د رسنيو يوه اشتباه / بصيرالحق عادل

0 893

نن سبا د رسنيو بازار ګرم دی. هر رسنوال کوښښ کوي چې نوې موضوع باندې کار وکړي او داسې څه ټولنې ته ورکړي چې هېښوونکي وي. خو په جالبو موضوعاتو کې يو شمېر داسې سکالوې هم شته چې د ګټې پر ځای يې تاوان ډېر دی. د خير پر ځای پکې بدي ده او د خوشالۍ خپرول پکې په خپګان اوړي.

د رسنيو په بڼو کې تر نورو تصويري او انلاين رسنۍ د مالوماتو پر ځای تصوير پسې ګرځي او مالومه ده چې پرته له انځور او صحنې د دوی راپور او خبر نيمګړی دی.

ما خپله تقريباً د رسنيو د هر ډول سره کار کړی دی. تقريباً تجربه پکې لرم او ځينې صحنې داسې مې تر سترګو تېرې شوي دي چې هيڅ وخت به مې هېرې نه شي.

موږ په دې مکلف يو چې ټولنې ته خير ورسوو، خو خير په دې مانا چې د چا شخصيت پکې توهين نه کړو او نه د چا غرور تر پښو لاندې کړو.

مطبوعات مو نن سبا د مرستو راپورونه ډېر خپروي او کله چې د ټاکنو وخت نزدې شي نو کانديدان مو بيا نمايشي مرستې پيل کړي او رسنيو ته هم [د سوژو په ډک وطن کې] خو د موضوع د نه لرلو له امله بوختونکې خپرونې او سندرې خپروي چې موضوع په لاس ورشي، نو ړوند له خدای ج څه غواړي!؟

زه نقطې ته راځم؛ جګړو مو ډېری د عزت خاوندان بې کوره کړل او هغه په سيمه ييزه اصطلاح د پولې ټق ته يې کښېنول. درې کلونه وړاندې د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ څخه يو شمېر کورنۍ لښکرګاه ته راکډه شوې. د دوی کورونه، جايداد، غلې دانې او ټول شته د جګړو خوراک شول. د يادې کورنۍ مشران ما خپله وليدل، قومي مخور وو او خپله سيمه کې يې ښه نوم لاره. شته يې هم درلودل خو چې لښکرګاه ته راوکوچېدل نو هغه کانه پرې وشوه چې «تشه لاسه ته مې دښمن يې»

دلته د سرې مياشتې مخې ته د معمولي مرستې لپاره چې پر تندي يې خولې هم راماتې وې، کتار کې ناست وو او خبريالانو هڅه کوله چې ښايسته مخ، شان شوکت دبدبه يې ټولنې ته ټيټه کړي او د دغه دروند قومي مخورو پر مجبورۍ ملنډې ووهي.

دوه کاله وړاندې چې لښکرګاه محاصرې ته ورنزدې شوه. له ډېری بې ځايه شويو سره د ولايت لخوا مرسته کېدله. ځينې نوميالي ځوانان او مخور مشران چې جګړو بې وسه کړي وو د ولايت په انګړ کې يې د رسنيو له کېمرې مخونه پټول ترڅو دوی رسنيو کې ونه ښودل شي چې مرستو ته ناست دي. خو د ولايت عسکرو پرې مخونه ښکاره کړل. مالومه خبره ده چې د دوی د مخونو ښکاره کول به د کوم رسنوال غوښتنه وه.

داسې ډېرې بېلګې شته چې زه ورسره مخ شوی يم. ځکه زه خپله هم د يوې رسنۍ کارکوونکی يم.

موږ په ټولنه کې بايد حيا، عزت، درناوي او احترام بريدونه مات نه کړو. رسنۍ که د ستونزو په سپړلو او رسولو کې مرسته کوي، دا حق نه لري چې د چا په شخصيت ملنډې ووهي. يا د چا مجبوريت ورته د خپلې سوداګرۍ لپاره جالبه موضوع و ايسي.

د اصولو له مخې، د عکس خپرول، د انځور اخيستل، عکاسي کول د مقابل لوري له اجازې پرته رسنيزه سرغړونه ده او دا کار زموږ رسنيو کې په ډېره لږه فيصدۍ مراعتيږي.

زموږ د شتمنو ډېری برخه د دې لپاره مرسته کوي چې ټلوېزيون کې يې انځور ښکاره شي، ټولنيزو رسنيو باندې ورته خلک څرګندونې وکړي او د ده احساس وستايي. خو د خدای ج له دې امر نه دي خبر چې صدقه په پټه کوئ. د پټې صدقې او خيرات کولو ګټه همدا ده چې د غريب انسان شخصيت نه سپکيږي. د هغه مجبوريت څخه بده ګټه نه اخيستل کېږي او . . .

د خيرات کولو بل ډول چې زموږ ټولنه کې خلک کوي هدف يې خيرات نه بلکې نوم کول دي، له دې امله غريب نه بلکې يو څو نوميالي کسان راوغواړي ترڅو خپل دسترخوان پرې وويني خو که دغه خيرات يې خپلو کليوالو او غريبو کورونو باندې وېشلی وای، اجرونه به يې ډېر نه وای؟

رسنيو ته مې وړانديز دی چې د مرستې هيڅ ډول خبر دې نه خپروي. که د دې لپاره يې خپروي چې ستونزو ته مسؤل کسان متوجې کړي نو بيا دې د چا  مشخصه پېژندګلوي او څېره نه خپروي. هيڅ اړمن نه غواړي نوم  يې سپک شي، هيڅ غريب انسان نه خوښوي چې د ده له مجبوريت دې خلک خبر شي. نو بيا ولې موږ د نورو پر مجبوريتونو خوند اخلو او د خپل خبر موضوع پرې جالبه کوو؟

۱۳۹۷ د مرغومي ۳۰مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply