مازیګر ـ ټپې
په مازیګر دې کډې لاړې
په مازیګر د مرورو کډې ځينه
د مازیګر زیړی لمره
ته لا ولاړ یې په ما پرېوتل ګردونه
یو مازیګر نه دی چې تېر شي
هر مازیګر دې نوی نوی غم راځینه
هېڅوک دې بد راسره نه کړي
عمر د ژمي مازیګر دی تیر به شینه
مازيګرئ ده…