مازیګر ـ ټپې

710

‏په مازیګر دې کډې لاړې
په مازیګر د مرورو کډې ځينه

د مازیګر زیړی لمره
ته لا ولا‌ړ یې په ما پرېوتل ګردونه

‏یو مازیګر نه دی چې تېر شي
هر مازیګر دې نوی نوی غم راځینه

هېڅوک دې بد راسره نه کړي
عمر د ژمي مازیګر دی تیر به شینه

مازيګرئ ده ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه

مازيګر تېر شو ماښام راغلو
نه جانان راغلو نه مې وکړل ديدنونه

مازیګر چېرته وې چې نه وې
خورې ورې زلفې په بام واړه ومه

د مازیګر زېړیه لمره
په نا خبره یار مې وایه سلامونه

مازیګر لمونځ دې قبول مه شه
دیدن دې پرېښود د ایمان کوې سوالونه

مازيګر لمونځ رانه قضا شو
نوى مين وم په ديدن نه مړيدمه

چې به په کوم حال وې لالیه
ماته زیړی مازیګر تا رایادوینه

څنګه چې نن مازیګر تېر شو
داسې به تېره شي دا ستا لېونۍ مینه

د مازیګر زیړیه لمره
په چا ولاړ یې په چا ولویدې په غرونه

د مازیګر زیړیه لمره
ته به ولاړ وې زه به تورې خاورې ومه

د مازيګر زيړيه لمره
زر پناہ کېږه چی د یار دیدن ته ځمه

زېړه په زېړ مازیګر راغله
زېړې په زېړه زنه درې ايښي خالونه

هر مازیګر چې سترګه لویږي
د تنارۀ پاستی وېشه کۀ خاورې ومه

مازیګر ښه وي دیدن وشي
ورکه غرمه شه لیلا کور کوي خوبونه

مازیګر تیر شو سترګه لاړه
زړګیه ژاړه ودې نکړل دیدنونه

یار خو مې شته بې یاره نۀ یم
د مازیګر په لوبو ورک دی رابه شینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.