عابده سپوږمۍ څوک ده؟

432

د عابدې پلرنی ټاټوبی د‌وردګ ولايت مرکز میدان ښار دی. په کابل کې د دولسم ټولګي څخه له فراغت وروسته يې خپلې لوړې زده کړې د‌کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځۍ کې د ماستري تر کچې تر سره کړي.
سپوږمۍ له کوچنيتوبه له شعر و شاعري، ژبه او ادبیاتو سره مینه لرله. دغه مینه اود هغې ژوره لېوالتيا له خپلې ټولنې، ولس و هېواد سره سبب شول چې خپل احساسات، خیالونه اوپه ټولنيزډګر کې خپل تفکر د شاعرۍ او ليکوالۍ په بڼه بيان کړي.
د عابده سپوږمۍ دېرې شعري مجموعې د.غزل په فورم کې راغلي خود آزاد نظم په چوکاټ هم دپام وړ بېلګې لري او د نظم تر څنګ يې‌ په پښتو نثر کې هم خپل قلم ازمویلی؛ لنډې کيسې اوادبي ټوټې يې ليکلي.
د شعر او ليکوالۍ پوره وړتيا يې د اړونده بنسټونو لخوا ستایل شوېده. بېلګې: دوه ځلې يې د رڼا کلنۍ مشاعرې لخوا دکال دغوره شاعرې لقب ترلاسه کړی او په کال ۲۰۱۶م کال کې په کابل کې د‌ پیشګام ادارې د بهترین سخنران زن جايزه ګټلې.
د سپوږمۍ تراوسه دوه کتابونه، شعري ټولګې د ” تا سره نوم د‌ قاتل بد‌ ښکاري” او” د جنت ملکه” تر عنوان لاندې چاپ شوي او يوه ژباړه يې نا چاپ ده. يوه شعري ټولګه او يوه د‌لنډو کيسو ټولګه به يې په نيږدې راتلوونکي کې چاپ شي.
مېرمن عابده سپوږمۍ د ژورناليزم په ژور سمندرکې د لامبوسيالۍ هم کړي؛ په کابل کې يې د‌ نوا راډيو، سبا ټلويزيون او بي‌ بي‌ سي سره دخبريالۍ او وياندۍ دندې تر سره کړي. اوس مهال د ازادۍ راډيو برحاله خبرياله ده.
عابده له څو کلونو راهيسې د اوتريش پلازمېنه ویانا ښار کې ژوند کوي. په ياد هېواد کې د افغان ولس کلتوري ټولنې د مشرتابه غړې او هم په اتريش کې د افغان ښځو کلتوري اوانتګراسیون ( ادغام) ټولنې د مشرتابه ډلې غړې ده. سر بېره پر دې د‌ مېرمن کلتوري بهيرغړیتوب هم لري.
د‌مدني فعالې په توګه د اروپا په بېلا بېلو ادبي ناستو او مدني فعاليتونو کې يې خپله ونډه تر سره کوي. هغې په ۲۰۲۳ کې په سویډن کې د ډاکټر اکرم عثمان په درېيم ادبي فیستیوال کې پښتوادبي اثارو ته د جايزو دغوره کولوډلې غړې وه.
د عابده سپوږمۍ د نېکمرغه ژوند او لابرياليتوب په هيله.
د «افغان ولس» مشرتابه ډله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.