داؤد خان، د ښه نیت یوه کودتا چې بحرانونه یې وزیږول

لیڪوال: عنایت الله کاکړ

0 593

افغانستان له نژدې یوې پیړۍ ناکرارۍ او اړودوړ وروسته ایله په مټې د ارام ساه اخیستې وه. سردار محمدهاشم خان او شاه محمودخان سره له دې چې په شاهي کورنۍ کې مشران او د واک د استحقاق له پلوه تر بل هر چا وړاندې ول، خو څنګه چې دوي دواړه باریک بینه او هوښیار خلک ول،  ویې غوښتل چې د زړو ګرګو پر ځای د افغانستان په سیاست کې ځوانه وینه وچلوي. د افغانستان د دودیز دیني طیف د استازو مجددي حضراتو په مشوره یې ځوان محمدظاهر شاه ته تاج او تخت وسپارل خو په خپله دواړه سرداران ور سره په څنګ پاتې شول تر څو بې تجربې پاچا د جهانبانۍ په رموزو آګاه کړي. د ځوان پاچا عمر چې څومره وده کوله، د ټولنیز او سیاسي تنویر کچه یې هم مخ په زیاتېدو شوه او په دوهمه نړیواله جګړه او را وروسته د سړې جګړې په پېر کې یې افغانستان د شرق او غرب له قطبي سیاسته په واټن وساتل. د خپل هیواد د جیوستراتیژیکي ارزښت په درک کولو سره یې په هم مهالې ډول د چین په شمول ټول سترګ وږي قطبونه د افغانستان په ودانولو کې وکارول. که امریکا د هلمند او ارغنداب د وادۍ په انکشاف لګیا وه نو شوروي د ننګرهار د وادي انکشاف ته اړم وو. که امریکایانو د لښګرګاه موډرن ښار جوړاوه نو چینایانو د کندهار د موډرن ښار جوړولو ته اوږه ور کړي وه. که امریکایانو د کابل کندهار او کندهار هرات لویه لاره جوړوله نو شورویانو د کابل جلال آباد او کابل مزار  د لویې لارې د احداث په موخه د ماهیپر او سالنګونو سینې څېرلې.

که د هغه مهال د انکشافي بهیر تاریخ ته پام وکړو، په ټول هیواد کې د زبرځواکونو د مشارکت له لارې عظیم الشانه زیربنايي پروژې د تطبیق په حال کې وې، یوه انګلیسي خبریال د هغه مهال په یوه ویډیو کې ویلي چې د افغانستان هر وګړی د خپل هیواد د موډرن کیدو په برخه کې په کار بوخت دی.

محمد ظاهر شاه همدا راز په کورني سیاسي ډګر کې د ډیموکراسۍ د لسیزې په ترڅ کې د مشروطیت د رامنځته کولو په پار هم مخلصانه هڅې وکړې. د مشروطیت یا ولسواکۍ د تنفیذ دغه بهیر ټکنی ځکه وو چې د هیواد په سیاست کې د پردو تر اشراف لاندې چپ کمونستي او راسته پان اسلامستي افراطیت خورا متحرک او فعال وو او د یوې کوچنۍ بې احتیاطي له امله ستر ناورین رامنځته کیدای شوای.

داۇدخان، هغه اشتباه چې باید نه یې وای کړي:

خو ارواښاد محمد داؤد خان چې وار ترمخه لا په ليوني سردار مشهور وو، له هیواد سره د خپلې لیونۍ مینې له امله غوښتل د ترقۍ او انکشاف دغه ټول بهیر په یوه شپه کې صورت ونیسي، ځکه یې نو د انقلابي عمل له لارې لومړی د شاه د را پرځولو او وروسته د خپل وژن له مخې تر خپلې مستقیمې مشرتابه لاندې د هیواد د پرمختګ د یوه نوي بهیر د پیل کولو پریکړه وکړه. خو له بده مرغه د کومو چپي  عناصرو په تړاو چې ظاهرشاه خورا احتیاط او دقت کاوه، هغوي یې په یوه او بله حربه د هیواد د سیاست له مرکزي طیف نه دباندې ساتل، داؤدخان په خپل انقلابي عمل او وروسته. په واک کې خپل برخلیک ټاکونکي شریکان جوړ کړل او همدغه د داؤدخان مرحوم هغه ستره اشتباه وه چې له امله یې ځان هم په اور کې وسوځاوه او هیواد یې هم د جګړو، ورانیو او بربادیو یوه ناپایه سمندر ته ور ټېل واهه.

