د بېوزلۍ غميزه

اجمل ښکلی

280

د چا وينا ده، چې په دويم نسل کې بېوزلي جرم دى. د افغانستان خوځند سياسي حالات د دې هېواد پر ټولنيزو شرايطو مستقيمه اغېز لري. هر ځل چې سياسي حالات کاواکه کېږي، د عام انسان ژوند ورسره اغېزمنېږي او دا اغېزمنتيا زياتره وخته عامه او ملا ماتوونکې وي.
خو زموږ د خلکو په غربت کې يوازې د سياسي حالاتو نه، د دوى خپل لاس هم دى، چې مهم اړخ يې د ژوند لپاره د پلان نه درلودل دي.
زياتره افغانان توکلي ژوند کوي. که نن يې دوه روپۍ وګټلې، هغه پينځه ورځې خوري. چې هغه خلاصې شي، بيا د نورو د ګټلو هڅه کوي.
د پلان نه لرلو تر شا لوى لاس د بېسوادۍ دى، ځکه تر نالوستي د لوستي انسان د ښه ژوند چانس ډېر وي. هغه کارونه چې نالوستى يې کولى شي، لوستى يې هم کولى شي، خو برعکس نالوستى د لوستي د وس کارونه نشي کولى.
د غربت او د هېواد په کچ د پاتېوالي يو لامل د راروان نسل په اړه زموږ د رژيمونو بېغوري هم ده. تقريبا په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان حکومتونو يوه ګټوره طرحه جوړه نه کړه، چې راروان نسل څرنګه وروزي او د ژوند ستونزې څرنګه ورهوارې کړي. د حکومتونو دا بېغوري د عامه پوهاوي د نشت په بڼه ليدى شو. هره کورنۍ د خپل واک ده، چې څومره بچي راوړي او څرنګه يې ساتي.
که د کورنۍ په کچ راشو، هرې کورنۍ يو لښکر بچي راوړي. د روزنې او پالنې غم يې ورسره نشته. زه دوه اوونۍ مخکې کلي ته تللى وم، په هر کور کې يو عالم ماشومان ګرځېدل. يو خپل کره لاړم. ما ويل، دا د چا ماشومان دي. ويل يي، دا نهه زما دي، څلور له يوې ښځې او څلور له بلې او دا شپږ مې د پلار دي. چې ماشومانو ته مې کتل، په غربت او خيرو کې ورک وو. ما ويل، دا څرنګه سمبالوئ. ويل يې خداى يې ساتي.
زموږ د خلکو يو ناسم دود دا دى، چې خبره ورته وکړې، له دين سره تړاو ورکړي، خوله دې دروتړي. ما ويل، خداى خو تا ته عقل او لاس و پښې درکړي. هغه وايي، چې ته حرکت کوه، زه به پکې برکت اچوم؛ خو ستا لاس و پښې دومره حرکت کولى شي، چې دا يو لښکر بچې، چې څرنګه ښايي، هغسې وساتې؟
په نوره نړۍ کې چې سړى او ښځه واده کوي، يو پلان لري، چې څومره وخت وروسته بچي راوړو او څومره راوړو. هغوى بيا له خپلو اقتصادي شونتياوو سره سم بچي راوړي، ځکه بچي که د خداى نعمت دى، ورسره زحمت هم دى. مور و پلار له يوه پلوه له خپله ژونده باسي او له بله پلوه بايد تکليف ورسره وګالي او امکانات ورته پيدا کړي. تر ډېر بحث وروسته چې ماشوم راوړي، بيا يې روزنې ته پاملرنه کوي. په مخ کې يې په لوړ غږ خبري نه کوي او هڅه کوي، چې هره هيله يې ورپوره کړي.
کله يوې کورنۍ د کمو بچو خواهش د هېواد نفوس د کمښت له ګواښ سره مخ کړي. په ځينو اروپايي هېوادونو کې له همدې وېرې حکومتونه کورنۍ په مالي امکاناتو هڅوي، چې بچي راوړي. هېوادونه د خپلو سرچينو او نفوس ترمنځ د توازن د ساتلو هڅه کوي؛ خو کله دا توازن د کورنيو له خوا د ډېرو يا کمو بچو په راوړلو مات شي.
په دې توګه دوه لوري پکې ښکېل وي، يو حکومت او بل کورنۍ. حکومت هڅه کوي، چي کورنۍ په دې قانع کړي، چې ډېر يا کم بچ ولې راوړي؛ خو کورنۍ بالعموم د هېواد د اړتياوو نه، بلکې خپلو اقتصادي سرچينو او خپل وخت ته ګوري، چې څومره بچي ساتلى شي.
په پرمختللو هېوادونو کې حکومتونه د کورنۍ دنده ترسره کوي، خپلو وګړيو ته ښه اقتصادي او ټولنيزو شرايط برابر کړي او له همدې امله يې ډېر صلاحيتونه له کورنيو د قوانينو د جوړولو په مټ اخيستې.
