مُضر احساس

میوند درځار

842
ارواپوهان وایي چې ژر غوسه کېدونکي خلک رښتیني او په زړه کې پاک وي. احساساتي کېدل، ژر غوسه کېدل، د زغم کموالی او په هره خبره توند غبرګون ښودل موږ له ستونزو سره مخ کوي چې بیا مو ممکن مقابل طرف د پاک زړه د لرلو له امله و نه بښي.
هیڅ شخص د ترخې خبرې، ناروا کار او ظلم په مقابل کې غلی نشي پاتې کېدلی خو له داسې مسایلو سره د مخ کېدلو پروخت بریا، له هغوی سره زموږ په چلند پورې تړلې.
ارواپوهان یوه بله خبره هم کوي چې د غوسې پر وخت انسان د زړه خبرې او رازونه وایي.
زغم موږ ته دا راښایي چې که پر غوسه کنترول ونلرو نو ممکن د مسلې اړوند ځینې خبرې او رازونه مو له خولې ووځي او راپیداشوې مسله نوره هم پېچلې کړو.
خاموش انسان دروند ښکاري او دروندوالی په اکثره مواردو کې د ښه والي یوه ځانګړتیا ده.
په مسلسل ډول د احساساتي کېدلو عادت ممکن زموږ روغتیا ته هم زیان ولري او په ټولنه کې تر موږ راچاپېره کړۍ کې مو د حیثیت کمېدلو سبب هم شي.
کورنۍ، کارځای، د ملګرو په ډله او په بله هره ناسته او مکالمه کې حوصله او د نورو د خبرو او عمل پر وړاندې زغم زموږ د ژوند د ډېرو نورو نېکمرغیو لپاره کیلي ده.
ډېر کله، د غوسه کېدلو په وجه موږ ته رارسېدلي تاوانونه یوازې زموږ نه بلکه زموږ د کورنۍ او ملګرو لپاره هم درد سر وي .
ارواپوه ملګری مې وایي:
((غوسه یو احساس دی او باید چې ښکاره شي، خو چې چاته پکې ضرر و نه رسېږي)). مګر رښتیا دادي چې دا، داسې عمل ندی چې ترسره شي او یو طرف نه یو طرف دې پکې په روحي او یا فزیکي ډول متضرر نشي. نو راځئ چې په خپل ژوند کې د شاملو خلکو د سکون لپاره هم له زغم کار واخلو او غوسې ته مخه ښه ووایو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.