سېکولر

ډاکتر نجيب الله زاخېلوال (سويډن)

245

کور کې يې راته کړل چې له منډوۍ څخه يو څه سودا راوړه. د کابل گڼه گوڼه ، شور غوغا او د خلکو بې پروايي، هاغه څه دي چې هيڅ کار دې په ټاکلي وخت نه ترسره کيږي. سهار چې د يوې کوچنۍ اړتيا پسې ووځې نو ايله ماښام راستون شې. ټکسي ته پورته شوم، د خلکو تر مينځ سياسی بحث روان و. خو په ټوله کې خلکو د جنگسالارانو څخه سرټکاوه. هر يو خپله خبره کوله يو شور او غوغا وه، يو بل ته یې غوږ نه نيوه. نه پوهېږم چې څومره وخت کې به منډوۍ ته رسېدلی وم. د ټکسي څخه ښکته شوم لا مې خپل پټو په اوږو نه و سم کړ چې د شا له خوا مې چا پر اوږه لاس کېښوده.

ډاکټر صیب کوم خوا د خيره؟

حاجي ملا اسلام الدين اخند و، ورسره مې روغبړ وکړ او ورته مې کړل منډوۍ ته راغلی يم چې يو څه ټکه پوکه سودا وکړم. پرته له دې چې زه ترې پوښتنه وکړم، سم له واره يې راته کړل: والله يو ختم القران و هلته ته تللی وم، همدا اوس ترې راغلم. موږ خو مولويان خلک يو ختم، دوعا، امامتی، فاتحه، خيرات، دم درود….

ما په کټ کټ ورته وخندل او ورته مې کړل: بس مولوی صيب تاسې يې څه کوئ که په چا تم وي، که ماتم، ښادي وي او که غم، ستاسې لپاره پوره او غوړه برابروي….

پوه شوم چې زما خبره پرې سمه ونه لگېده، تندی يې تريو شو خو مسک شو او سم له واره يې راته کړل: مسجد ته راباندې ناوخته نشي اوس به اذان وشي او د جمعی وخت دی امام بايد خپلې امامتۍ ته ځان په وخت ورسوي. 

موږ لا د يو بل څخه جدا شوي نه و او  نه مو له ځای څخه حرکت کړی و چې يو شلی (په ښپو معيوب) د کوم لور څخه په څخېدو، څخېدو زموږ مخ ته راپيدا شو. کالي يې پر خاورو او چټليو  ککړ پکړ  و، د خيرات په پار  يې يو لاس راپورته کړ. ملا اسلام الدين لکه سرې موچۍ يې چې وچيچي ورته له قهره سور او شين شو: لاس دې لرې کړه چټله، ناوليه، د خدای په غضب اخته شې! پرون دې هم زما کالي بېلمازه کړي و، ستا د لاسه راڅخه جمعه خطا شوه. سم له واره يې شلی ماشوم په يوه قوي لغته وواهه. شلی بېچاره بېواک شو او ستوني ستاخ وغورځېده، سر  يې د سرک سره په جوخت لګېدلي دېوال ولګېده. يو اخ يې وکړ او ژر يې خپل سر ته لاس ونيوه.

ما چې تر څو ماشوم ته مخ ورواړه او زړه مې وکړ چې پوښتنه ترې وکړم چې سر خو به يې ډېر نه وي خوږ شوی ملا صيب زه کلک د لاسه ونيولم: راځه ډاکټره! ددغه مردارو خلکو څخه مې کرکه کيږي. دوی خدای ذليل پيدا کړي دي. مکر کوي نه دی خوږ شوی او بیا دا د خدای په غضب اخته او ناولی ټوله ورځ...

د شلي مخ له وېرې ژيړ شو او له ورايه يې څېرې ګواهي ورکوله چې ودردېده. دې کې يو لاروی چې ډېر چابک راروان و، زما د مولوی صيب په مينځ کې تېر شو زما لاس د مولوی صيب څخه خلاص شو. مولوی صيب لاروی هم پرېنښوده او دوه درې سپکې سپورې هاغه ته هم وکړې: ړونده انسانان! نه وينې ستاسې غوندې ځناور او د خدای ناترسه د لاسه خو زموږ بده ورځ ده. بېرته بيا د مولوی اسلام الدين پام شلی ته شو. شلی بېچاره ټپرېدلی او کوشش يې کاوه چې ژر ژر لاړ شي، تر څو یې بيا مولوی اسلام الدين ونه ښکنځي. خو گنګس و. د مولوی صيب زړه په هاغه سپکو سپړاندو باندې نه وو يخ شوی او  ورته بيا په ناپړيتو  لګيا شو او ماشوم ته يې ښکنځلې کولې ما ژر د شلي څخه پوښتنه وکړه: زويه! ډېر خو خوږ نشوې؟

