ده چې ټول مدنیان داسې نه دي، خو د ناوړه خلکو ډېروالي د پاکو شتون تر سیوري لاندې راوستی. په ولایتونو کې بیا داسې مدنیان شته چې تر اوسه لا د شتو خزانو ته لاسرسی نه لري، خو د هغه ځای په مدنیانو کې بله ستونزه دا ده چې يو نیم يې د همدې نوم په مرسته له لویو لویو چارواکیو سره لارې جوړوي او يا هم ترې خپل باج اخلي.
د مدني فعالانو بله ستونزه دا ده چې ډېری يې تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې مدني فعال چا ته وايي او یا هم څوک مدني فعال کېدای شي؛ نو يو څوک چې يو څه و نه پېژني، لاره به يې له خنډونو ډکه او تيندکونه به خوري.
د تاريخ په اوږدو کې ډېر مدني فعالان تېر شوي دي، د هغوی د ټولو يوه ځانګړنه دا وه چې د هغوی لویه موخه بشریت ته خدمت و. هغوی ټول ژوند دې ته ورکړی و چې بايد پرته له کومې معاوضې او یا شهرته انسان ته خدمت وکړي. بله ځانګړنه يې دا وه چې ډېری د خیر کارونه، له بېوزلو سره مرسته او د مظلوم دفاع به يې داسې کوله چې مرستندوی ترې خبر هم نهشي.
له بدهمرغه د دې ځای په مدني فعالانو کې داسې کسان هم ښه ډېر وو چې د خدمت پر ځای يې يوې ډلې ته کار پيل کړ، د تعصب او تنګنظرۍ رښتیني فعالان وو. د سیاسي ډلو ټپلو، مافيا او جنایتکارانو ملاتړ يې د مدني فعال تر پردې لاندې پیل کړ او دا چارې يې لا روانې دي.
چې داسې ده، خلک به دوی ته څنګه په درنه سترګه وګوري؟ اخر ولس هم ړوند نه دی. رښتیا خو دا ده چې مدني فعالیت دې ته وايي چې يو څوک د انسانیت د خدمت لپاره له خپل سر او ماله تېر وي، د ناخوالو د ورکولو لپاره ځانګړې وړتیا ولري او دا هر څه يوازې او يوازې د خدای د رضا او خوښۍ لپاره کوي، خو د دې ټولو خبرو په شتون کې د دې ځای ډېری مدني فعالان که غواړي چې په ټولنه کې له بد نومه خلاص شي، په کار ده چې دا چارې وکړي؛
لومړی دې د خدمت او سرښندنې روحیه په ځانونو کې وروزي او بیا دې خپلې هغه شتمنۍ چې پخوا يا اوس يې پيدا کړې دي، خلکو ته ورکړي. له دې سره به پرې خلک باور وکړي او که داسې نه وي، تر پایه به په ذهني لالهاندي لکه څنګه چې اوس اخته دي، همداسې اخته او په ټولنه کې به ورته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320