راځه چې په هوا شو

نورمحمد لاهو

150
باد یو بې سازه مست عاشق او نڅاګر دی
پسرلی دی
د مڼو شیرچايي څانګې یې له ګوتو رانیولي چې وناڅي
باد له ازله شرابي دې
غواړي دا د دنیا خلک سره یوځای ونڅيږي
باد د خدای بې تعصبه سپین تخلیق دی
باد په هغې موسیقي باندې مین دی چې صرف دی یې اوریدای شي
او تر ټولو مقدس موزیک هغه دې چې په سترګو ولیدل شي
باد !
ونو
بوټو ته هروخت دغه یوه سندره بولي
ژوند نڅا ده
او نڅا لکه آواز د کنَري بې کلماتو شاعري ده
هړ سړی باید شاعر وي
بې له شعره زندګي څه زندګي ده ؟
نو
اې زما خوږه عزیزه
ډيرې چیغې دې مرۍ کې بندې کړي
سرو سکروټو ته دې لوی کولپ اچولی
له کارغانو سره یوځای په کرايي کور کې اوسیږې
خپلې اوښکې دې له خلکو پټې ساتې
دا بې اوښکو ژړاګانې به دې مړ کړي
+ + + +
راځه دواړه د بادونو په مذهب شو
راځه دواړه
بړبوکیو غوندې ځان باندې له ډیرو تاویدلو په هوا شو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.