غزل

میوند درځار

392

د رڼا په تقدس باندې شکمنه
داغ دې ایښی د ملالې پر لمنه

تروږمۍ دې مخ او سترګو ته حجاب دی
پناه غواړې د ډیوو له انجمنه

ضدنیولی پر یوه پښه ولاړ یې
کرکې وخوړې په زړه باندې دننه

د سبا وعده دې کوم سبا ته پاتې؟
نور به څومره دروغ وایې دروغجنه؟

خلک څه وایي چې بیا به پسرلی شي؟
رارزغونه به شي هره ونه غنه!

غلي غلي د یو بل سترګو ته ګوري
ګناهکار دي د ښو ورځو په پوښتنه

د ګنډلې خولې ثواب یې بهانه دی
ډار لري له خپله سیوري او بدنه

ته به کله له غازیانو په کرار شې!
ته به کله کلمه وایې وطنه!

زه په خپل فکر پاچا یمه درځاره
له خبرو نه دې یو جهان مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.