داؤد خان، د ښه نیت یوه کودتا چې بحرانونه یې وزیږول
افغانستان له نژدې یوې پیړۍ ناکرارۍ او اړودوړ وروسته ایله په مټې د ارام ساه اخیستې وه. سردار محمدهاشم خان او شاه محمودخان سره له دې چې په شاهي کورنۍ کې مشران او د واک د استحقاق له پلوه تر بل هر چا وړاندې ول، خو څنګه چې دوي دواړه باریک بینه…