د طالبانو خشن برخورد او د بدخشان وروستي لاریونونه

شاه محمود میاخېل

175

له تېرو څو ورځو راپه دې خوا د بدخشان په دوو ولسوالیو کې ځایي خلک د طالبانو پر ضد را پاڅېدلي او د دغه ولایت څخه یې د طالبانو د نورو ولایتونو د مسوولینو د وتلو غوښتنه کړې ده.

طالبان وایي، چې مظاهرې د کوکنارو د له منځه وړلو په بهانه پیل شوي؛ خو بیا ځینې خلک دغه مظاهرو ته د طالبانو پر ضد د پاڅون بڼه ورکوي؛ ځکه پاڅون کوونکي وایي، چې طالبان د دوی کورونو ته ور ننوتلي او بې عزتي یې کړې ده.

د دا ډول مظاهرو اغېز به د طالبانو په واکمنې څه وي؟

لومړی:

دا ډول مظاهرې د طالبانو په صفونو کې درز رامنځته کوي؛ قومي، ژبني او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل کیږي او دا فکر لا پیاوړی کیږي، د حاکمو افراطي طالبانو اعتبار په محلي طالبانو کې کمیږي.

که څه هم محلي طالبان په خپلو سیمو کې د ولسونو د محدودو کسانو د حمایت څخه برخورداره دي؛ خو که محلي طالبان د زور او تشدد څخه کار اخلي؛ نو بیا د دوی نفوذ په خپلو سیمو کې نور هم کمیږي.

کله چې په جنګې ډلو کې د محلي قوماندانانو جنګي نفوذ کمیږي؛ نو د هغوی رول په تصمیم ګیرۍ کې هم کمیږي.

دا چې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین د بدخشان د ولایت اوسېدونکی دی، د هغه لپاره به دا ستونزمنه وي، چې د طالبانو او خلکو ترمنځ متوسطه پرېکړه وکړی شي.

که د نورو ولایتونو طالبانو ته ووایي، چې د بدخشان څخه دې ووځي؛ نو دا ډول پرېکړه حتما د ده او د حاکمو افراطي طالبانو د رهبرۍ تر منځ اختلاف د نظر او د قدرت په سر لانجه رامنځته کوي.

که د بدخشان په خلکو فشار راولي نو خامخا به د ده رول او حمایت د بدخشان د ولسونو په منځ کې له منځه ځي.

د یادونې وړ ده، چې له څو لسیزو را په دې خوا د بدخشان او هم د نورو سیمو ولسونه همېشه په بېلابېلو ډلو،‌ تنظیمونو، حزبونو، افکارو او مافیایي ګروپونو وېشل شوي و.

د جهاد په وخت کې په بدخشان کې اسلامي حزب او د جمعیت تر منځ رقابت جدي و او د سیمې خلک سره تقسیم شوي وو.

دویم:

بله مساله چې مهمه ده، د کوکنارو پر سر لانجه ژورې رېښې لري.

د مخدره موادو او د معدنونو قاچاق او د ګټو لاسته راوړلو رقابتونه هم په بدخشان او جنوبي ولایتونو کې نوې خبره نه ده.

دا ډول ستونزې په هلمند، کندهار، ننګرهار، ارزګان، فراه او نورو سیمو کې هم وې. د جمهوریت په وخت د خلکو انزجار د محلي واکمونو پر وړاندې د کوکنارو د له منځه وړلو څخه پیل شو.

په هلمند کې والي د خپل خیل پلویانو ته ویل، چې کوکنار وکرئ او په مقابل کې یې د نورو خیلونو او د خپلو سیاسي مخالفو کسانو د ځمکو کوکنار چپه کول، چې همدا علت و، چې په ۲۰۰۶زکال کې د هلمند ولسونو د حاکمو محلي چارواکو پر ضد پراخه پاڅون وکړ او د طالبانو سره یو ځای شول.

دا ستونزې اوس هم په هلمند کې شته او خلک د طالبانو د واکمنې څخه په تنګ راغلي دي. په ننګرهار کې هم د کوکنارو د پیسو په وېش باندې د ننګرهار د محلي چارواکو تر منځ ژور اختلافونه په ۲۰۰۲زکال کې رامنځته شول.

د بدخشان سیمه او همدا شان د کندوز او تخار سیمې مرکزي اسیا ته د مخدره موادو د قاچاق مهمې لارې دي او هر زورواکی او حاکمه ډله غواړي، چې د دغه لارې کنترول په خپل لاس کې ولري.

دا بحث نور هم څېړل غواړي چې دلته یې زیات تفصیل امکان نه لري.

درییم:

درېیمه مساله چې زیاته مهمه ده، وایي؛ به تنګ امد به جنګ امد.

طالبان او د هغوی محلي چارواکي د ولس په خوښه نه دي واکمن شوي، قانون وجود نه لري، خپلو افرادو ته چې په واضحو جنایتونو کې نیول شوي سزا نه ورکوي، فقر ورځې تر بلې زیاتیږي؛ نو خلک مجبوره دي، چې خپل اواز اوچت کړي او حتا د طالبانو پر ضد پاڅونونو او جنګ ته دوام ورکړي.

د طالبانو کړنې په ټولو ولایتونو کې او په خاصه توګه د ښځو پر وړاندې چې کوم راپورونه خپریږي، بوګنونکي دي، چې طالبانو اسلامي، افغاني او انساني ټول ارزښتونه د پښو لاندې کړي دي او هغه غیر اخلاقي چلند چې د ښځو سره دوی کوي، د هېڅ یو افغان او مسلمان لپاره د منلو وړ نه دی.

دا حالات نور هم خرابیږي او لکه په کراتو مو چې ویلې دي، د راتلونکو جنګونو چې زیاتره به نیابتي جګړې هم وي، مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی.

طالبانو لکه؛ د پخوانیو مجاهدینو او حکومتونو د نیمګړتیاوې څخه عبرت نه دی اخستی او دا ځل به له تېر څخه طالبان د ډېر بدتر حالت سره مخامخ کیږي.

که څه هم د طالب ټوپکمارو پر ضد دا لومړۍ پاڅون نه دی او نه به وروستی شي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ولسونه په تنګ راغلي‌ او د طالبانو د ظلمونو پر ضد یې خپل اوازونه مخکې هم اوچت کړي دي.

دا حرکتونه؛ په تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، خوست، پکتیا، روزګان، کندهار، هرات او نورو سیمو کې هم په لویه او وړه کچه تر سره شوي دي.

که بهانه هر څه وي؛ خو دا ډول مظاهرې د دې څرګندوینه کوي، چې د طالب د حاکمیت څخه خلک په تنګ راغلي دي.

ځینې به دا هم ووایي، چې شاید طالبانو ځنیو چارواکو به دا نمایشي بحران جوړ کړی وي او کېدی شي، چې مدیریت یې وکړی شي؛ خو که دا نمایشي بحران وي او یا اساسي‌ خو واقعیتونه دا پورته مسایل دي او دا ډول کړنې خلکو ته نور هم جرئت ورکوي، چې په بېلابېلو سیمو کې خلک د طالبانو په ضد راپاڅیږي؛ ځکه د طالبانو د شر څخه د خلاصون همدا بهتره لار ده په دې شرط چې قومي، سمتي او ژبني رنګ ورنه کړی شي.

لیکوال شاه محمود میاخېل د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.