سم له واره مې جيب ته لاس کړ چې يو څو روپۍ ورکړم، لا مې د جيب څخه روپۍ نه وې راويستلی چې بيا مولوی صيب لاس راتېر کړ او کلک يې ونيولم او زما لاس ته يې ټکان ورکړ، ماشوم پرته له دې چې ما ته ځواب راکړي مولوی اسلام الدين پرې لومړی شو او ماشوم ته  يې کړل: د خدای په قهر اخته شې ورک شه، کنه يو بله لغته دې په دا مغزي وهم چې برابر دې کړم . او بيا يې ما ته کړل: ډاکټره! نه دی خوږشوی مکر کوي دوی په همدغه مکر د خلکو څخه روپۍ اخلی دوی کسبه دي.

د ځان پر لور يې کش کړم نزدی و چې زه هم تيندک وخورم او راپرېوځم، لاس نيولی يې د ځان پسې روان کړم. يو څو قدم لا تللی نه وو چې مولوی صيب لکه زما پام پر بله اړوي، بيا ودرېده او ما ته يې مخ کړ: ياره ډاکټره! هاغه ستا ملګري ملنگي ته فکر وړی يم ( يو سوړ اسويلی يې وکړ او زياته يې کړه)  سېکولر دی. سم دم کافر دی. په کفر کې يې زره هم شک نشته خو زه ورته حيران يم بيا هم لمونځ کوي، پرون مې جومات کې ولېده داسې لمونځ يې کاوه چې تا به ويلې سم ولی الله دی. هر وخت يې په جومات کې ګورم. ده ته لمونځ څه گټه کوي!!! 

زه غلی وم شلی ماشوم مې فکر ناارامه کړی و. د مولوی اسلام الدين خبرو ته مې څه په خوله نه راتلل. ما لا ورته د ملنگي په اړه څه نه وو ويلی هاغه د چا خبره خوله مې خبرې ته نه وه خلاصه کړې چې ملنگی لکه پيری يا دزړه ښځو په خبره  ملايکو درز زموږ مخ ته له اسمانه راوغورځاوه او نيغ زموږ په مخ کې ودرېده. زه اق دق شوم، مولوی صيب ما ته خړ خړ وليدل او ما مولوی صيب  ته. ملنگي ما ته کلکه افغاني غېږ راکړه او روغبړ يې راسره وکړ او مولوی اسلام الدين اخوند سره يې هم کلک روغبړ وکړ. د ال و عيال پوښتنه مو سره وکړه. شېبه به لا چوپ شوي نه وو چې اسلام الدين اخوند، ملنګي ته مخ کړ او په اوږه يې ورته لاس کېښوده او د ملنډو په ډول يې ورته کړل واه ملنګيه، خوارشېهمدا اوس مې ستا غيبت ډاکټر ته وکړ، ملنگی مسک شو  مولوی صيب ستاسې د مولويانو بل څه کار ته پرته له غيبته شته. ما هم وخندل خو په مولوی اسلام الدين دا خبره بده ولگېده. تندې يې تريو شو او اواز يې داسې شو لکه څوک چې چاته ښکنځل کوي: ورک يې کړه ملنگيه! ته خو په اسلام عقيده هم نه لرې، تل د موليانو پسې خبرې کوې، اسلامي او جهادي تنظيمونه ته بد رد وايي، د افغانستان جهاد ته بد وايې، ( پوزه يې کش کړه او بيا يې آخخ کړ خراشکي یې تو کړل) خو بيا هم لمونځ کوې او اوږدې اوږدې سجدې کوې. څومره به ښه وی چې سم دم مسلمان وای او….

ما د ملا اسلام الدين خبره ورپرې کړه: لکه د مولوی صيب غوندې بسلمان (ما هم ورته د ملنډو په ډول د مسلمان پر ځای بسلمان وويلې) وایی.