دودیز ټولنیز جوړښت ورانول بحرانونه زیږوي:

د محمد ظاهرشاه تر قیادت لاندې افغانستان د یوه خورا دقیق او محتاطانه پلان له مخې تدریجاََ له دودیزم نه د موډرنیزم خوا ته ګامونه اخیستل له مونارشیزم نه د مشروطیت او په نسبتاََ اوږده مهال کې د ډیموکراسي خوا ته روان وو. محمد ظاهر شاه د افغانستان د ټولنې دودیز ساخت او بافت ته په کتلو سره خورا محتاط او شمیرلې ګامونه اخیستل. د امیر امان الله خان د ریفورم او د هغه د ډارونکي انجام لا دومره وخت نه وو وتلی چې د چا له حافظې دې وړزي. په یوه دودپاله قبائلي ټولنه کې موډرنیستي ریفورمونه رامنځته کول او هغه هم په داسې شکل چې د هیواد له دیني او قبائلي جوړښتونو سره مستقیما د تصادم لاره ونیول شي، هغه څه وو چې له یوه پلوه یې د افغانستان د موډرنیزه کیدلو بهیر په ټپه ودراوه، له بل پلوه یې د سیاسي واک سلګونه کلن محوریت له منځه یؤړ او واک د ټولنې هغې اخس ارذل طبقې ته ورسېد چې په لویو لارو کې به یې شوکې کولې.

که د مجددي حضراتو په څېر خبیرو او د ټولنې پر نبض آګاهو علماء کرامو اقدام نه وای کړی او د جنوبي ولسونه یې د نادرخان او مارشال شاه ولي خان ملاتړ ته نه وای هڅولي، د یوه متحد افغانستان د جنازې به لا هم ډېرې لسیزې وتلې وای.

د امان الله خان له لورې د دودیز ټولنیز جوړښت چیلنج کول، له هغه سره د تصادم لاره غوره کول او په عجولانه او غیرحکیمانه ډول د ریفورمونو پلې کول هغه څه وو چې زموږ د ټولنې ترکیب یې ګډوډ کړ او د سقاوي اړودوړ په بڼه یې داسې بحران وزیږاوه چې سلبي اغیزې یې همدا نن هم زموږ پر ټولنه او سیاست جوتې دي.

په ورته ډول محمد داۇدخان هم پرته له دې چې په کور دننه ټولنیزو حساسیتونو او له کوره دباندې سیمه ایزو او نړیوالو ستراتیژیکي نزاکتونو ته پام وکړي، د انقلابي عمل له لارې یې له بده مرغه، له یوه پلوه د واک دودیز محوریت له منځه یؤړ، د دربار او ولس دودیزه وفاداري یې چیلنج کړه او له بل پلوه په خپلو محاسباتو کې د ژورو اشتباهاتو له امله ونه توانید چې د سیاسي واک او ټولنیز جوړښت یو اغیزمن بدیل رامنځ ته کړي. محمد ظاهر شاه چې له مشروطیت نه یې د جمهوریت خوا ته سفر پیل کړی وو، داؤدخان د هغه برعکس له جمهوریت نه د دکتاتورۍ خوا ته سفر وکړ، یو داسې منحصر به فرد سسټم یې رامنځته کړ چې پریکړې به د محاسباتو پر ځای د شخصي احساساتو په رڼا کې کیدلې، ټاکنې به د تخصص پر ځای د شخصي وفادارۍ او تعهداتو له مخې کېدلې. دې څه د کمونستانو په څېر نامطلوبه عناصرو ته لار پرانیستله تر څو د ملکي حکومت او پوځ په عمیق جوړښت(اسټبلشمنټ )کې ریښې وغځوي چې دې څه په وروسته کې د کمونستي رژیم په شکل کې یوه داسې خدۍ وزیږوله چې د افغانستان لپاره د بحرانونو مور ثابته شوه.

د ټولنیز تخریب قهقرايي بهیر لا هم روان دی:

د محمد داۇد خان له شهادت سره له بده مرغه د واک د دودیز محوریت پر تابوت وروستنی مېخ ټک وهل شو. ملي مترقي قوتونه او ملت پاله روحانیون مو د کمونستي جبر په نتیجه کې سره وشیندل شول. د ټولنیز تخریب د قهقرايي سیر له مخې د واک پر ګدۍ کمونستان ناست ول چې غوښتل یې زموږ د ټولنې معادله له دودیزې دین پاله هغې پر مارکسستي واړوي او په دې برخه چې څه په مخه ورتلل، چورلټ یې له منځه وړل.

