!د دښمن د خدمت بېلګې 

160
داسې اظهارات او لیګنې چې اوسني پاکستان ګې مېشتو خلکو ته د پاکستاني  قوم اطلاق او دا کار ونه
خطاء او د ای اس  ای له اوږدو  برنامو او افکارو ته و لو په غېر عمدي ډول خدمت او حد اقل اړخ لګول دي!
د پاکستان خلک / خلق یعنې څه؟
  په دې تأکید هلته خلکو مبارزو ته توهین او خفه کوئ!
په دغو افادو ېو ډول د پاکستاني استابلشمنت ادبیات چې  پاکستان ته قوم او ملت وايي، ورته کار کوئ او یا هم له، په حالت کې همغږي او کلګ نږدې یاست!
پاکستان نه ملت دی او نه قوم!
اوسني ناروا پاکستان کې پنجابیان او دا پنجابي تستابلشمنت د سیمې اصلی جابران او ښکیلاک ګر حاکمان دي. مونږ هغلته هم د ددې سیمې د مظلوم خلکو  سره مشکل نه لرو او زمونږ اختلاف د جبار استابلشمنت سره جګړه او مبارزه ده، نو تاسې خو ټولو  پنجابیانو ته په ټیټه کتلای نه شئ!
اوسني ناروا پاکستان کې پښتانه  میشت دي چې ددوی د ۵۰۰ قیامو په پايله کې نیم افغانستان  د وقت د استعمار له سلطې خپله آزادی واخیسته او اعلان کړه (۱۹۱۹) او دغه خلکو، وینه مو ګډه ده، تر دا نننه را سره خپل کور او ډوډۍ نیمه کړې!
اوسني ناروا پاکستان کې بلوچان   میشت دي چې د پاکستان له تأسیسه او د تأریخ په اوږد کې  په ېو ډول مستقل او د موجوده پاکستان نه جدا  او تر ډېره بریده د  موجوده نیم افغانستان سره  د تأریخ په اوږدو کې خپلوۍ او ګډې کار نامې لري.
په موجوده  ناروا پاکستان کې سرایکیان، سندیان او نو واړه او غټ خلک پراته دي چې د دوی په غوښتنه او ددوی په خوښه د پاکستان په نامه ملک، دا د سرطانی دانه نه ده جوړه شوې او ددوی د مقاصدو لپاره کار نه کوي. د اوسني ناروا پاکستان کې شته خلکو او ملتونو  شته او ثروتونه له دوی غصب او اخیستل کېږي او اکثر پنجاب ته وړل کېږي او  ددوی فرهنګ،  ژبې، اقتصاد او ژوند ته له سره خدمت نه کېږي.
پاکستان کې  میشته خلکو ته د پاکستان د قام او پاکستان ملت  او د نیشن بلد  او یا افغانانو  پر خپله تأربخی  ځمکه ، له  آمو تر أباسینه، مارګلې او أټکه،  موقته بې ځایه شوو ته د بعضې قوانینو د نادرسته ترجمو په اصطلاح د مهاجر اطلاق او چلند ،  ټولې هغه تېروتنې او خطاء کارونې  دي چې مونږ اوس اوس له دقته، تعمق او شرمه پرته  ورته خطاب او کاروو!
په داسې  تېروتنو ، دشمن خدمته  اصطلاحاتو  کارولو هلته  اسارت کې میشته  خلکو، پښتنو، بلوڅو، سراېکو او… ته توهین او د پنجاب او د  او دا د منلو وړ نه دي، بلکې د جبارانو او ستمګرانو  له برنامو سره ، عملاً موافق کار کول دي!
دا غمیزه، سلسله او لست تفاصیل لري او اوږد بحث هم دی چې له ېوه ځایه باید پېل شي!
۵-۵-۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.