Browsing Tag

بصيرالحق عادل

دفتري نزاکتونه / بصيرالحق عادل

انسانانو ته د ژوند تېرولو بېلابېل اصول ورکول شوي دي. هر ځای کې د هماغه ځای مناسب او جوړ اصول مخ ته وړي، که مراعات نه‌شي؛ نو کېدای شي ستونزې پېښې کړي. موږ لا د ژوند له ډېرو برخو ناخبره يو. ډېر څه مو نوي اورېدلي دي او په نورو هېوادونو کې زړې…

د درد اظهار / بصيرالحق عادل

د ۱۳۹۸ لمريز کال د هلمند سيند مشاعرې لپاره د انانسرۍ بلنه راکول شوه. مشاعره ماذيګر وه، زه غرمه مهال خبر شوم چې د انانسر په توګه ټاکل شوی يم. ژر – ژر مې ځينې بيتونه راټول کړل او ځان مې چمتو کړ. مشاعره د هلمند ولايت مېلمستون کې جوړه شوې وه.…

ګل ورژېد / بصيرالحق عادل

د نن داستان د مور له ستوني يې ډوډۍ نه تېرېده، خپل سره لاسونه يې مخ ته نيولې وو، پر مخ يې اوښکه ورغړېده، څړپ کاسې ته ولوېده. پلار يې فکرونو کې ډوب و، د خپلې لورکۍ د خوب ځای ته به يې وکتل، يخ نيولی به شو. د چايو پياله يې له لاسه ولوېده، آه…

د مينې په نوم / بصيرالحق عادل

حمزه بابا فرمايي: چې دنيا د آب او ګل ته انسان راغی مينه راغله، فتنه راغله، توفان راغی مينه د انسان په بدن کې اغږل شوې ده او د انسان د يو دروني راز او سپېڅلې جذبې ته مينه ويل کېږي. لکه حمزه بابا چې ويلي دي، کله چې انسان دې دنيا ته…

پر روغتيا د سوداګرۍ انتها / بصيرالحق عادل

څومره چې ټولنه د پرمختګ لوړ مدارج فتحه کوي، هغومره ورسره خنډونه او ستونزې ډېريږي. تېر تاريخ راته وايي چې د امکاناتو په نشتون کې خلکو دومره ستونزې نه لرلې. موږ په ټولنيزه برخه کې بې شمېره کړاوونه ګالو او تر هغو چې مو ذهنيت او فکر نه وي جوړ…

په مرکه کې د غږ ثبتولو اړتيا / بصيرالحق عادل

نن سبا ژورنالېزم په نړۍ کې ډېره وده کړې. حتی هر څوک يوه رسنۍ لري او کولی شي چې خپله وينا، مالومات خپل فکر او ليد په ډېرې اسانۍ سره تر نورو ورسوي. د پرمختللې نړۍ د ژورنالېزم په بازار کې چې امکانات هم ډېر دي ورسره ځينې ستونزې او باريکۍ هم…

د رسنيو يوه اشتباه / بصيرالحق عادل

نن سبا د رسنيو بازار ګرم دی. هر رسنوال کوښښ کوي چې نوې موضوع باندې کار وکړي او داسې څه ټولنې ته ورکړي چې هېښوونکي وي. خو په جالبو موضوعاتو کې يو شمېر داسې سکالوې هم شته چې د ګټې پر ځای يې تاوان ډېر دی. د خير پر ځای پکې بدي ده او د خوشالۍ…

پر دريځ د ويناو کليشه‌يي طرزونه / بصيرالحق عادل

علم جوهر دی او د علم بل ته رسول هنر دی. د جملې له دوهمې برخې زما هدف دا دی چې يو څوک به لوی عالم وي خو خپله پوهه به نورو ته نه شي لېږدولی؛ لامل يې دا دی چې بل ته د رسولو هنر يې نه دی زده. زه يو ديني عالم پېژنم، دومره ښايسته او دومره په…

د سترګو ياد / بصيرالحق عادل

پښتو ادب او په ځانګړې ډول پښتو شعر له بېلابېلو رنګونو، جمالونو او تصويرونو مالامال دی. د شعر په رنګارنګۍ کې د ژوند د تجربو او کلتوري رنګونو ترڅنګ انساني ښکلا لويه برخه لرلې ده. زموږ ټولنه چې دوديزه ده، د ښځې حجاب ته پکې په درنه

د غضنفر څراغ / بصيرالحق عادل

هر ليکوال او شاعر يو ډول اروايي ناروغي لري، د دوی هره ليکنه او شعر يې د همدغې اروايي ناروغۍ ريپوټ دی چې لري يې. دا د زيګموند فرويډ نظر دی چې د استاد اسدالله غضنفر د څراغ نومې کتاب کې را اخيستل شوی دی، ورپسې استاد ليکلي چې دا خبره