له بله پلوه د کمونستانو په مقابله کې مجاهدین په مقاومت بوخت ول چې هغوي بیا د خپل ماهیت له پلوه پر دوه ډوله ویشل شوي وو. یو د اسلامي نهضت هغه پاتې شوني ول چې د اخوان المسلمون له فکري او سیاسي فلسفې یې ځانونه متأثر ګڼل او ځان یې په اسلامي نهضت نوماوه. دغه افراطګرا طیف د انقلابي عمل له لارې  د سید قطب د نظامونو د سقوط ناراټیف پیاده کول غوښتل او په دې برخه کې یې واردمخه د پاکستان په مستقیمه پوځي مرسته د داؤدخان پر خلاف په ۱۹۷۳ز کې د وسله وال بغاوت هڅه وکړه خو د داؤدخان د رژیم له لورې سخت وځپل شول چې په پایله کې یې دوي ټول پاکستان ته وتښتیدل او هلته د داؤدخان پر خلاف په په تخریبي مانورونو بوخت پاتې شول، تر دې چې کمونستانو کودتا وکړه، محمد داؤد یې په شهادت ورساوه. دغه نهضتي اماتور انقلابیون وروسته د بیا لپاره په پاکستان کې سره تنظیم کړای شول. د شورويانو سره د مقابلې په نیامت له لویدیځ او ختیځه پاکستان ته راغلي وسلې، مهمات، امکانات او مالي امتیازات د باکستاني مقاماتو له لورې تر اتیا سلنه زیات همدغه طیف ته په واک کې ورکول کیدل. دغه طیف د انقلابي عمل له لارې د نظام له سقوطه وروسته د یوه داسې نظام غوښتنه کوله چې فورمېټ یې په بادی الامر کې نه په قرآن کې موندل کیده، نه په حدیثو او نصوصو کې، بلکې یواځې د دوي په ذهنونو کې پروت وو، خو له بده مرغه کله چې د سیدقطب د ناراټیف مدعیان د کمونستانو له سقوطه وروسته واک ته ورسېدل، د دې پر ځان چې معهود في الذهن اسلامي خلافت راولي، د خپلو شنیعو اعمالو، قتل او قتول،  فسادونو او جنایاتو له لارې یې خلک آن  له اسلامه لا خواتورې کړل.
بله ډله هغه دودیز ملت پاله علماء او روحانیون ول چې له یوه پلوه زموږ د ټولنیز جال د وصل کړۍ وې او له بل پلوه د دې پر ځای چې پر اجنبي او پردیسي اجنډاګانو او طرحو پسې زړونه بند کړي، تل د السلطان ظل الله في الارض د نبوي حدیث له مخې،  دربار ته وفادار پاتې شوي وو. د شورویانو او کمونستانو پر خلاف د مقاومت په دوران کې هم دغو ځواکونو تل د واک د دودیز محور د بیا احیاء په موخه د محمد ظاهرشاه د بیا راتګ او واک غوښتنه کوله. دا چې د نهضتیانو برعکس دغو ملتپاله روحانیونو د هیواد د مستقبل لپاره تعمیري اجنډا درلوده، پاکستان ته یې هجرت د یوه اشد ملي اضطرار له مخې وو، ځکه یې نو د پاکستاني مقاماتو په زړونو کې ځای جوړ نکړای شو او له هر ډول مادي او معنوي ملاتړه بې برخې پاتې شول. نه یواځې دا بلکې پاکستاني مقاماتو د مولوي محمد نبي محمدي تر قیادت لاندې حرکت انقلاب اسلامي په منځ کې اختلافات تشجیع کړل چې په پایله کې یې دغه ستر تنظیم څو ټوټې شو، بلې خواته د پیر سید احمد ګیلاني تر مشرتابه لاندې په ملي اسلامي محاذ او د حضرت صبغت الله مجددي تر قیادت لاندې په ملي نجات پورې تړلې لسګونه داسې څټې چې د ملت ورته ستره تمه کیدله، په پېښور کې په مرموز ډول یو په بل پسې ووژل شول.

