Browsing Tag

عابده سپوږمۍ

عابده سپوږمۍ څوک ده؟

د عابدې پلرنی ټاټوبی د‌وردګ ولايت مرکز میدان ښار دی. په کابل کې د دولسم ټولګي څخه له فراغت وروسته يې خپلې لوړې زده کړې د‌کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځۍ کې د ماستري تر کچې تر سره کړي. سپوږمۍ له کوچنيتوبه له شعر و شاعري، ژبه او ادبیاتو سره…

غزل

ته چې کړې خبرې  زه شکرې ټولومه ژوند ته مې پرې ښې ډېرې سندرې جوړومه څومره مې چې ته د الوتلو مخه ونيسې هومره مې زه هيلو ته وزرې خوځومه هره خوا ښکلا شي تنکۍ پاڼې راغوېږي  کله چې دوې سترګې جادوګرې غړومه خلکو ته به مينه کې د ژوند ښکلا…

خوله

د موټر ښيښه يې ښکته کړه، لاس يې د موټر له کړکۍ بهر کړ…څک څک څک…باران پرې وورېده. ښيښه يې لږ نوره هم ښکته کړه، سر يې له کړکۍ بهر کړ، سترګې يې پټې کړې، شمال ډېر و پرې يې نښوده چې د باران څاڅکي زړه ته ننباسي. بېرته يې سر را دننه کړ. موبايل يې…

کډوال

د دروازې له ښیښې مې ورته وکتل. په ځان وچ خو په عمر تنکی ځوان د سړک له هغې غاړې راروان و. سره او سپینه پيک داره خولۍ یې پر سر وه. د دوکان دروازه یې خلاصه کړه. خپل وار ته ودرید. خړې شړیدلې کرمچې یې په پښو وې. کله به یې سر ګراوه، کله یې پیښه…

بېلګېټس- لنډه کیسه

لیکواله: عابده سپوږمۍد پارک د زړې ونې له څانګې يې پاڼه مخې ته راولېده. ښه یې وروکتل. له ځان سره یې وویل:« پاڼه یوازې شوه، له خپلې څانګې بیله شوه»ورټیټ شو، راوایې خیسته، په ګوتو کې یې تاووله، ورسره یې سوړ اسویلی له خولې وویست.په پارک کې د