ملنگي په کټ کټ وخندل ما هم ورسره وخندل. ملنگی پر شا لاړ او خپل ښی لاس يې پورته کړ او زه يې په اوږه ووهلم او بيا يې لاس پر ما واچوه: ياره ډاکټر صيب! زه نه غواړم د اسلام الدين غوندی بسلمان شم (د بسلمان کلمه يې زما بېرته راغبرگه کړه) او مولوی صيب ته يې د افغاني غرور څخه يې په ډک نظر وروليدل: 

زه سر پر زمکه د جنت د هوس او د دوزخ له وېرې نه ږدم. نه د حورو هوس اخيستی يم نه جومات ته د سجدو او لمونځونو د خريد او پلور لپاره ځم، او نه مې جومات څخه خريد او پلور منډوۍ جوړ کړی دی

زه سجده ددې لپاره کوم چې خپل غرور راټيټ کړم تر څو د انسانيت سره مينه راڅخه کډه ونه کړي او مغرور نشم او نور خلک راته د مذهب، قوم، ژبې او جنس … له مخې ټيټ ښکاره نشي. زه سجده انسانيت سره د ميني په خاطر په زمکه لګوم چې د غرور تور فکر مې تل ذليله وساتم... اوږده ساه يې واخيستله سترگې يې وځپولی لکه څه يې چې سترگی سوځوي.

اسلام الدين چوپ او خوله يې وچه شوه او چورت کې ولاړ و، د ځان سره به يې کرل رېبل چې دا په څه غم واوښتم. سترګې يې په ملنګ جان کې ښخې کړې وي نو ملنگی ورته مخ کړ او اواز يې نور  هم جدي او لوړ کړ: اسلام الدينه! نه يې ورته د مولوی مختاړی د نوم سره وريو ځای کړ او نه يې د صيب يا محترم کلمه پرې ور اضافه کړه.

سر په زمکه باندې کېږدہ چې په راز پوه د اسمان شې

سترګې ستورو ته کړه پورته چې په شان پوه د جهان شې

لږ سر ښکته په ژړا کړه چې مزه د خندا واخلې

لا يې بل بيت نه وه ويلې چې هماغه شلی ماشوم په څخېدو څخېدو راروان و، او تر موږ بیا راورسېده، مولوی اسلام الدين د ملنگي تر شا پناه و او زه هم څنگزينی ولاړ وم. د خيرات لپاره يې ملنګي ته لاس راپورته کړ چې يو دم يې په مولوی اسلام الدين سترګې ولګېدې او وارخطا شو او بېرته يې لاس ښکته کړ او د لاس په کړاوه (کڼاوه يا د لرگي څخه جوړ شوی بوټ ) کې یې ننويسته چې بيا يې مولوی صيب کوم لغته ونه وهي او يا هم کومه ناپړيته ورته ونه وايي، چې اسلام الدين هم ورته پام شو، او سم له واره يې ورته کړل: د سپي زويه! د خدای ذليله! ته په يوه نشوې که دا ځل دې پورته کړم او په دا زمکه دې راوولم، خدای خو ځکه دغسې بدبخته پيدا کړی يې… ملنګي هم حق حيران شو چې څه خبره شوې ده  او زما زړه هم را ډک شو. ملنګی سم له واره په شلي ور کړوپ شو او د روغبړ په پار يې ورته غېږه خلاصه کړه او ورته يې کړل: اشنا! ته چېرته راڅخه ورک يې پرون هم زه درپسې دلته وگرځېدم،چې درته سودا واخلم، څنګه ده؟ مور دې اوس څنګه ده؟.ډاکټر ته تللې وه؟ دوا يې واخيسته؟ ….ملنګی لکه د تلويزيون تودو بحثونو د خبريال په څېر د معيوب ماشوم څخه په پوښتنو سر شو. ملنگي د معيوب سره په خبرو گرم شو . مولوی اسلام الدين زه د لاس څخه ونيولم او راته يې کړل: ډاکټره را لرې شه چې دغه ذليل دا ځل ستا کالي در چټل نه کړی لکه د مردارې سپی.

ولا حوله و لا قوت يې کړل او سر يې وشړکاوه، زياته يې کړه: ياره ډاکټر صيب! دا سيکولران هم همدغسې ناولي دي، بې اودسه او په چټلو کاليو به جوماتونه ته راځي، او بيا راشي موږ ته وايي  مولوی اسلام الدين اواز یې د ملنډو په څېر نری کړ: چې موږ سجده ددې لپاره کوو چې غرور مات کړو. او داسې يو ، هاغسې يو نور يو ټکی ايمان نه لري.

د مولوی اسلام الدين تندی تريو شو، زړه يې و چې نور څه هم ووايي. خو د مازيگر  اذان د کابل په په فضا کې ازانگې کړې. ملنگی هماغسې د شلي سره په خبرو بوخت و، لاس يې د شلي په سر ايښی و او ورته مې پام و چې د شلي پر مخ مسکا راخوره وه. مولوی صيب د جل جلاله د ويلو سره جوخت بيا زه د لاسه څخه ونيولم: راځه چې ځو اذان وشو چې جمعې لمونځ وکړی بيا به سودا پسې لاړ شې، د ملنګي لپاره خو جمعه ممه مهمه نده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.