لنډه دا چې د داؤد خان له کودتا سره د سیاسي واک د دودیز محوریت یعنی مونارشي له منځه تلل د داسې بحرانونو پېش خیمه شوه چې په را وروسته کې یې زموږ د ټولنې دودیز جوړښت هم ګډوډ کړ. دا څه په حقیقت کې د یوې داسې انارشۍ سر آغاز شو چې په را وروسته کې یې د جهادیانو په لاس رامنځته شوي نیهیلیزم ته لاره پرانیستله او د همدغه نیهیلیزم په ترڅ کې زموږ ستراتیژیکي دښمنانو ته د لا زیاتو مداخلو چانس په ګوتو ورغی. د همدغو باندنیو مغرضو او کورنیو مخربو عناصو د تلفیق په پایله کې زموږ د تولنېد تخریب قهقرايی بهیر پیل شو چې له بده مرغه لا هم روان دی.

بحران، مدیریت او حل لاره یې:

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې له تړونه را وروسته موږ له جګړو نه سولې ته د انتقال (Transition) پر څلور لارې ولاړ یو. زموږ پر وړاندې د مستقبل ټاکلو په پار لاندې څو آپشنونه شته چې له همدغې انتقالاتي څلورلارې نه ورته جلا جلا لاره ورغلې ده:

❶ د طالبانو له ذوق او تمائل سره سم د هغوي د تعبیر له مخې د اسلامي امارت د زاړه فورمېټ احیاء او د نورو سیاسي، مدني او ټولنیزو جهتونو مطلق حذف.

❷ د ډاکټر غني او عبدالله تر منځ له اساسي قانونه دباندې د واک پر سر یوه بله شرمونکې معامله، د اتنیکي تړاۇنو له مخې د واک وېش، له طالبانو سره د یوه مذاکراتي ټیم له لارې خبرې کول، هغه اوږدول، د طالبانو ستړې کول او د اوسني بُن بست دوام.

❸. په عین مهال کې د طالبانو پر ضد د پوځي عمل تېزول، په معجزاتي ډول د طالبانو ماتول یا دومره کمزوري کول چې د حکومت پر وړاندې اوپراتیفي وړتیا له لاسه ورکړي.

❹ خدای، ضمیر، تاریخ او ولسي ارادې ته تسلیمېدل، زما په باور همدغه زموږ د اوسني بحران تر ټولو غوره او اغېزمنه حل لاره ده.

اوس چې طالبانو او امریکایانو د سولې تړون لاسلیک کړی چې د امریکا ضد متشددو او افراطي ډلو د ځپلو په برخه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د یوه بالقوه پارټنرشپ پیش بیني پکې شوي ده، د افغان سولې پروسې نړیوال ملاتړ خپل کړی دی، ځکه نو موږ باید له دې فرصته اعظمي ګټه پورته کړو او د راتلونکي افغانستان د ټولنیز جوړښت او سیاسي واک د بڼې لپاره خپل پخوانی ملي فورمول بېرته احیاء کړو. د افغانستان په راتلونکی کې باید یواځې دوه قوتونه وي چې یو یې ملي ګرا مترقي قوتونه او بل یې دودیز اسلامپاله روحانیون دي. له دې پرته که کومه ډله د اتنیکي یا مذهبي مسائلو په عنوانولو سره صحنې ته د ننوتلو هڅه کوي، باید د نوي اساسي قانون د حکم له مخې ملي امنیت او نړیوالو متحدینو ته د یوه ګواښ په بڼه تلقي او جدي مخنیوی یې وشي. د بین الافغاني تفاهم په ترڅ کې د طالبانو او ملي مترقي قوتونو تر منځ د برابرۍ او عدل پر بنسټ یو داسې عمراني قرارداد(Social Contract ) رامنځته شي چې د هر یوه ټولنیز وجائب او مکلفیتونه پکې مشخص شوي وي.

د یوه مستحکم او قوي مرکزي اداري سسټم په رامنځته کولو سره هغه ته د اساسي قانون له مخې تحفظ ورکړای شي او هر هغه څوک چې په خپل کرغېړن فکر کې د غیر متمرکز نظام خیالي پلو پخوي باید له سیاسي صحنې طرد، دفع او د یوه ستومانه کونکي رواني پروسیجر له لارې وځپل شي.

د طالبانو او ملي مترقی قوتونو تر منځ دغه عمراني جوړجاړی به په اوږده مهال کې د افغانستان د ټولنیز دودیز ترکیب له بیا احیاء او استحکام سره مرسته وکړي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply