بېلګېټس- لنډه کیسه

0 745

لیکواله: عابده سپوږمۍ

د پارک د زړې ونې له څانګې يې پاڼه مخې ته راولېده. ښه یې وروکتل. له ځان سره یې وویل:

« پاڼه یوازې شوه، له خپلې څانګې بیله شوه»

ورټیټ شو، راوایې خیسته، په ګوتو کې یې تاووله، ورسره یې سوړ اسویلی له خولې وویست.

په پارک کې د ماشومانو غږونو چرت ته نه پرېښود، سر یې پورته کړ.

ماشومانو لوبې کولې او میندې یې ورته ناستې وې.

مسک شو. خپل بوټونه یې وڅڼدل. له جیبه یې کاغذي دسمال راووویست، ښه یې خپل بوټونه پرې پاک کړل. دا بوټونه مور ورکړي و. اته میاشتې شوې چې همدا جوړه بوټونه په پښو کوي.

د ونې پرڅانګې د مرغیو بچو ته ورغی. له هغې ورځې چې زیږیدلي دي، هر ورځ یې لیدو ته راځي. په کتو کتو یې اوښکو لارې وکړې. د خپل  جاکټ پر لستوڼو یې اوښکې و چې کړې، بیرته څوکۍ ته راغی. موبایل یې راواخیست.

بېلګېټس پر خپل انستګرام لیکلي و چې:

« پلار مې مړ شو، هغه ریښتونی بېلګېټس و»

موبایل ترې لګیدلی پاتې شو. له ځان سره یې وویل:

« د بېلګېټس پلار مړ شو؟»

« هغه د نړۍ مالداره سړی دی»

« بیلیونونه ډالره سرمایه لري»

چیرې مې لوستي وو:« که نوموړی یو مملکت فرض کړو، نو دی به د نړۍ په ټولو شتمنو هیوادونو کې په ۳۷ نمبر کې وي».

« ولې یې پرېښوده چې پلار یې ومري؟

« که عمر خرڅېدلی؛ ته وا بېلګېټس به خپل پلار ته نه وای پېرلی؟

بیا یې وویل:

« که په رښتیا عمر خرڅېدلی؛ ما به هم خپلې مور ته یو څو کاله پېرلی وای.

موبایل یې جېب ته کړ، ودریده، سر یې ټیټ واچاوه، روان شو، خپلو بوټونو ته یې کتل، له پارکه ووت.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply