غزل
د رڼا په تقدس باندې شکمنه
داغ دې ایښی د ملالې پر لمنه
تروږمۍ دې مخ او سترګو ته حجاب دی
پناه غواړې د ډیوو له انجمنه
ضدنیولی پر یوه پښه ولاړ یې
کرکې وخوړې په زړه باندې دننه
د سبا وعده دې کوم سبا ته پاتې؟
نور به څومره دروغ وایې دروغجنه؟…