غزل
ژوند يو مست د مينې ساز دى چې غږېږي
يو نزول دى يو آغاز دى چې غږېږي
د حريصې زمانې د انا ښار ته
زما عشق بنده نواز دى چې غږېږي
د سقر په ژۍ ولاړه حقيقته
ستا په سر کې يو مجاز دى چې غږېږي
دا چې خلک وېروي له اشنايانو
دا زما د ځګر راز دى چې…