افغاني ټولنه چې قبايلي ټولنه ده، ډېرو بچو، په تېره ډېرو زامنو ته د ښې راتلونکې په سترګه ګوري او څرنګه چې دلته حکومتونه کمزوري وي او په ډېرو مسايلو کې مداخله نه کوي، نو کورنۍ ځان او خپله ځمکه او شته له تربوره او دوښمنه د ډېرو بچو په زور ساتي او کله ترې د بل پر ځمکه د بلوسې لپاره ترې هم کار اخلي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ يو لامل دا دى، چې د کار سرچينې کمې دي او نفوس مخ په زياتېدو دى؛ خو د کورنۍ په کچه دا يوه جلا غميزه ده.
د کورنيو لانجو او غربت لامل دا هم دى، چې ډېر بچي هم راوړي او بيا يې ترمنځ واټن هم نه ساتي. که د يوه سړي پينځه جريچه ځمکه او دوه بچي وي، ګوزاره يې پرې کېږي؛ خو که بچي يې اته شي، دا پينځه جريبه ځمکه يې نشي ساتلى. پلار بايد دا کم امکانات لا په ډېرو برخو ووېشي، چې اتو بچو ته يې ورسوي، چې له دې سره د ماشوم هيلې خو پر ځاى پرېږده، هغه د خوړو، لباس او زده کړو اړتيا هم نشي ورپوره کولى، چې په راتلونکې کې يا د خپلو غوښتنو لپاره ناسمې لارې ونيسي يا د پلار د غربت لار ونيسي او لا پسې غريب شي.
د غربت بلا په يوه بله لار هم راځي او هغه د ټيټ منګ ودونه دي. زموږ يو کليوال دى، د تېر کال په سر کې يې خپل څلورم اوولس کلن زوى ته واده وکړ. سږکال يې بل کشر ته واده وکړ، چې نجلۍ د پينځلسو کلو ده. تر واده وروسته مې وليد، ويل يې ولي مې سپک شول. تېر کال يې چې کوم زلمي زوى ته واده کړى، هغه اوس هم وزګار دى او يو لمسى هم بابا ته ورترغاړه شوى، چې د ډاکټر لګښت يې پر نيکه دى. کورنۍ يې د تېرو کلونو په نسبت لا بېوزلې شوې او په پورونو کې ډوبه شوې.
زموږ د خلکو دا ارمان وي، چې د زوى واده وويني. په نوره نړۍ کې مور و پلار خپل ارمانونه د بچو له راتلونکې ځار کړي، موږ د بچو راتلونکې د خپلو ارمانونو له سره بلهاروو. د دې پر ځاى چې خپل ارمان د بچي په ښې راتلونکې، زده کړو او په خپلو پښو په درولو کې ووينو، ارمان مو دا وي، چې د بچي واده په ژوند ووينو او يو څو ورځې پکې نڅاوې او اتڼونه وکړو. زموږ يو خپل دى، د اتلس کلن بچي چې په دولسم کې دى، واده کوي. تر واده وروسته چې مسؤوليتونه زياتېږي، يوه زلمي ته اسانه نه وي، چې خپلې زده کړې بشپړې کړې؛ نو له دولسم نه فارغ زده کوونکى به همغه د پلار په امکاناتو ژوند کوي او له دې سره به لا دا کورنۍ بېوزله کېږي.
په افغانستان او پښتونخوا کې چې د سرچينو او نفوس ترمنځ توازن له منځه تللى، ورځ په ورځ نفوس زياتېږي او امکانات کمېږي. کرنيزې ځکمې په کورونو بدلېږي او ولس لا محتاجېږي.
زموږ د بېوزلۍ يو بل لامل د خپلو سرچينو ناسم لګښت دى. اوونۍ مخکې په کابل کې زموږ د يوه کليوال د زوى سنتګري وه. زوى يې چې په اووو لوڼو له پاسه شوى، نازولى دى. په سنتګرۍ کې يې د واده هومره لګښت کړى و او له کلي يې زياتره خپلوان راغوښتي وو. دوه ورځې او دوه شپې خوراکونه او لګښتونه وو. له کلي يې هم که دوه کسه راغوښتي وو، شپږ ورته راغلي وو. له يوه کوره ورته پينځه وروڼه له خپلو مېرمنو او يو عالم بچو سره راغلي وو. له کابل نه چې تلل، کرايه ورسره نه وه، يو بل ته يې زارۍ کولې، چې کرايه ورکړي. يو ولس چې دومره ساده شي، چې په سوړ ژمي کې په سنتګرۍ کې دومره لګښت کوي او بل کرايه نه لري؛ خو رامنډې وهي، نو هغه به څه له بېوزلۍ راووځي. بايد د خپلو امکاناتو او لګښتونو ترمنځ توازن وساتو، که نه د بېوزلۍ بلا به مو ژر کور راسپېره کړي.
هوښيار خلک پر خپلو ستونزو او بېوزلۍ فکر کوي، لاملونه يې معلوموي او هڅه کوي، چې خپل ژوند بسيا کړي، بچي کم کړي او امکانات زيات کړي. د کمو امکاناتو لپاره د ډېرو بچو راوړل پر ټولو بچو ظلم دى. يو کوچنى چې ساتلى نشې، ولې يې زېږوې او بيا د هغه له امله خپله شته بچي لا زهيروې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.