Browsing Tag
اجمل ښکلی
د چتي کيسه
چتى (يو ووړ مارغه) د باچا په لور مين شو. باچا ورته وويل، چې لور هله درکوم، چې داسې يو ښاخ راته راوړې، چې نه سىيده وي، نه کوږ. چتى تراوسه په خپلې ورکې پسې ورک دى. په هر ښاخ ټوپونه ووهي، چې که دا ښاخ هغه وي، چې باچا رانه غوښتى؛ خو و دې مه شه.…
غزل
ستا نظريه ولې و نه ګڼمه ګله سودا؟
چې دې وطن ته هر تاجر راوړې خپله سودا
موږ په خالي خالي سينه کې لټوله مينه
موږ له خالي خالي دوکان څخه کوله سودا
څومره خبرې به له ځانه سره بېرته يوسو
زموږ په اوښکو کې هېچا و نه ليدله سودا
کلونه وشول چې…
د جملو رسا کول
د جملو له رسا کولو مو موخه د جملې داسې جوړښت دى، چې لوستونکى يې په اسانه پر مانا پوه شي، ځکه چې د جملې بنسټي موخه د مفهوم رسول دي او په علمي متونو کې چې له ژبې نه د مفهوم د لېږد لپاره استفاده کېږي، بايد د پوهاوي وړ وي.
۱. فقره په عبارت…
د شيدا د يوه بیت دوه متضادې ماناوې
تېر ځل مې د خوشحال د يوه بيت دوه ماناوې کړې وې.ځينو ملګرو يې "خوله يې چې راکړې، خبرې خو به کوم" د مانا په اړه ناخوښې ښودلې وه او فکر يې کړی و، چې زما د ليکنې موخه د دې مانا تاييد دی. سره له دې چې زما موخه يوازې د شعر د دوو…
د فکر کتاب
(د جبر و اختيار ډيالکتيک) د ارواښاد دوکتور سيد بهاء الدين مجروح اثر دى. که د مجروح صاحب نور ټول ليکني خدمتونه يو اړخ ته شي؛ نو يواځې دا اثر هم د نوموړي د استعداد او لوړ فکر د ثبوت لپاره کافى دى.
مجروح صاحب په دې اثر کې له بېلابېلو زاويو نه…
د خوشحال د يوه بيت نوې مانا
د غفور ليوال صاحب په يوه ليکنه کې مې د خوشحال د دې بيت "زه خوشحال کمزورى نه يم، چې به ډار کړم/ په ښکاره نارې وهم، چې خوله يې راکړه" يوه نوې مانا ولوسته او هغه دا چې خوشحال وايي، چې زه له خبرو څخه نه ډارېږم، چې خوله يې راکړې؛ نو غږېږم به…
غزل
مينه يوه ليکه زما زړه نه تا تللې ده
دغه يوه لاره له تيارې رڼا ته تللې ده
شپه ده او فضا په سر اخيستې د يوه ياد شدت
پاڼه مې د زړه ورپسي پاس هوا ته تللې ده
موږ د محبت په عقيدت پسې روان خلک
څه خبر وو، دغه لاره کومې خوا ته تللې ده
څه وه…
د پښتو ليکاف
يره ۱۳۸۴ يا ۸۵ کال به و. هغه وخت زه د درېيم، څلورم ټولګي محصل وم. قلعه فتح الله کې لکه چې د ميديوتيک دفتر و او د جوزا، سرطان مياشت وه. د افغان ادبي بهير غونډه د انګورو تر اوږده سيوري لاندې روانه وه. خبره په ژبپوهنه کې پر دې وه، چې "لپاره"…
له دروېشۍ ډک نثر
"کره کتنه او د هغې زغمل" د ښاغلي دروېش دراني اثر دى، چې په ۲۰۱۸ کال کې صحاف نشراتي مؤسسې خپور کړى دى. دا اثر دوه لويې برخې لري، لومړۍ برخه يې د کره کتنې اړوند ده او دويمه چې په "پينځم دروېش" پيليږي، د ليکوال خپل ژوندليک دى. لومړۍ برخه يې…